د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

له لوی اختر وروسته د بین‌الافغاني خبرو پیل ته د طالبانو مشروط چمتووالی


د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی
د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی

د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره له پرله‌پسې غوښتنو وروسته طالبان وايي، که د بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه شي، نو دوی چمتو دي چې له لوی اختر وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ماښام پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل طالبان چمتو دي چې له لوی اختر مخکې د حکومت بندیان خوشې کړي، خو په دې شرط چې حکومت هم د طالبانو پاتې بندیان له سپارل شوي لېست سره سم خوشې کړي.

شاهین زیاتوي چې طالبان له اختر وروسته د بین‌الافغاني خبرو پیل ته چمتو دي.

هڅه مو وکړه چې د ښاغلي شاهین د نوي ټویټ په اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا نظر هم په دې راپور کې راواخلو، خو په دې کار بریالي نه‌شوو. خو د دې شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالب بندیانو د خوشې کېدو پر مهال قسم یاد کړی و چې بیا به په جګړه کې برخه نه‌اخلي په داسې حال کې چې ډېر جنګیالي یې یو ځل بیا د افغانستان د خلکو پر ضد جنګېږي.

ښاغلی فیصل زیاتوي چې په قطر کې د طالبانو دفتر دې له خپلې ژمنې سره سم د جګړې ډګر ته د طالبانو د بیا ورتګ مخه ونیسي، جګړې دې بندې او مخامخ خبرې دې بیا پیل کړي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنې د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې له ادعا وروسته زیاتې شوې.

د هرات سیمه‌ییزو چارواکو ویلي دي، په دې حمله کې چې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو پر یوه غونډه وشوه، د دې ډلې یو شمېر جنګیالي وژل شوي دي.

دفاع وزارت په یوه بیان کې د لومړنیو راپورونو په اساس ویلي چې د ادرسکن ولسوالۍ په خم زیارت سیمه کې د دې بمبارۍ پر مهال ملکي وګړي نه‌دي زیانمن شوي خو د ازادي راډیو خبریال د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حواله راپور ورکوي چې په دې حمله کې لږترلږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې په پېښه کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

طالبان ادعا کوي چې په دې هوايي برید کې هغه ملکيان په نښه شوي چې د یوه خوشې شوي طالب بندي هرکلي ته ورغلي وو. د پېښې یوه عیني شاهد هم په هرات کې د ازادي راډیو خبریال ته همدا خبره کړې.

دی وايي: "دلته موږ هېڅ وسله‌وال مجاهدین ونه‌لیدل. موږ د دې سړي مېلمانه وو. هغه له بګرام زندانه خوشې شوی او موږ یې هرکلي ته راغلي وو. دا بمباري د ادرسکن د قومي مخالفت له کبله او د بېچاره وګړو د قتل عام لپاره شوی دی."

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان
د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

د بندیانو خوشې کول، د هغې موافقې یوه برخه ده چې د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه.

د دې موافقې له مخې حکومت باید د طالبانو پنځه زره او طالبان د حکومت زر تنه بندیان خوشې کړي وی او همداراز بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه باید پیل شوې وی، خو داسې ښکاري چې د بندیانو د خوشې کېدو د نه‌بشپړېدو له کبله دا بهیر تر اوسه نه‌دی پیل شوی.

طالبان وايي، تر اوسه‌یې د حکومت ۸۶۱ تنه بندیان ازاد کړي او د راپورونو له مخې افغان حکومت له څلور زرو زیات طالب بندیان خوشې کړي، خو د هغو ۶۰۰ زندانیانو له خوشې کېدو سره‌یې موافقه نه‌ده کړې چې د چارواکو په وینا په درنو جرمونو مجرم پېژندل شوي دي.

حکومت له طالبانو غوښتي چې د بندیانو نوی لېست وروسپاري. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز پرون پنجشنبه په یوه ټویټ کې ویلي هغه وخت رارسېدلی چې د افغانانو د ښېګڼې لپاره دواړه خواوې تاوتریخوالی کم کړي، هغه بندیان چې موافقه پرې شوې خوشې کړي، په راروان اختر کې جګړې بندې او له هغه وروسته سمدستي خبرې پیل کړي.

همداراز د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا پرون پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې د افغانستان د سولې بهیر د بندیانو د خوشې کولو پرتله زیات د جګړو د پراخېدو له کبله له ستونزو سره مخامخ دی. کوبیا ویلي دي چې که ښکېلو خواوو پر اوربند موافقه کړې وی، نو په تاوتریخوالي کې به خورا زیات کموالی راغلی وی.

XS
SM
MD
LG