د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د بدخشان والي: سیمه‌ییز طالبان د بهرنیو ترهګرو ملاتړ کوي؛ طالب ویاند: "تبلیغات" دي


ارشیف، یو شمېر طالبان
ارشیف، یو شمېر طالبان

د بدخشان والي، زکریا سودا وايي چې په دې ولایت کې وسله‌وال طالبان له بهرنیو وسله‌والو سره همکاري لري.

سودا د اپرېل په ۲۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړي ډول د ازبېکستان او تاجکستان وسله‌وال، چچنیایي وسله‌وال او همداراز د چین د شېنجن ولایت وسله‌وال چې په خټه اوېغور او مسلمانان دي د بدخشان په وردوج، یمګان او خستک ولسوالیو کې فعالیت لري.

د بدخشان والي ادعا وکړه چې په دې ولایت کې وسله‌وال طالبان د بهرنیو وسله‌والو چې غواړي په دې ولایت کې د تشدد او تخریبي فعالیتونو یو لوی مرکز جوړ کړي، ملاتړ کوي هغه اقدام چې د ده په وینا کولائ شي د افغانستان حکومت او د حکومت د ستراتېژیک متحد، امریکا حضور ته ګواښ پېښ کړي.

زکریا سودا وايي: "د سیمې وسله‌وال طالبان د هغوی (بهرنیو وسله‌والو) او هغوی (بهرنی وسله‌وال) د سیمې د طالبانو ملاتړ کوي او په خپلو کې جدي تفاهم لري. هغوی غواړي چې په بدخشان کې د بهرنیو وسله‌والو لپاره د فعالیت لویه ساحه جوړه کړي ترڅو له ټولو ولایتونو دلته راشي او دلته یو لوی مرکز ولري."

د بدخشان والي ازادي راډیو ته وویل چې له سیمې راپورونه ور رسېدلي دي چې یوازې د حمل په ۲۶مه نېټه لږترلږه ۳۰ بهرني وسله‌وال بدخشان ته ور رسېدلي او په جرم ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر ضد په جګړه کې یې ونډه اخیستې ده.

زکریا سودا په وینا، هغه بهرني وسله‌وال چې سیمې ته ورغلي درنې او سپکې وسلې لري، یو وسله‌وال چې په ابو عمر مشهور دی، د هغوی په عملیاتو کې مهم رول لري او په جرم او وردوج ولسوالیو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګېږي.

د بدخشنان ولي زکریا سودا
د بدخشنان ولي زکریا سودا

د بدخشان د والي په وینا، ابو عمر په نښه ویشتلو کې ښه مهارت لري او دی ګومان کوي چې د القاعده له ترورېستي شبکې سره به ارتباط لري.

خو دا معلومات خپلواکو سرچینو نه‌دي تأیید کړي.

د بدخشان ولایتي شورا مشر، بشیر احمد صمیم هم د والي د خبرو په تأیید کې ویلي چې په خستک، وردوج او یمګان کې بهرني وسله‌وال د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.

بشیر احمد صمیم ویلي چې په دې ولسوالیو کې د جګړې رهبري د نړیوالو ترورېستانو په لاس کې ده.

د بدخشان والي ویلي چې په دې ولایت کې د ۴۰۰ په شااوخوا کې بهرني وسله‌وال فعالیت لري.

  • دخشان ته د وسله‌والو تګ راتګ

بدخشان د افغانستان له ډېرو غرنیو ولایتونو دی.

دا ولایت د پاکستان له چترال او د چین له شېنجن سیمې سره پر پوله پروت دی، خو دا سیمې ډېرې غرنۍ دي. د واورې په موسم کې دا سیمې صعب‌العبور ګڼل کېږي او د انسانانو تګ راتګ تقریباً غیر ممکن وي. له دې کبله، د بدخشان والي وايي چې دوی دقیق نه‌پوهېږي چې بهرني وسله‌وال پر کومو لارو تګ راتګ کوي.

بدخشان له چین سره د واخان تنګي نښلولی دی، خو خلک او څارونکي وايي، پر واخان د انسان تېرېدل امکان نه‌لري.

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
  • پاکستاني وسله‌وال

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ میلادي کال د جون په اتمه په شمالي وزیرستان او شاوخوا قبایلو کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پيل کړل. په عملیاتو کې تر ۳۰۰۰۰ زیاتو پاکستاني پوځیانو برخه درلوده او هدف‌یې په سیمه کې د بهرنیو ترورېستانو ځپل بللی شوی و.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپرېل په درېیمه په عملیاتو کې د بري ادعا وکړه او ویې‌ویل چې په دې پوځي عملیاتو کې له ۴۰ زرو زیات وسله‌وال ووژل شوو.

