د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

ګارډین: هغه چا ته لوړ پوځي مقام ورکوي چې د خپلو سیالانو پر شکنجې تورن دی


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې

ګڼو لوېدیځو رسنیو او ورځپاڼو د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ دا موافقه د ښاغلیو غني او عبدالله ترمنځ د واک وېش بللی دی.

د ګڼو لوېدیځو خپرونو په باور دا موافقه په داسې وخت کې شوې چې افغانستان له یو لړ سختو ستونزو سره مخامخ دی؛ له یوې خوا کرونا ویروس خپرېږي، له بلې خوا په بې‌رحمانه حملو کې افغانان وژل کېږي.

  • ګارډین

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د سیاسي موافقې په نتیجه کې جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې په ورکولو تبصره کړې ده.

په دې لیکنه کې چې سرلیک یې دی: "د افغانستان د واک پر سر معامله هغه چا ته لوړ پوځي مقام ورکوي چې د خپلو سیالانو پر شکنجې تورن دی"

ورځپاڼې د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ د واک وېش یادونه کړې او لیکلي یې دي چې په دې معامله کې لانجمنه مسئله دا ده چې پخواني مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم ته د هېواد د وسله‌والو ځواکونو مارشالي او په حکومت کې لوړه دنده ورکول کېږي.

ګارډین وايي، دا جوړجاړی پر افغان سیاستوالو د امریکا له سخت فشاره وروسته شوی دی څو نوی حکومت جوړ شي او له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له لوري د سیاسي اختلافاتو د نه‌هوارولو له کبله د یو میلیارد ډالره مرستې د کمېدا یادونه هم کړې ده.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ په موافقه کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکړه د بحث وړ ښکاره شوې ده.

نیویارک ټایمز په دې لیکنه کې چې د موافقې د لاسلیک په درشل کې یې خپره کړې، دا موافقه په دې خاطر مهمه بللې چې د ورځپاڼې پر اساس له طالبانو سره د حکومت مخامخ خبرو ته لار هواروي، خو پخواني مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکوي او دا په داسې حال کې ده چې د ورځپاڼې له لیکنې سره سم ګڼ شمېر افغانان د ترورېزم، جنګي جنایتونو او نورو بې‌رحمیو په اړه محاسبه غواړي.

XS
SM
MD
LG