د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

واشنګټن پوسټ: ښایي طالبان بیا پر افغانستان مسلط شي


يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د راتلونکي حضور په اړه مطلب خپور کړی دی.

د دې مطلب لیکوال د واشنګټن حکومت ته دا خبره تر غوږ ورتېروي چې له ناورین ډکې راتلونکې ته فکر وکړي.

لیکوال خبرداری ورکوي چې ښایي طالبان بیا پر افغانستان مسلط شي او بیا هلته بنسټ‌پال وروزل شي او د ترهګرو ځالې جوړې شي.

په مطلب کې په افغانستان کې د پاکستان او روسیې نفوذ ته هم اشاره شوې ده.

لیکوال دا نتیجه اخلي چې شرایطو ته په کتو ممکن امریکا افغانستان ترک نه‌کړي.

د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې تړون له مخې په دې شرط چې طالبان به له ترهګرو سره مبارزه کوي، امریکایي ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال تر نیمایي له افغانستانه وځي.

د سولې د تړون لومړۍ مرحله تېره اوونۍ بشپړه شوه او له ژمنې سره سم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته راکم شو.

د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې د سولې دوهمه مرحله به مشروطه وي، موږ به د زندانیانو د خوشې کېدو، د شخړو د راکمېدو د بین‌الافغاني خبرو د پيلېدو او د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره فشار راولو.

د دې خبرو لپاره طالبانو په خپل مذاکراتي ټیم کې بدلون راوستی دی.

  • شيکاګو ټربيون

شيکاګو ټربیون ورځپاڼې دغه تغییر ته په یوه مطلب کې کتنه کړې ده.

ورځپاڼه د څېړونکو په وینا لیکي چې په مذاکراتي ټیم کې بدلون ښایي له افغان مشرانو سره د خبرو لپاره ښه خبر وي او دا د دې نښه ده چې طالبان د سولې دوهم پړاو ته څومره جدي ګوري.

طالبانو په خپل مذاکراتي ټیم کې د خپل مؤسس ملا محمد عمر زوی ۳۰ کلن ملا یعقوب شامل کړی دی.

شیکاګو ټربیون ورځپاڼې په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټټیوټ د اسیا د برخې د مرسیتال اندریو وایلډر خبرې رااخیستې دي چې وایي، دا یو مثبت پرمختګ دی ځکه چې طالبانو داسې ټیم جوړ کړی دی چې د دوی ډېر مشران په‌کې دي او تر اوسه چې یې کوم ټیمونه جوړ کړي و د هغوی په پرتله دا ډېر پراخ‌بنسټه دی او ښایي د خبرو د لومړۍ مرحلې لپاره به داسې یو ټیم ډېر ضرروي وي. اندریو وایلډر زیاتوي چې دا د دې نښه ده چې طالبان نیت لرې چې جدي خبرې وکړي.

ورځپاڼه بیا لیکي، د فبرروۍ په ۲۹مه وروسته له څه باندې یو نیم کاله خبرو امریکایانو له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او دا د جګړې په څلورو لسیزو کې په افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو مهم چانس ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG