د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون: هغه طالب بندیان دې نه‌ازادېږي چې جرمي دوسیې لري


د افغانستان حکومت له‎خوا ازاد شوي طالب بندیان
د افغانستان حکومت له‎خوا ازاد شوي طالب بندیان

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي هغه طالب بندیان دې نه‌ازادېږي چې جرمي دوسیې لري.

دغه کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل د ځنډ او د دواړو لورو له‌خوا د بندیانو د تبادلې په بهیر کې د شته ستونزو په اړه اندېښنې شریکې کړې دي.

دغه کمېسیون په یاده اعلامیه کې دا هم ویلي، هغه بندیان چې پر جنګي یا بشر ضد جنایت محکوم دي او یا یې د دغو جرمونو په اړه محاکمه روانه وي، باید د سولې له مذاکراتو مخکې او حتی وروسته خوشې نه‌شي.

په دغه اعلامیه کې یاد کمېسیون له حکومت او طالبانو غوښتي چې د جګړې اړوند بندیانو د وضعیت په اړه دې له خلکو سره پوره معلومات شریک کړي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له طالبانو سره د موجودو بندیانو او اسیرانو د مجموعي شمېر په ډاګه کول هم غوښتي دي.

له دې سره د بشر حقونو څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) کې د اسیا څانګې مرستیالې پاترېشیا ګاسمن ازادي راډيو ته وویل که داسې شواهد موجود وي چې دغه شمېر طالبان په جنګي جرایمو تورن دي، نو باید محاکمه شي.

دا زیاتوي: "که چېرې داسې شواهد وجود ولري چې یو له دغه بندیانو څخه په جنګي جرایمو او بشر ضد جرمونو کې لاس ولري، نو دوی باید د همدې جرایمو د جرم په اساس محاکمه شي، نه د ترورېزم د جرم په اساس او د دوی دوسیو ته باید د انساني حقونو په رڼا کې په عادلانه توګه رسېدنه وشي، دا محاکمه باید غیر علني نه‌وي او قربانیانو ته‌یې باید اجازه ورکول شي ترڅو شاهدي ورکړي چې دا کار د عدالت په تأمین کې ګټور تمامېږي."

پاترېشیا ګاسمن
پاترېشیا ګاسمن

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وړاندې ویلي د طالبانو له لوري د ۵،۰۰۰ زره بندیانو د ورکړل شوي نوملړ له مخې ۵۹۲ هغه بندیان نه‌ازادوي چې جرمي دوسیې لري.

په ملي امنیت شورا دفتر کې یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط مخکې ازادي راډيو ته ویلي و چې یاد شمېر کسان د نشه‌یي توکو په قاچاق، انسان تښتونې، لواطت، جنسي تېریو او په قتلونو تورن دي.

افغان حکومت وایي دوی لا هم په خپل دریځ ولاړ دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر چې د طالبانو سره د بندیانو د تبادلې بهیر مخته وړي وایي د دغې پروسې د بن بست د حل‌لاره یوازې د طالبانو له لوري د بندیانو د بدیل نوملړ سپارل کېدای شي.

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان دولت موقف هم هغه دی، موږ د بندیانو یو بدیل لېست د حل لارې په توګه وړاندیز کړی دی، که چېرې داسې یو نوملړ وي دولت چمتو دی چې پر هغه غور وکړي او وګوري چې څومره کسان له هماغه لېسته خوشې کېدای شي، دا باید طالبان د یوې پلمې په توګه له ځان سره وساتي او د دې لپاره د افغانستان د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړي."

خو طالبانو بیا د حکومت دا خبرې رد کړي او ویلي یې دي هغه پنځه زره کسان چې دوی یې حکومت ته لېست ورکړی ټول سیاسي بندیان دي.

د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان
د حکومت له‌خوا ازاد شوي طالب بندیان

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون د اندېښنو او غوښتنو په ځواب کې وویل دوی سره د شته بندیانو روغتیایي حالت سم دی او په خبره‌یې ټولو بشري مسایلو ته‌یې جدي پام کېږي، خو د ورسره شته بندیانو د ټول شمېر په اړه‌یې معلومات شریک نه‌کړل.

ښاغلی مجاهد وایي د دوی په دریځ کې هم بدلون نه‌دی راغلی او د نوي نوملړ ورکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافق‌نامې نقض دی.

له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

د تېرې فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې نېټې چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو، په‌کې راغلي چې د بین‌الافغاني خبرو وړاندې باید افغان حکومت ۵،۰۰۰ طالب بندیان او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ زندانیان ازاد کړي.

په دې لړ کې تر دې دمه د افغان حکومت ۴،۰۶۹ طالب بندیان او طالبانو د حکومت ۸۴۷ تنه زندانیان خوشې کړې دي.

د دغې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه، درې میاشتې وړاندې د افغانانو خپلمنځۍ خبرې پیل شوې وی، خو د بندیانو په پروسه کې د ستونزو او ځنډ له امله تر اوسه لا رسمي نټېه مشخصه نه‌ده، خو ځای یې قطر ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG