د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

ویسا: د جنرال دوستم د مارشالۍ مسئله څومره اصولي ده؟


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې ده، د جنرال دوستم د مارشالۍ مسئله څومره اصولي ده؟

وړاندې راغلي، ویل کېږي چې د مرحوم مارشال فهیم زوی ادیب فهیم له ډاکتر عبدالله څخه پر همدې لاره بېله کړه چې ولې یې له غني سره په جوړجاړي کې د جنرال دوستم لپاره د مارشالۍ رتبې د منلو شرط ایښی دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، له بده‌مرغه دا ناوړه دود له پخوا څخه دوام لري چې په وینا یې که جنرال دوستم د مارشالۍ حقدار وي، نو بیا که د کوم انتخاباتي ټیم غړی وي او که نه‌وي، په اصولي مراتبو باید له احسان پرته دغه رتبه ورکړای شوې وی، که نه‌وي د هېواد معنوي مقامونه ولې د دوو تنو د شخصي معاملې او جوړجاړي په ټس کې داسې لیلام شي.

ویسا همدارنګه لیکي، په هېڅ صورت باید د هېواد معنوي ارزښتونه د واک په سیالیو او دغه ډول پوچو معاملو کې لیلام نه‌شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د ایراني ځواکونو له‌خوا د افغان مسافرو قتل، نه‌بخښونکی جنایت دی!

وړاندې راغلي، دا سمه ده چې دغه لسګونه افغان مسافر ایران ته په ناقانونه توګه اوښتي، خو هغوی کارګر دي او د معمول په څېر ایران ته اوړي او هلته د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره خورا سخت کارونه کوي، که ایران دا کړنه غیر قانوني بولي، نو باید نیولي یې وی او بېرته‌یې افغان حکومت ته سپارلي وی، خو د وژنې او قتلولو هېڅ واک او اختیار یې نه‌لري.

سرمقاله لیکي، دغه افغان کارګر کله ایران ته په اوښتو وژل کېږي، ځیني نیول کېږي او د زندان تورو تمبو ته اچول کېږي او څوک بیا د سخت کار له لاسه پر مخدره موادو روږدي کېږي چې بدن‌یې بې‌حسه او داسې نېشه شي چې د ایران دروند کار وزغملی شي.

هېواد همدارنګه لیکي، دا یوازې د شنبې پېښه نه‌ده، بلکې داسې ډېرې زړه بوګنوونکې پېښې رامنځته شوې، خو په باور یې اوس ارتباطي وسایل شته چې د داسې پېښو راپور او خبرو ورکول کېږي کنه ایراني ځواکونه وخت ناوخته پر قاچاقي لارو وراوښتونکو افغان کارګرو باندې ډزې کوي چې ډېری مهال د ټول‌وژنې پېښې رامنځته کېږي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، دا پېښه مشکوکه نه‌ده، بلکې روښانه د ایراني ځواکونو له‌خوا ستر بشري جنایت دی چې باید له ایرانه‌یې خون واخیستل شي او ایران هم باید په دې برخه کې اوږه خالي نه‌کړي!

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼه لیکي، وسله‌والو طالبانو د سولې توافقن‌امې د نه‌عملي کېدو له وجې د جګړې شدت زیات کړی ترڅو په قضیه کې د ښکېلو لورو پام واړوي، خو وړاندې په سرمقاله کې راغلي د جګړې دغه شدت د ملکي افغانانو د تلفاتو د زیاتېدو لامل شوی او د ملګرو ملتونو د راپور په اساس یوازې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو درېیو میاشتو کې ۵۳۳ ملکیان وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی چې له امریکا سره د سولې موافقې وروسته چې وسله‌والو طالبانو کومې کړنې چې ترسره کړي امریکا باید په اړه‌یې غبرګون وښیي ځکه افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړي او په میاشتو میاشتو د جګړې او تاوتریخوالي د کمېدو ورځې شمېرلې دي.

XS
SM
MD
LG