د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران نن غونډه لري


د افغانستان، اذربایجان و ترکمنستان بیرغونه
د افغانستان، اذربایجان و ترکمنستان بیرغونه

د هغو درې مهمو غونډو راوروسته چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د دې هېواد د سولې په اړه جوړې شوې، تمه ده نن هم په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو پر لارو چارو خبرې وشي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي ثبات د راوستلو په هدف په ملي او نړیواله سطح دا هڅې روانې دي، ټاکل شوې د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران نن په یوې وېډیویي غونډه کې د هغو سیاسي او اقتصادي پروګرامونو په اړه خبرې وکړي چې د درېواړو هېوادونو مشرانو د جولای پر دوهمه نېټه په یوه وېډیویي ناسته کې مطرح کړي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل: "تمه ده د دوشنبې په ورځ د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان په یوه وېډیویي کنفرانس کې پر هغو پروګرامونو او اهدافو باندې خبرې وکړې چې د جولای پر دوهمه نېټه د درې هېوادونو د مشرانو ترمنځ غونډه کې مطرح شوي وو او د دغو اهدافو او نظریاتو پر مېکانیزم به بحث وکړي."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان د ولسمشرانو په غونډه کې چې د ولسمشر اشرف غني په نوښت د جولای پر دوهمه جوړه شوې وه، د درېیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د ښه‌والي او د سولې پر هڅو خبرې شوې وې.

ولسمشر غني وویل چې د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول د سولې مذاکراتو او تل‌پاتې سولې ټینګښت ته ژمن دی. په هغه اعلامیه کې چې د همدې وېډیویي غونډې وروسته د افغان حکومت له‌خوا ورکړل شوې وه، راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د ۱۸ ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو له وزیرانو سره د سولې مذاکراتو په اړه بحثونه وکړي. د نن ورځې غونډه هم د همدې ناستو یوه برخه ده.

د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه داسې مهال کېږي چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل په هدف په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله سطح جدي هڅې روانې دي.

د افغانستان حکومت پرون یکشنبه یو ځل بیا د سولې خبرو د پیلېدو دمخه د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه له طالبانو څخه تکرار کړه. طالبانو بیا د خبرو تر پیل دمخه د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه غیر منطقي بللې او د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره‌یې د زندانیانو په ژر تر ژره تبادلې ټینګار کړی.

د افغانستان حکومت تر اوسه څه باندې څلور زره طالب بندیان او وسله‌والو طالبانو شااوخوا ۷۸۰ تنه د افغان دولت بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو له‌خوا شوي بندیان
د طالبانو له‌خوا شوي بندیان

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې موافقې له مخې باید د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو دمخه د باور فضا د رامنځته کولو په هدف پنځه زره طالب بندیان او زر تنه د دولت بندیان چې له طالبانو سره دي، باید خوشې شي.

XS
SM
MD
LG