د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د مصالحې عالي شورا: حکومت او طالبان دې په سوله ییزه توګه د بندیانو تبادله بشپړه کړي


د خوشې شویو طالبانو یو انځور- ارشیف
د خوشې شویو طالبانو یو انځور- ارشیف

د ملي مصالحې عالي شورا وایي، طالبان باید په داسې مواردو ټینګار ونه وکړي چې هغه د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل، بهتره ده چې دواړه لوري د بندیانو د خلاصون بهیر په سوله ییزه توګه بشپړ کړي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې د نږدې شپږسوو بندیانو جنجال لا هم پر ځای پاتې دی، هغه څه چې ظاهراً یې د سولې د بین الافغاني خبرو پیلېدل له کړکېچ سره مخ کړي دي.

خو لا هم دواړه په خپلو دریځونه ولاړ دي.

په دې منځ کې بیا، د ملي مصالحې عالي شورا ټینګار کوي چې دواړه لوري دې دا موضوع په سوله ییزه توګه حل کړي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته دا هم وویل، چې طالبان دې په داسې مواردو ټینګار نه کوي چې دوی له سولې لرې کوي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

هغه زیاته کړه: "طالبان باید په ډېرو داسې مسایلو چې هغه د سولې له پروسې سره مرسته نه کوي ټینګار ونه کړي، زموږ تمه دا ده که چېرې سولې ته اراده موجوده وي، ښه دا ده چې په هغو خبرو دې ټینګار وشي چې د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي او په دې پروسه کې موږ د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته نږدې کوي، حکومت او طالبان دې د بندیانو په بهیر کې داسې یو تفاهم ته ورسېږي چې هغه د بندیانو پر سر رامنځته شوی جنجال حل کړي."

د ملي مصالحې عالي شورا داسې مهال پر دې موضوع ټينګار کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د ۵۹۲ طالب بندیانو پر نه خلاصون جنجال دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وړاندې ازادي راډيو ته ویلي چې دا شمېر کسان ځکه نه خوشې کوي چې جرمي دوسیې لري، هغه څه چې طالبان یې ردوي او دا ډله بندیان هم سیاسي بندیان بولي.

د ملي امنیت شورا د دقتر ویاند جاوېد فیصل د شنبې په ورځ ازادي راديو سره په خبرو کې بیا هم ټینګار وکړ، چې طالبان باید حکومت ته د یاد شمېر بندیانو بدیل نوملړ ورکړي چې غور پرې وشي.

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

ښاغلي فیصل ازادي راډيو ته لیکلي چې دوی (طالبان) دې باید د یو څو قاتلینو نه خلاصون د افغانانو د قتل عام د دوام بهانه وګرځوي.

خو طالبان بیا وایي که چېرې د دوی د ورکړل شوي لېست په اساس ټول بندیان یې ازاد شي، نو لېواله دي چې دا بهیر بشپړاو بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، چې دوی د بندیانو د خلاصون په برخه کې خپله دنده تر سره کړې او په خبره یې لا هم ژمن دي چې د سولې لپاره د نورو پرمختګونو ته همکار وکړي.

خو دا چې د دواړ خواوو تر منځ د ۵۹۲ تنو بندیانو پر سر جنجال څنګه حل کېدای شي؟

د سیاسي چارو شنونکي فیض ځلاند یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "که حکومت دا ادعا لري چې یاد شمېر کسان په حق العبدي مسایلو او لویو بریدونو کې لاس لري، نو لېست او دوسیې دې له رسنیو سره شریکې کړي، ودې وایي چې احمد د محمود زوی په داسې مسایلو تورن یا هم شریک و، په دې سره به طالبان ملامت او فشار به پرې راشي چې اړ شي دوی ته بدیل لېست ورکړي."

بل‌خوا د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر او سیاسي فعال رحمت‌الله نبیل وایي چې د افغانستان سوله هم نیابتي شوې.

ښاغلي نبیل د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د جګړې قرباني افغانان ورکوي، خو پر برخلیک‌یې نور هېوادونه پرېکړه کوي.

ښاغلی نبیل زیاتوي: "موږ له بده مرغه په وار وار د نیابتي جګړې قربانۍ ورکړي، خو اوس ګورو چې زموږ سوله هم نیابتي شوې، هغه په دې معنی چې د افغانستان خلک تر دې دمه په دې سوله هېڅ ډول دخالت نه‌لري، خو زموږ په برخلیک نور خلک او هېوادونه پرېکړه کوي چې موږ یې د افغانستان په اړه په تېرو کې د ناکامیو شاهدان و او لګښت مو یې پرې کړی دی."

رحمت‌الله نبیل
رحمت‌الله نبیل

ښاغلي نبیل پر افغان حکومت او طالبانو د افغانستان د مسئلې ژر تر ژره د حل ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر اوسه د طالبان له پنځه زره ورکړل شوي لېست له مخې تر دې دمه ۴۰۷۹ او طالبانو بیا د حکومت د زرو بندیانو له ورکړل شوي نوملړ ۸۶۴کسان ازاد خوشې کړي دي.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې سیاسي هوکړې پر بنسټ تر بین الافغاني خبرو مخکې طالبان باید د حکومت زر او حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG