د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

ویسا: بین‌الافغاني مذاکرات، ستر ملي امتحان!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې مذاکراتو او د پاکستان راکټي بریدونو په تړاو لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په‌ دې ټکو پیل کړې، "بین‌الافغاني مذاکرات، ستر ملي امتحان!"

ورځپاڼې وړاندې د طالبانو هغه خبرې را اخېستې چې د بندیانو تر عملي خوشې کېدو وروسته به په یوه اوونۍ کې د مذاکراتو مېز ته کېني او همدارنګه قطري دولت هم ډېر ژر یوه خاصه الوتکه رالېږي، څو خاص استازي یې په ‌کې د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي له ځان سره دوحې ته بوځي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د سولې مذاکراتو مېز کې به ستونزه هله پیدا شي چې بهرنیان په دې لړ کې منفي مداخلې وکړي او په دې مذاکراتو کې چې د افغانستان راتلونکی نظام او سرنوشت په ‌کې معلومېږي خپل نفوذ اعمال کړي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی چې بین‌الافغاني مذاکرات یو ډېر ستر امتحان دی چې د افغانانو په مخ کې قرار لري او افغانان باید په دې مذاکراتو کې ثابت کړي چې د بقا او عزت لایق ملت لري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې خپلې مقاله د سولې لپاره د بين‌الافغاني خبرو د پيل هڅې تر عنوان لاندې خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو له مخې ټول خنډونه لرې شوي او په پام کې ده چې راتلونکې يکشنبه په دوحه کې له طالبانو سره د سولې پر سر لومړنۍ رسمي بين‌الافغاني خبرې پيل شي چې دې ته لومړنی پړاو وايي او د دې لومړني پړاو مذاکراتو اصلي موضوع به اوربند وي.

سرمقاله کې راغلي چې د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې د پرېکړه ليک پر بنسټ به افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو په لړ کې د سراسري اوربند پر مسئلې بحث وکړي او په وینا یې د دې لپاره اجنډا له وړاندې ټاکل شوې او د دې خبرو لپاره بشپړ تياری لري.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې دا فرصت باید له لاسه ونه وځي او ټولۍ هغه بهرنۍ مداخلې شنډې شي چې د دې سولې په مخ کې خنډ ګرځي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د ډیورنډ کرښې نږدې د پاکستاني تحرکاتو او د حکومت پر سکوت کرښې تورې کړي.

ورځپاڼې پر حکومت انتقاد کړی چې د پاکستان د دې تحرکاتو په اړه چوپ دی چې نه‌یې د مخنیوي هڅه کوي او نه‌یې هم په دې اړه کوم ښکاره اعتراض کړی دی.

د سرمقاله لیکوونکي په باور که د حکومت چوپتیا که په هر دلیل وي، د زغم وړ نه‌ده او په وینا یې که پټه ناوړه معامله شوې وي، نو بیا خو په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌ده، خو په خبره یې که حکومت فکر کوي چې د غږ په پورته کولو او د پاکستان د دې تحرکاتو د مخنیوي له لارې به دوی له ستونزو سره مخ شي او یا به نور زیان وویني، بیا هم د توجیه وړ نه‌ده.

مسیر ورځپاڼې ټینګار کړی چې نه یوازې دا چې حکومت باید په دې اړه ښکاره اعتراض وکړي، بلکې په عملي ډول باید خپله خاوره بېرته خپله کړي او د پاکستان اغزن سیم، تاسیسات او پوستې ور ټولې کړي او کنه ولس به‌یې پر وړاندې ودرېږي.

XS
SM
MD
LG