د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

نیویارک ټایمز: افغانستان کې نږدې ۶۰۰۰ پاکستاني وسله وال طالبان پټ دي


پاکستاني طالبانو یو انځور
پاکستاني طالبانو یو انځور
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼې کې د ملګرو ملتونو د یو راپور په حواله ویلي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک شاوخوا ۶۰۰۰ وسله وال په افغانستان کې پټ دي.

په دې راپور کې ویل شوي دا ډله په افغانستان کې د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره تړاو لري او یو شمېر غړي خو یې ان د داعش په وسله والې ډلې سره یو ځای شوې هم دي چې د راپور په وینا مرکزونه یې د افغانستان په ختیځو سیمو کې دي.

د ملګرو ملتونو دا راپور وايي، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه د افغان، امریکايي او ناټو ځواکونو او په ځینو مواردو کې ان د طالبانو له خوا سخته ځپل شوې ده.

  • ډیلې میل

د ډیلې میل ورځپاڼې پر خپله ویب پاڼه د طالبانو د هغې وروستۍ ادعا په اړه یو راپور خپور کړی چې وايي، د افغان حکومت امنیتي ادارو یو شمېر هغه طالبان بېرته نیولې چې د دوحې د هوکړې له مخې په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت له زندانونو خوشې شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل بیا پر خپل ټویټر ادعا کړې چې یو شمېر خوشې شوې طالبان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوې دي.

د افغان ولسمشر یو ویاند دواخان مینه پال هم ازادي راډیو ته ویلي جګړې ته د خوشې شویو طالبانو بېرته ستنېدو او د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدو له دې ډلې سره د سولې په برخه کې پرمختګ ستونزمن کړی دی.

  • عرب نیوز

له سعودي عربستان خپرېدونکې عرب نیوز انګلیسي ژبې ورځپاڼې بیا د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت او طالبانو له خوا په شرایطو لیکنه کړې.

دا ورځپاڼه د ولسمشر غني د ویاند صدیق صدیقې له قوله وايي "د سولې لپاره یو فرصت شته خو طالبان باید تاوتریخوالي پرېږدي او د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني."

ورځپاڼې همدارنګه د طالب ویاند سهیل شاهین څرګندونې راخیستې چې وايي، که افغان حکومت تر لوی اختر پاتې طالب بندیان خوشې کړي دوی تر لوی اختر وروسته د بین الافغاني خبرو پیل ته چمتو دي.

  • ټایم اف اینډیا

ټایم اف اینډیا هندي ورځپاڼې بیا د هغو ۱۱ افغان هندوانو سېکهانو په اړه یو راپور خپور کړی دی چې د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه هندوستان ته ورسېدل.

دې ورځپاڼې ویلي، وروسته له هغې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت هغو افغان هندوانو او سېکهانو ته چې افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي هند ته د تلو اسانتیا برابره کړه، دا د افغان سېکهانو او هندوانو لومړۍ جوپه ده چې ددې پروګرام له لارې هند ته کډه کېږي.

په وروستیو څو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ناامنیو له پراخېدو سره پر افغان سېکهانو او هندوانو هم وسله والې حملې زیاتې شوې.

د سږني کال د وري په شپږمه د کابل پر یوه درمسال د وسله والو په برید کې چې مسئولیت یې داعش ډلې ومانه ۲۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG