د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۲۳

عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکول کېدو په اړه غبرګونونه


عبدالرشید دوستم
عبدالرشید دوستم

د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د تېر ملي وحدت حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي لانجو د حل په هدف په لاسلیک شوي توافق کې، د ملي جنبش مشر او د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول شوې ده.

مارشالي کومه رتبه ده، مارشال باید څه وړتیاوې ولري او دغې رتبې ته د رسېدو لپاره باید کوم پړاوونه ووهل شي؟

د سیاسي تړون لاسلیک
د سیاسي تړون لاسلیک

پخوانی جنرال عتیق‌الله امرخېل وايي، مارشالۍ ته د رسېدو یوه ځانګړنه په پوځي او امنیتي برخو کې د دکتورا تر کچې پورې د عالي تحصیلاتو او ارکان حرب د سند لرل دي.

ښاغلي امرخېل د مارشالۍ د رتبې نورې ځانګړنې داسې بیان کړې: "هغه چې په قانون امور ذاتیه افسران کې ورته ځای ورکړل شوی و، مارشال کېدای شي او دا هم څو مرحلې لري، یوه دا چې له بل هېواد سره د خپلې خاورې د دفاع په خاطر جنګېدلی وي. بل دا چې دکتورا یا ماستري ولري او ارکان حرب وي او یو اثر یې لیکلی وي."

د ښاغلي امرخېل په خبره د مارشالۍ رتبې ته وړ افسر، د هغه د بریالیتوبونو، اخلاقو، وفادارۍ او مېړانې په پام کې نیولو سره، د پوځي یا ملي شورا له‌خوا د هېواد اعلی سرقوماندانۍ ته وړاندې او د ولشمسر له منظورۍ وروسته مارشال کېږي.

بل پخوانی جنرال وهاب وردک وايي، د مارشالۍ رتبې ته رسېدونکي افسر باید، په هېڅ جرم تورن نه‌وي.

هغه وویل: "دی باید د بشر حقونو په تورونو تورن نه‌وي، په قضا او څارنوالۍ کې دوسیه او جرمي اسناد ونه‌لري. مارشالۍ ته رسېدل یوه پیچلې موضوع ده هر څوک‌یې نه‌شي اخیستی او هر سړی یې چاته نه‌شي ورکولای."

سره له دې چې د ښاغلي غني او عبدالله ترمنځ په سیاسي توافق‌نامه کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ومنل شوه، خو ښاغلی امرخېل او وهاب وردک د پوځي قوانینو له مخې، عبدالرشید دوستم د مارشالۍ د رتبې مستحق نه‌ګڼي.

ایا عبدالرشید دوستم ته به مارشالي ورکول شي؟

احمد ایشچي
احمد ایشچي

سربېره پر دې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشجي زوی بکتاش ایشجي په ټولنیزو رسنیو کې اعتراضونه پیل کړي او دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکول، له ملت سره جفا ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالرشید دوستم، له احمد ایشجي سره په زور زیاتي او جنسي تېري تورن دی او عدلي او قضايي ارګانونو یې د پرېکړې په اړه کوم وضاحت نه‌دی ورکړی.

خو د ملي جنبش د ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج ازادي راډیو ته وویل، جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه د ده وړتیاوو ته په پام کې نیولو سره ورکړل شوې ده.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج
د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج

هغه وویل: "دی د یوه فعال جنرال په توګه د نظامي اصولو سره سم، له لومړي بریدمن له رتبې تر ستر جنرالۍ پورې رسېدلی، ده پر افغانستان د یرغل په مختلفو مرحلو کې له هېواده دفاع کړې. له نېکه مرغه د تاریخ په دغه مرحله کې دا کار عملي شو. زما په نظر دا یوه نارمله او د پوځي اصولو او پرنسیپونو سره سمه موضوع ده."

د افغانستان د دفاع وزارت په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو دومره وايي چې د افغانستان د افسرانو په ذاتیه قانون کې د مارشالۍ رتبه نه‌شته.

عبدالرشید دوستم د افغانستان درېیم افسر دی چې د مارشالۍ رتبه ورکول کېږي، پخوا تر دې قسیم فهیم ته او له هغې وړاندې شاه ولي خان ته هم دغه رتبه ورکړل شوې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت د ځینو جنرالانو په خبره، کوم موارد چې د افسرانو په ذاتیه قانون کې راغلي، د دغو درې واړو مارشالانو په تړاو عملي شوي نه‌دي.

XS
SM
MD
LG