د سیمې یو شمېر ازادو خبریالانو، مدني فعالانو او خلکو د حکومت ادعا نه‌ده تأیید کړې او ویلي یې دي چې ضرب عضب زرګونه کورنۍ بې‌کوره کړې او ملکي خلکو ته‌یې ځاني او مالي تاوان ورساوه.

په افغانستان کې یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې د دې عملیاتو له وجهې زیات شمېر وسله‌وال له پاکستان پر پوله راواوښتل.

د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ په شمالي وزیرستان کې نښته
د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ په شمالي وزیرستان کې نښته

ولسمشر محمد اشرف غني په قبایلو کې د پاکستان پوځ د عملیاتو تر پيل یو کال وروسته (د ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ په ۲۵مه) د امریکا کانګرس ته په وینا کې وویل: "هغه ترورېستي ډلې چې غواړي چې په سیمه کې دولتونه کمزوري کړي د نویو عملیاتي مرکزونو د جوړولو په لټه کې دي."

ولسمشر غني هغه مهال ویلي و چې ضرب عضب عملیاتو هغه وسله‌وال چې مخکې يې په قبایلو کې فعالیت کاوه، د افغانستان پر لور راخوځولي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني قدرت ته له رسېدو راهیسې، په مکرر ډول په ټوله سیمه کې د ترورېستي ډلو د محو کېدو لپاره د (سیمه‌ییزي اجماع) او ګډې مبارزې پر ضرورت ټینګار کړی دی.

  • د ترکستان اسلامي تحریک

دا ډله د چین مسلمانو اویغورو جوړه کړې او په ابتدا کې د ختیځ ترکستان د خپلواکۍ حرکت بلل کېده. دې ډلې په ابتدا کې له چینه د شېنجن د جلا کولو لپاره مبارزه کوله او د چین حکومت ترورېستي، افراطي او د جلايي غوښتونکو ډله بللې ده.

په چین کې د دې ډلې پر فعالیت بندیز دی.

د بدخشان والي زکریا سودا ویلي چې په بدخشان کې د بهرنیو وسله‌والو مشري د مولوي فرقان پر غاړه ده. د سودا په وینا، مولوي فرقان په خټه د ترکمنستان دی او له ډېرو کلونو راهیسې په بدخشان کې مېشت دی.

د سودا په وینا، مولوي فرقان، ابو عمر او د وسله‌والو بل مشر، فتح‌الله په وروستیو کې د بدخشان په جرم او یمګان ولسوالیو کې د ځیني سیمو په نیولو کې عمده رول درلود.

په کابل کې د امنیتي مسایلو تحلیل‌ګر جاوېد کوهستاني
په کابل کې د امنیتي مسایلو تحلیل‌ګر جاوېد کوهستاني
  • د منځنۍ اسیا وسله‌وال

د افغانستان حکومتي چارواکو وخت نا وخت په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د ازبکستان د اسلامي تحریک د غړو د فعالیت او د هغوی د نیول کېدو خبرونه خپاره کړي دي.

دې ډلې د جمعه نمنګاني او طاهر یولداشیف (یولداش) تر مشرۍ لاندې په ۱۹۹۸ میلادي کال کې فعالیت پیل کړ. د راپورونو پر اساس، جمعه نمناګني په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې په یوه هوايي حمله کې ووژل شو.

ملګرو ملتونو دا یوه ترورېستي ډله ګڼلې ده.

د افغانستان په ختیځو او ځیني شمالي ولایتونو کې د داعش د وسله‌والو او طالبانو ترمنځ د سختو اختلافونو او خونړیو نښتو په اړه وخت په وخت راپورونه خپاره شوي دي.

خو د منځنۍ اسیا د وسله‌والو او طالبانو ترمنځ د اړیکو د څرنګوالي په اړه ډېر وضاحت نه‌شته.

په کابل کې د پوځي چارو یو څارونکی، جاوېد کوهستاني باور څرګندوي چې په بدخشان کې د بهرنیو وسله‌والو حضور د جدي اندېښنې وړ مسئله ده. کوهستاني وايي مخکې داسې ګڼل شوې وه چې د ۱۲۰۰ او ۱۵۰۰ ترمنځ بهرني وسله‌وال په بدخشان کې مېشت وو.

د کوهستاني په وینا، یو شمېر بهرني وسله‌وال له خپلو کورنیو سره په بدخشان کې مېشت شوي وو.

