د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۳۳

افغانستان

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي موافقه به نن لاسلیک شي

ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

تمه ده چې د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي موافقه نن لاسلیک شي.

که څه هم د ارګ ویاند صدیق صدیقي په بیان کې د دې موافقې د لاسلیک نېټه نه‌ده مشخصه کړې، خو ویلي یې دي چې پر لویو سیاسي مسایلو جوړجاړی شوی.

هغه زیاته کړه: "ټاکل شوې سیاسي موافقه ډېر ژر لاسلیک شي. په دې موافقه کې پر لویو سیاسي مسایلو تفاهم شوی دی."

له بلې خوا د ښاغلي عبدالله په ټیم کې یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړی هویت‌یې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې دا موافقه نن لاسلیکېږي.

د ښاغلي عبدالله ټیم ویلي چې دا موافقه تر ډېره په واک کې د دوی د سیاسي مشارکت په اړه ده، خو ارګ په دې اړه جزئیات نه‌دي شریک کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په زابل کې تر ۱۰ زیات پولیس وژل شوي دي

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې نن سهار د وسله والو طالبانو په کمین کې تر ۱۰ زیات پولیس وژل شوي دي.

د زابل د امنیې قوماندانۍ یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادۍ راډيو ته په دغه پیښه کې د ۱۵ پولیسو د وژل کېدو خبر تاییدوي.

بلخوا د زابل د ولایتي شورا ریس عطا جان حقبیان د وژل شویو پولیسو شمېر ۱۰ تنه یاد کړ او ویې ویل پولیسو غوښتل د سړک وضعیت وارزوي:

«هغوی د سړک د چک او امنیت لپاره راوتلي وو، چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول، دوه هاموې موټرونه یې سوځول شوي او زموږ لس سرتېري شهیدان شوي دي.»

حقبیان وايي په دغه پیښه کې وسله والو طالبانو ته هم تلفات رسیدلي خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکايي ځواکونه وايي پر طالبانو یې دوې هوايي حملې کړې دي

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي پر افغان قواوو یې د وسلوالو طالبانو د تنظیم شویو حملو د شنډولو لپاره ۲ هوايي حملې کړې دي.

د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت نن په ټویټر کې لیکلي، چې وسلوالو طالبانو پرون غوښتل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو حمله وکړي.

په بیان کې د پېښې د دقیق ځای او اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ښاغلي لګیت په خپره وسلوال طالبان باید د هغې موافقې له مخې چې له امریکا سره یې لاسلیک کړې، خپل تاوتریخوالی کم کړي او پرې دې ږدي، چې د سولې پروسه پرمخ لاړه شي.

د امریکايي ځواکونو ویاند وايي دا د کوچني اختر په درېیو ورځو کې تر اوربند وروسته د طالبانو په پرضد د دوی لومړۍ هوايي حملې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د افغان کډوالو مرګ ژوبله څېړي

راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي په کې روان وو، اور اخیستی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې افغانانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې موضوع څېړل کېږي.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران لپاره د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال د ایران په یزد کې د پېښې ځای ته روان شوي، چې د ټپیانو د پوښتنې تر څنګ د موضوع په اړه خپل تحقیقات پوره کړي.

په یزد کې وړمه ورځ په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ افغان وګړي مړه شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي تر پېښې وروسته هغه موټر چې افغان وګړي په کې روان وو، اور اخیستی دی.

مچ مک‌کانل: امریکا باید افغانستان کې کافي حضور ولري

مچ مک‌کانل

د امریکا په سنا جرګه کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر مچ مک‌کانل وايي، امریکا باید له ترورېزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې کافي حضور ولري.

مچ مک‌کانل دا خبره پرون د پنجشنبې په ورځ (د جون په څلورمه نېټه) د خپل هېواد سنا جرګې ته وکړه.

ده زیاته کړه: "موږ باید په افغانستان کې کافي حضور ولرو چې د داعش، القاعده او حقاني شبکې پر ضد خپله ستراتېژیکه پياوړتیا خوندي وساتو. موږ باید په افغانستان کې کافي حضور، ځکه هم ولرو چې هلته د عراق او سوریې برخلیک تکرار نه‌شي."

ښاغلي مک‌کانل زیاته کړه: "پر طالبانو باور نه‌شي کېدای چې له القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو سره به اړیکې قطع کړي. ده وویل، امریکا باید له افغان حکومت سره مرسته وکړي چې که طالبان خپلې ژمنې عملي نه‌کړي، حکومت‌یې له پایلو سره مخامخ کړي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د لاسلیک شوې موافقې له مخې به طالبان له القاعده او نورو ترورېستي ډلو سره خپلې اړیکې قطع کوي. همدارز به امریکا په افغانستان کې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې د خپلو ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته کموي او د ۲۰۲۱ م کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان باسي، خو د ناټو او امریکايي چارواکو په وینا، امریکا له مخکې لا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸،۶۰۰ ته کم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې حملې دوام لري، په وروستي مورد کې د کابل پر یوه جومات په حمله کې د جومات د مولوي په ګډون دوه کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

د دې حملې مسؤلیت پرون د پنجشنبې په ورځ داعش ډلې ومانه.

