د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

چارواکي: هلمند کې د بهرنیو جنګیالیو حضور ډېر شوی


هلمند
هلمند

د هلمند چارواکي وايي په دې ولایت کې د بهرنیو اتباعو حضور ډېر شوی دی.

د هلمند والي وايي د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې د دې ولایت د جنوبي ولسوالۍ دېشو نه د هرات تر شنډنډ ولسوالۍ پورې القاعدې ته مربوطې ډلې او ګروپونه د طالبانو سره کار کوي چې سیمه ناامنه کړي او پر افغان ځواکونو بریدونو ته هم زور ورکړي.

تورن جنرال محمد یاسین ازادي راډیو ته وویل د بهرنیو وسله‌والو دغه ډلې دمګړۍ د نشه‌يي توکو څخه خپل مالي برخې تمویلوي او د پاکستان له لارې هڅه کوي ځیني وسله‌وال د اوږدې مودې لپاره په یادو سیمو کې ځای پر ځای کړي.

د هلمند والي جنرال یاسین

دی وايی: "اوس القاعده د پاکستان د بهرامچې نه تر هرات پورې په دغه کمربند کې پرته ده او د طالبانو سره مرسته کوي. طالبانو ته تعلیم او تربیه او ټرېننګونه او نور مواد ورکوي. په ټولو جنګونو کې القاعده، پنجابیان او لشکر جنګوي د طالبانو په لیکو کې فعالیت کوي او د افغان ځواکونو په ضد جګړو ته دوام ورکوي او د طالبانو حمایت کوي."

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د حکومت دغه خبره یوه بې‌اساسه ادعا بللې ده. هغه ازادي راډیو ته وویل دوی په خپلو لیکو کې د بهرنیو وسله‌والو د شتون مسئله په کلکه ردوي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ډګر جنرال ولي محمد احمدزی هم وايي د دوی کشفي او استخباراتي سرچینې ښيي چې د دې ولایت په سنګین، نهر سراج او یو شمېر نورو ولسوالیو کې لسګونه بهرني جنګیالي فعال دي او د وسله‌والو طالبانو په لیکو کې د افغان ځواکونو په ضد جګړه کوي.

ښاغلي احمدزي چې په دې اړه د ښوراب په نظامي اډه کې د رسنیو سره خبرې کولې وویل په هلمند کې د جګړې د شدت یو لامل هم د القاعدې او بهرنیو وسله‌والو د ډېرو فعالو غړو راتګ دی.

جنرال ولي محمد احمدزی

نوموړي زیاته کړه: "په مشخص ډول درته ویلی شم چې پاکستاني اتباع شته او زموږ په ضد جګړه مخته وړي. زه نه‌غواړم دلته د کوم هېواد نوم یاد کړم، خو هلمند یو د هغه ولایتونو څخه دی چې د نشه‌يي توکو د پروسس او قاچاق د کاروبار ترڅنګ طالبانو ته د نوې ټکنالوژۍ اسباب ورکول کېږي او ان د دوی یو شمېر ګروپونه پر بعضو بهرنیو هېوادونو پلورل شوي دي او د هغوی لپاره کار کوي او د داعش په څېر حرکات اجرا کوي."

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په هغه توافق کې چې د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه لاسلیک شو د ځینو مهمو شرطونو څخه یو دا و چې په اینده کې به دغه ډله د بهرنیو ترورېستي ګروپونو، له دې جملې القاعدې سره اړیکې پرې کوي، خو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جون میاشتې په راپور کې راغلي ول چې طالبان د هند د نیمې وچې لپاره د القاعدې د مشرانو سره مسلسل په تماس کې دي او لا يې د هغو سره خپله اړیکه نه‌ده پرې کړې.

د هلمند د ولايتې شورا رئیس عطاالله افغان وایي که چېرې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو وسله‌والو په خاص ډول القاعدې غړې ډېر شوي وي د سولې پر راتلونکو بین‌الافغاني خبرو بده اغېزه کولای شي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان

ده وویل: "موږ چې د سولې پروسه روانه کړې ده او تمه لرو چې سوله به راځي هغه یوازې د طالبانو سره کېږې، نه د بهرنیو اتباعو سره. موږ د طالبانو څخه هم غوښتنه کوو چې د خارجي اتباعو مخه ونیسي. د حکومت څخه هم غوښتنه کوو چې د بهرنیو وسله‌والو سره د سولې د خبرو اړتیا نه‌شته. د ټولو جرمونو حساب دې ورسره وشي، نو که چېرې دغه خارجي اتباع چې دلته جنګېږي زموږ د سولې پروسه په ټپه درولی شي، ځکه دلته د جنګ نوې جبهه پرانیستل کېږې نه د سولې خبرې."

د طالبانو په لیکو کې د القاعدې او بهرنیو وسله‌والو د شتون ادعا په داسې حال کې کېږې چې د دغه ډلې سره د حکومت د سولې د خبرو هیلې تر بل هر وخت زیاتې او رانږدې ښکاري.

XS
SM
MD
LG