د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د ولسمشر غني او د امریکا ملي امنیت سلاکار خبرې؛ بین‌الافغاني خبرې دې ژر پیل شي


ارشیف، قطر کې د افغان سیاسیونو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې خبرې. ۲۰۱۹ کال د جولای ۰۷مه
ارشیف، قطر کې د افغان سیاسیونو او طالب پلاوي ترمنځ د سولې خبرې. ۲۰۱۹ کال د جولای ۰۷مه

د افغانستان او د امریکا متحده ایالاتو مشرانو د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ، هغه مذاکرې چې د ځنډ زیاتېدو یې د پخلاینې یقیني کېدو ته غوړېدلې هیلې مړاوې کړې دي.

پر دې موضوع ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکار رابرت اوبراین سره ټیلیفوني خبرې وکړي.

جمهوري ریاست وايي په دې مکالمه کې چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم حاضر و، ښاغلي اوبراین وویل، واشنګټن نه‌غواړي چې افغانستان یو وار بیا د ترورېستانو په پناهځای بدل شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، دواړو لورو د طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر مسئله انتقاد وکړ.

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال وايي: "دوی د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ پر مستقیمو مذاکرو خبرې وکړې او ټینګار وشو چې دغه مذاکرې باید ډېر ژر پیل شي. په همدې ترتیب دواړو لورو په دغه ټیلیفوني تماس کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو خپله اندېښنه وښوده او څرګنده‌یې کړه چې دغه تاوتریخوالی دې په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات په خاطر کم شي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغې موافقې له مخې چې په قطر کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه لاسلیک شوه، طالبانو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو یا اورکم ژمنه هم کړې وه، خو حکومت په وار وار ویلي چې طالبانو نه‌یوازې اورکم رعایت کړی نه‌دی، بلکې خپل بریدونه‌یې لا زیات کړي دي.

ځینو شنونکو داسې اندېښنې ښوولې وې چې دا مسئله ښايي د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو پر پیل سیوری واچوي.

دغه مذاکرې چې د مارچ میاشتې ۱۰مې ته پلان شوې وې، د بندیانو د خوشې کېدو پر سر د اختلافاتو له کبله لا پیل شوي نه‌دي.

د بندیانو د تبادلې بهیر وروسته له هغې نور هم لانجمن شو چې افغان حکومت وویل، هغه نږدې ۶۰۰ طالب بندیان چې په جرمونو تورن دي، نه‌خوشې کوي.

اوس راپورونه خپاره شوي چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو په درشل کې د طالبانو په مشرتابه کې ځیني بدلونونه راغلي دي.

په راپورونو کې د طالبانو د ځینو چارواکو په حواله ویل شوي چې د ملا محمد عمر ۳۰ کلن زوی ملا یعقوب چې د طالبانو د پوځي څانګې مشري کوي له ځینو نورو مهمو کسانو سره یوځای د طالبانو په مرکچي پلاوي کې شامل کړای شوی دی.

ارشیف، په دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوی
ارشیف، په دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوی

د طالبانو ځینو سرچینو اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته د خپل هویت پټ پاتې کېدو په شرط ویلي د طالبانو په ۲۰ کسیز مرکچي پلاوي کې د دوی د رهبرۍ څلور غړي شامل کړای شوي دي.

  • دا بدلون څه معنی لري؟

په واشنګټن کې «د نړۍ د معاصرو چارو د انسټټیوت» مشر هاشم وحدتیار ازادي راډیو ته وویل: "دوه معنی لري، یو دا چې د کوټې شورا غواړي پر نظامي او سیاسي کمېسیونونو باندې کنټرول ولري. بله دا چې د طالبانو پرېکړه ټولو قوماندانانو او مشرانو ته د منلو وړ وي چې ډلې ټپلې له طالبانو بېلې نه‌کړي، لکه صدر ابراهیم چې د طالبانو په دفاع وزیر مشهور و چې اوس له طالبانو جلا ډله‌یې جوړه کړې ده. دا دا معنی هم لري چې د سولې خبرې مهم پړاو ته نږدې شوې دي. افغان حکومت او طالبان به ډېر ژر مخامخ مذاکرې پیل کړي."

ځینو تحلیلوونکو د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د مشرتابه شورا د غړو ورزیاتېدل د سولې د راروانو بین‌الافغاني مذاکرو د بریا لپاره ګټور اقدام بللی دی.

د دوی په باور دا اقدام څرګندوي چې طالبان هڅه کوي د سولې مذاکرو ته له ځانه جدیت وښيي.

XS
SM
MD
LG