د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

'د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو دوام اندېښنې زیاتې کړي'


د طالبانو یو انځور
د طالبانو یو انځور

د طالبانو له‌لوري د تاوتریخوالي دوام او د امریکايي ځواکونو له‌خوا یو ځل بیا د طالبانو د نظامي اهدافو په نښه کېدو سره سم، د سولې د هوکړې د نه عملي کېدو په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

د راپورونو پر بنسټ، امریکايي ځواکونو د زابل په شاه جوی او د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي اهداف په نښه کړي چې مرګ ژوبله یې هم ور اړولې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "امریکايي ځواکونو هلمند، غزني او زابل کې په غیرجنګي سیمو کې د ډرون د څو حملو په کولو سره د توافقنامې څخه سرغړونه کړې. دا اسلامي امارات ته د منلو وړ نه ده."

خو په افغانستان د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې اړه څه نه دي ویلي، مګر له دې وړاندې یې د افغان ځواکونو څخه ملاتړ د هوکړې خلاف عمل نه و بللی.

دا د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه د شوې هوکړې وروسته، دویم لوی برید دی چې پر دې ډله د امریکا له‌خوا کېږي.

په ښکاره دا بریدونه د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي د نه کمولو له درکه، د امریکا د نه رضایت پایله ګڼل کېږي.

د قاصد د سټراټیژیکو اړیکو مرکز مشر او د افغانستان د راتلوونکې لپاره د تفکر خونې غړی عبدالباقي امین وايي، امریکا لا هم د طالبانو له‌خوا د سولې په اړه د شویو ژمنو په عملي کېدو شکمنه ده.

امین زیاتوي: "په کار خو دا ده چې ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي، د افغانانو ترمنځ مشکلات د خبرو له لارې حل شي، که داسې و نه شي او د سیاسي راتلوونکې په اړه توافق د بین الافغاني خبرو له لارې و نه شي، حتماً به امریکایان په دې جنجال کې اخته وي او له افغانستان وتل به یې هم تر سوال لاندې راشي. "

خو پوځي کارپوه عبدالباري عارض بیا دا پر طالبانو د امریکايي نظامي فشار بولي چې باید تاوتریخوالی را کم کړي.

عارض زیاته کړه: "د فشار د راوستو په اړه یو اقدام دی، څو طالبان تاوتریخوالي راکم کړي، افغان حکومت او امریکا دواړه په دې ټینګار کوي چې طالبان د تاوتریخوالي کچه را کمه کړي، څو بین الافغاني مذاکرات په ښه فضا کې وشي."

دا په داسې حال کې چې ده چې تازه کابل ته له سفر وروسته، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک‌کینزي امریکا له ستنېدو وروسته ویلي، طالبانو له امریکا سره د شوي هوکړې پر بنسټ عمل نه دی کړی او لا یې تاوتریخوالی را کم کړی نه دی.

له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي‌ خلیل‌زاد هم ویلي، په افغانستان به یې له دې وروسته هر عمل، له طالبانو سره د سولې د شوې هوکړې د جزیاتو په عملي کېدو پورې تړلی و اوسي.

XS
SM
MD
LG