د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

طالبانو په خپلو سیاسي او پوځي برخو کې نوي بدلونونه راوستي


ارشیف
ارشیف

طالبانو د سولي د خبرو اترو او د خپلو جنګیالیو د ښې ادارې کولو لپاره په خپلو سیاسي او نظامي برخو کې بدلونونه راوستي.

طالبان په خپلو سیاسي او پوځي برخو کې د نویو بدلونونو خبره کوي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد شنبې په ورځ ازادي راديو ته وویل چې په دې وروستیو کې د سولې د هڅو د لا پیاوړتیا لپاره د بین الافغاني مذاکراتو په پلاوي کې یو شمېر نور کسان هم اضافه شوي دي.

ښاغلی مجاهد وایي، دوی تمه لري چې په دې بدلونونو سره به د سولې پروسه چټکه او چارې به یې منظمې شي.

استوشیتېډپرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو په مذاکراتي ټيم کې څلور کسان اضافه شوي او امیر خان متقي بیا د پلاوي له ترکیب لرې شوی دی.

دغه خبري اژانس په طالبانو کې د سرچینو په حواله لیلکي چې مولوي عبدالحکیم د دې ډلې د نوي قاضي القضات په توګه ټاکل شوی او مولوي ثاقب چې د دغې ډلې مخیکنی قاضي القضات و د دغې ډلې مذاکراتي ټیم ته وراضافه شوی دی.

قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی
قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی

بلخوا ځینې سیاسي شنونکي چې د طالبانو سیاسي فعالیتونه څاري وایي، په تازه بدلونونو سره به د طالبانو له لوري د سولې په بهیر کې د پام وړ پرمختګ راشي.

له دې ډلې محمد حسن حقیار ازادي راډيو ته وویل: "زه ډاډه یم چې د سولې پروسه به په ښه ډول مخته لاړه شي، دا بدلونونه راوستل ښيي چې طالبان د سولې د پروسې لپاره غواړي خپل جدیت او ژمنتیا ثابته کړي، په دې بدلونونو سره به دغه پروسې ته زیان نه بلکې ګټه ورسېږي."

د اسوشیټېدپرس په راپور کې د ملا عمر د زوی ملا یعقوب چې دېرش کاله عمر لري د نظامي څانګې د مشر په توګه ټاکل کېدو ته هم اشاره شوې.

د راپور له مخې، طالبانو دا بدلونونه ځکه راوستي چې په خبره یې د دغې ډلې نظامي او پر سیاسي برخې دواړه کنټرول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت په دې وروستیو کې په وار ـ وار نیوکې کړي چې طالبانو بریدونه زیات کړي او د سولې لپاره ژمنتیا نه لري.

طالبانو په خپلو دغو دوو برخو کې په داسې حال کې بدلونونه راوړي چې د افغان حکومت په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو دافغانستان د سولې په اړه په ښکاره هڅې چټکې کړي.

کابل په دې ورستیو کې د افغان سولې په برخه کې د درې پرلپسې ویډيو کنفرانسونو کوربه و.

افغان حکومت وړاندې غوښتنه کړې چې طالبان دې تاوتریخوالی کم او د بین لافغاني مذاکراتو لپاره دې زر تر زره زمینه برابره کړي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویاند جاوېد فیصل وايي، طالبانو لا هم جګړه جاري ساتلې.

جاوید فیصل سخنگوی دفتر شورای امنیت ملی افغانستان
جاوید فیصل سخنگوی دفتر شورای امنیت ملی افغانستان

هغه زیاته کړه: "د افغانستان دولت، خلکو او نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتنه وکړه چې اوربند وکړي او افغان وژنه پای ته ورسوي، دوی برعکس جنګ انتخاب کړ، افغان وژنه یې جاري وساتله او یوازې یې په تېره میاشت کې ۴۲۰ افغان ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي شهیدان او ټپیان کړل."

طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې ازادي راډيو سره په خبرو کې په ځلونو ټینګار کړی چې دوی د تېر په پرتله څلوېښت سلنه جګړه راکمه کړې ده.

XS
SM
MD
LG