د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۱۸

افغان حکومت له طالبانو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو ځای مشخص کړ


په قطر کې طالب پلاوی
په قطر کې طالب پلاوی

‎د افغانستان حکومت په رسمي ‌‌‌‌‌‌ډول له طالبانو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو ځای مشخص کړ.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي له طالبانو سره د بین‌لافغاني خبرو لومړی پړاو مذاکرات به په قطر کې وشي.

‎د دغه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۶» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، په وروستیو کې د سیمې او نړۍ ۱۲ هېوادونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني مذاکراتو د کوربه‌توب وړاندیز کړی دی.

ښاغلي اتمر زیاته کړه: "اوس‌مهال چې کومه اجماع رامنځته شوې، هوکړه دا ده چې د مذاکراتو پیل به د دغو ۱۲ هېوادونو په یو کې چې قطر وي وشي، خو دا چې څنګه به دا خبرې په دوراني توګه په نورو هېوادونو کې تنظيم شي تر دې دمه‌یې په اړه اساسي مشورې نه‌دي شوي، دا د ویاړ ځای دی چې د نړۍ ۱۲ هېوادونو د دغو خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی، دوی په سمبولیک ‌‌‌‌‌‌ډول نه، بلکې له موږ سره اقتصادي او سیاسي ژمنې هم لري."

حنیف اتمر
حنیف اتمر

‎ترکیه، ایران، قطر، جاپان، ناروې، اندونیزیا، جرمني، تاجکستان او یو شمېر نور له هغو ۱۲ هېوادونو دي چې غواړي د افغانستان د سولې د خبرو اترو کوربه‌توب وکړي.

ښاغلي اتمر وویل، د افغان حکومت په کوربه‌توب او هڅو په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې او لا هم، ورته هڅې روانې دي چې په خبره‌یې لا پیاوړې شي.

‎ښاغلي اتمر ټینګار وکړ چې د دغې اجماع په رامنځته کېدو سره طالبان په انزوا کې دي او د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو او ارزښتونو په پام کې نیولو سره دوی پرته له سولې بله لاره نه‌لري.

‎بل‌خوا طالبان بیا وایي چې د مذاکراتو د ځای په اړه له حکومت سره سلا دي.

‎په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي: "کله چې د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شي، لومړی پړاو خبرې به په دوحه کې وشي ان‌شا‌‌‌‌‌‌ءالله، تر هغه وروسته به د دواړو خواوو د مشورې او توافق په نتیجه کې د خبرو راتلونکی ځای ټاکل کېږي، زموږ هیله دا ده چې د بندیانو د نه‌خلاصون تر عنوان لاندې د سولې پروسه ونه‌ځنډول شي."

سهیل شاهین
سهیل شاهین

‎دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کور دننه او بهر د افغان سولې لپاره هڅې چټکې شوي.

د بین‌الافغاني خبرو د پیل په هدف د طالبانو د بندیانو د ازادېدو شرط چې د حکومت له لوري منل شوی د پوره کېدو په حال کې دی.

‎تر دې دمه په دې پروسه کې د طالبانو له لوري تر ۸۰۰ او د حکومت له لوري نږدې ۴،۵۰۰ بندیان ازاد شوي، خو د هغه ۵۹۲ طالب بندیانو پر خلاصون هم جنجال دی چې د حکومت په خبره جرمي دوسیې لري.

له بند نه ازاد شوي طالب بندیان
له بند نه ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان ملي امنیت شورا وړاندې ویلي وو چې طالبان باید د نویو بندیانو نوملړ وسپاري، خو خو طالبانو ویلي که يې پخواني لېست سره سم بندیان خوشې نه‌شي د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې نه‌پیلېږي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره د پام وړ پرمختګ شوی، خو حکومت باید د بین‌الافغاني خبرو د پیل په برخه کې غور وکړي.

‎له ‌‌‌‌‌‌ډلې يې فتانه ګېلاني وایي حکومت ته په کار ده چې د ټاکل شوي پلاوي په برخه کې له سره غور وکړي.

‎مېرمن ګېلاني زیاتوي: "زما په نظر که حکومت غواړي چې په رښتیا سوله راشي دا د مذاکراتو کوم ټیم‌یې چې ټاکلی په دې باید له سره غور وکړي، ځکه چې په دې پلاوي کې اکثریت دولتي کسان، په فساد تورن، بې‌تجربې او داسې کسان دي چې کله‌یې د سولې لپاره کار نه‌دی کړی."

فتانه ګېلاني
فتانه ګېلاني

‎مېرمن ګېلاني وایي د مذاکراتو د بریالي کېدو او مثبتې پایلې د ترلاسه کولو لپاره باید جدي پام وشي.

‎مېرمن ګېلاني وایي افغان حکومت باید نور د نورو هېوادونو لاسوهنو ته اجازه ورنه‌کړي ترڅو د سولې اوسنی پیل شوی بهیر زیامن کړي.

XS
SM
MD
LG