د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

عبدالرشید دوستم 'مارشال' شو


آرشیف، د ولسمشر ماڼۍ پخوانی لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم
آرشیف، د ولسمشر ماڼۍ پخوانی لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم

ولسمشر غني جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه.

د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق ازادي راډیو ته تائيد کړه چې افغان ولسمشر، جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې حکم درې اوونۍ وړاندې لاسلیک کړی و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان سره عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړې ده.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي خو د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دغه حکم به نن شپه د ملي راډیو ټلویزویون له لارې خپور شي.

عبدالله قرلق
عبدالله قرلق

هغه زیاته کړه: "دغه حکم درې اوونۍ وړاندې لاسلیک شوی و او نن شپه به د ملي راډيو ټلویزیون له لارې خپور شي، په نږدې راتلونکي کې به د جنرال صیب پر اوږو د مارشالۍ رتبې د نښلولو ځانکړي مراسم هم ترسره شي."

هم مهاله د جنرال دوستم زوی او د جنبش ګوند د مرکزي شورا مشر باتور دوستم په خپل فیسبوک پاڼه کې د افغانستان د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله څخه مننه کړې چې په دې برخه کې یې هلې ځلې کړي.

نوموړي لیکلي د دواړو خواو د هوکړې په اساس به له دې وروسته جنرال دوستم د کابینې او امنیت شورا په ناستو کې غړیتوب ولري او ورسره به د ولسمشر د لومړي مرستیال امتیازاتو څخه د شوي پروتوکول له مخې برخمن شي.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا لومړي مرستیال بابر فرهمند هم په خپل ټویټر د ولسمشر د دې اقدام څخه هرکلي کړی.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د مارشالۍ رتبه باید چا ته ورکړل شي؟

پوځي کار پوه امرالله امان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي: "د مارشالۍ رتبه هغه چاته ورکول کېږي چې هغه د یو ملک په جګړو کې فاتح پاتې شوي وي، جګړه یې ګټلې وي، د اوس لپاره چې چاته د مارشالۍ رتبه ورکول کېږي صرف د نوم لپاره او سیاسي موقف لپاره، دوستم که مارشالي ورکول کېږي هغه خو د افغانستان په پوځي نظام کې موقف نه لري دته یوازې نوم د امتیاز دی."

افغان حکومت لا تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ د یوې سیاسي هوکړې له مخې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په اړه بحثونه راپورته شوه چې ګن شمېر غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.

د دواړو لوریو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې یو مهمه برخه دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه وه.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په برخه کې مایوسي څرګندوي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

ښاغلی لعل وايي، مخکې له دې چې دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شي باید د هغه دوسیه چې له احمد ایشچي سره په ناوړه چلند تورن وه وڅېړل شي.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه دوستم ته د مارشالۍ رتبې په ورکړې سره زیاد خفه شوم، ښاغلی دوستم په عدلي او قضايي بنسټونو کې دوسیې لري او باید د هغه دوسیې وڅېړل شي او تر هغې چې د دوستم دوسیې نه وي څېړل شوی هغه ته د یو عادي ماموریت ورکړه هم غیرقانوني ده."

خو ښاغلي دوستم ته نږدې کسانو بیا له ایشچي سره د دوستم هر ډول ناوړه چلند رد کړی دی.

دوه کاله وړاندې د جنرال دوستم ۸ ساتونکي د یوې محمکې په حکم سره بندیان شوي وه خو تر اوسه پر دوستم د لګول شویو تورونه په اړه څه پایله نه ده ترلاسه شوي.

XS
SM
MD
LG