د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د ارګ له لوري د ښځو عالي شورا جوړېدو په اړه غبرګونونه


آرشیف
آرشیف

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې او د ولسې جرګې ځینې غړي، د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ښځو د عالي شورا د جوړولو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د ښځو د عالي شورا د جوړولو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له صادرېدو وروسته، د ولسي جرګې یو شمېر ښځینه غړې دغه شورا د ښځو د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه ګڼي.

د دغې جرګې غړې ثریا اکبري د شنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، په دغه شورا کې باید داسې ښځې ځای شي چې، د ښځو لپاره کار وکړي.

هغې زیاته کړه: "زه د خلکو د استازې په توګه دا یو مثبت ګام ګڼم، د ښځو د پیاوړتیا لپاره به اغېزمنه وي، کومې ښځې چې پیاوړتیا او وړتیا لري او نه شي کول راڅرګندې شي، دغه شورا به ټولې ښځې تر یوه چتر لاندې راټولې کړي، کومو ښځو چې تراوسه يې د کار کولو فرصت نه درلود له دې لارې کولی شي، اسانتیاوې ورته برابرې شي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې د ښځو د عالي شورا د جوړولو فرمان صادر کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې شورا د جوړولو هدف، د ښځو پیاوړتیا، د ښځو د پرمختګ او د دوې د حقونو د ټینګښت لپاره د کورنیو او نړیوالو ښځو ترمنځ همغږي رامنځته کول، د ژمنو پلې کول او د دوی د فعالیتونو ارزول دي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

د ولسمشر د دغه فرمان له مخې به د ۲۶ دولتي او غیردولتي بنسټونو استازې، د والیانو مرستیالانې، د ښځو د حقونو مدافعانې او د مدنې ټولنې استازې، د دغې شورا غړې وي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د دغې شورا جوړول نمایشي ګڼي.

له دې ډلې مسعوده کوهستاني وايي، مخکې له دې هم د ښځو لپاره ډېر بنسټونه جوړ شوي وو، خو د ښځو د پیاوړتیا لپاره یې هېڅ کار، و نه شو کړای.

کوهستاني وویل: "دغه پرېکړه نه یوازې دا چې اغېزمنه نه ده بلکې د موازي جوړښتونو تکرار دی، دا د ښځو چارو له وزارت سره موازي دی او دغه وزارت یې کمزوری ښودلی، د دغې شورا د جوړېدو پرځای ښه وه چې د ښځو چارو د وزارت ملاتړ شوی وی او هغوی چې د ښځو لپاره يې کار کاوه ورسره مرسته شوی وای، دغه شورا نه شي کولی چې د ښځو وړتیا لوړه کړي."

مېرمن کوهستاني وايي، که څه هم د ښځو چارو د وزارت ترڅنګ د ښځو په برخه کې ګڼ بنسټونه کارکوي، خو بیا هم په کابل او ولایتونو کې ښځې له کورنیو او ټولنیزو فشارونو لاندې دي او پیاوړتیا لپاره یې هېڅ کارنه دی شوی.

XS
SM
MD
LG