د پوځي چارو دا څېړونکي وايي چې په بدخشان کې د منځنۍ اسیا وسله‌وال له تاجکستان سره پر ګډه پوله په حرکت کې دي او د تاجکستان حکومت ته هم جدي ګواښ پېښولائ شي.

  • د بدخشان بې‌ځایه شوي خلک

وردوج، یمګان او خستک د بدخشان له ډېرو نا امنو سیمو ګڼل کېږي.

په دې سیمو کې د جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ تښتېدلي او د بدخشان نورو ولسوالیو ته کډه شوې دي، خو دقیق شمېر یې نه‌دی څرګند.

حاجي خبیر د بدخشان د خستک درې اوسېدونکی دی.

هغه اړ شوی له خپلې کورنۍ سره یوځای د بدخشان بهارک ولسوالۍ ته وتښتي.

حاجي خبیر د ازادي راډیو خبریال ته ویلي: "په خستک کې مې دوه کورونه درلودل، دواړه‌یې راڅخه ونیول او موږ بهارک ته راکډه شوو. نورې کورنۍ هم له سیمې وتښتېدې."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
  • د افغانستان دفاع وزارت

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د ازادي راډیو ته ویلي چې د بدخشان امنیت ستراتېژیک اهمیت لري.

احمدزي ویلي چې هېڅ کورني یا بهرني وسله‌والو ته به اجازه ورنه‌کړي چې په دې ولایت کې د تجمع یا رایوځای کېدو مرکز جوړ کړي.

خو هغه منلې چې وسله‌والو طالبانو په ځیني سیمو کې بهرنیو ترورېستانو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

  • له امریکا سره د طالبانو ژمنه

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د فبرورۍ په ۲۹مه له امریکا سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې په هغه کې منل شوې چې طالبان به د بهرنیو وسله‌والو سره تړاو شلوي او له هغوی سره به هېڅ ډول ارتباط نه‌ساتي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په بدخشان کې له طالبانو سره د بهرنیو وسله‌والو د همکارۍ او ګډ فعالیت په اړه وروستي راپورونه د دولت د تبلیغاتو برخه ګڼلې ده.

مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې په بدخشان کې د دوی د وسله‌والو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې بهرني وسله‌وال نه‌شته.

د امریکا حکومت ویلي چې له طالبانو سره د سولې د موافقې د شرایطو د عملي کېدو په صورت کې به خپل پوځیان له دې هېواده وباسي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک

ر طالبانو یو اساسي شرط دا دی چې له القاعده، د حقاني له شبکې او نورو وسله‌والو شبکو سره به چې امریکا یې خپل امنیت ته ګواښ ګڼي، هر ډول ارتباط پای ته رسوي.

په دوحه کې د طالبانو دفتر ویاند سهېل شاهین ازادي راډیو ته ویلي چې هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني سلاکار امین‌الله حبیبي د دې مسئلې په اړه ازادي راډیو ته ویلي چې که طالبان له بهرنیو وسله‌والو ډلو سره خپل ارتباط وساتي له امریکا سره پر کړې موافقه به‌یې تېری کړی وي.

د حبیبي په وینا، بهرنیو وسله‌والو ته د فعالیت د فرصت برابرول د نړیوالې ټولنې امنیت ته ګواښ ګنل کېدلائ شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ مکرراً پر وسله‌والو طالبانو غږ کړی چې له امریکا سره د کړي تړون مواد عملي کړي او خپلې ژمنې ته تعهد څرګند کړي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني سلاکار امین‌الله حبیبي د دې مسئلې په اړه ازادي راډیو ته ویلي چې که طالبان له بهرنیو وسله‌والو ډلو سره خپل ارتباط وساتي له امریکا سره پر کړې موافقه به‌یې تېری کړی وي.

د حبیبي په وینا، بهرنیو وسله‌والو ته د فعالیت د فرصت برابرول د نړیوالې ټولنې امنیت ته ګواښ ګنل کېدلائ شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ مکرراً پر وسله‌والو طالبانو غږ کړی چې له امریکا سره د کړي تړون مواد عملي کړي او خپلې ژمنې ته تعهد څرګند کړي.

  • د بدخشان سره زر

د بدخشان د ولایتي شورا مشر، بشیر احمد صمیم ویلي چې د راغستان د سرو زرو کان د وسله‌والو د تمویل اساسي سرچینه ده.

بشیر احمد صمیم ازادي راډیو ته ویلي: "وسله‌وال هره اوونۍ د راغستان د سرو زرو له کانه میلیاردونه افغانۍ ترلاسه کوي."

نیول شوي پاکستاني طالبان
نیول شوي پاکستاني طالبان
XS
SM
MD
LG