ناروې: د افغان سولې خبرو ته د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوو

(ښی) د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اینه اریکسون سوریده او (کین) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اینه اریکسون سوریده د افغانستان د سولې له بهیر سره د خپل هېواد پر ملاتړ ټينګار کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر پرون د پنجشنبې په ورځ د وېډيو کنفرانس له لارې له مېرمن سوریده سره خبرې وکړې.

مېرمن سوریده وویل چې هېواد به‌یې په هر ډول حالاتو او شرایطو کې له افغانانو سره ولاړ پاته شي.

د دې په وینا ناروې د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو په برخه کې هڅې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې د رول او د بین‌الافغاني خبرو د پیل په اړه هیله څرګنده کړې ده.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د موافقې له مخې ټاکل شوې وه بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه پیل شي، خو طالبانو دا مذاکرات د افغان حکومت له زندانونو د پنځو زرو طالب بندیانو له خلاصون سره تړلي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په یوه ټویټ کې ویلي و چې ناروې د مذاکراتو د تسهیل په برخه کې مخکښه ده او دا هېواد کولای شي سولې ته په رسېدو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

حشمت فنايي خاورو ته وسپارل شو

په افغانستان کې د سینما او تیاتر پېژندل شوی هنرمند حشمت فنايي

په افغانستان کې د سینما او تیاتر پېژندل شوی هنرمند حشمت فنايي نن د جون په ۴مه، خاورو ته وسپارل شو.

هغه پرون مړ شوی و.

د هغه زوی، مسعود فنايي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې پلار یې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

د افغانستان د تیاتر او سینما زیاتو کارکوونکو د فنايي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه په ډېرو فلمونو او تیاتري نندارو کې کار کړی و.

امر‌الله صالح: زما د کورنۍ او دفتر تر نیمايي زیات غړي کرونا نیولي

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح

د افغانستان د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر خلکو غږ وکړ چې د کرونا ویروس دې بابېزه نه‌ګڼي.

امرالله صالح نن د جون په ۴مه، پر فېس‌بوک په یوه پیغام کې لیکلي چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له خپلو ټولو سرچینو کار اخلي، خو له دې ویروسه هېڅ‌څوک هم په امن کې نه‌دي.

امرالله صالح لیکلي چې د خپلې کورنۍ او دفتر تر نیمايي زیات غړي یې کرونا ویروس نیولي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مکرراً پر خلکو غږ کوي چې له کرونا ویروسه د ځان ساتلو لپاره دې له نورو خلکو لیرې واوسي، د امکان تر حده دې له کورونو نه‌وځي او لاسونه دې مکرراً په صابون پرېمینځي.


قره‌باغ ولسوالۍ کې چاودنې ۱ ملکي وګړی وژلی او ۵ تپیان دي

ارشیف

د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی نن د جون په ۴مه، ووژل او پنځه ملکي وګړي زخمیان شوو.

د قره‌باغ ولسوال محمد حنیف صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ماین پر بایسکل ايښی او د ریموټ کنټرول په وسیله د ولسوالۍ په بازار کې چاودلی دی.

پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړي او د قره‌باغ ولسوال ویلي چې هدف‌یې نه‌دی څرګند او مسؤلیت‌یې هم چا نه‌دی اخیستی.

کابل کې نن د مولوي ایاز نیازي د جنازې مراسم ترسره کېږي

مشهور افغان دیني عالم مولوي محمد ایاز نیازی کابل کې د بمي چاودنې له امله ووژل شو

په کابل کې نن د جون ۴مه، د مولوي ایاز نیازي د جنازې مراسم ترسره کېږي.

مولوي ایاز نیازی د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا و.

هغه د سې شنبې په ماښام تر لمانځه وروسته، له جوماته د وتلو په وخت کې په چاودنه کې ووژل شو.

په چاودنه کې یو شمېر نور ملکي وګړي هم چې جومات ته د لمانځه لپاره ورغلي وو، ووژل او زخمیان شوو.

د مولوي ایاز نیازي قتل وسله‌والو طالبانو غندلی او یو جنایت‌یې بللی دی.

د حملې مسئولیت لا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

د هرات حوزوي روغتون ۶۰ سلنه کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي

ارشیف

د هرات حوزوي روغتون مسئولان وایي، د دوی ۶۰ په ۱۰۰ کې کارکوونکي په 'کووېډ- ۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وایي، له همدې کبله دوی د روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخ شوي او که د کرونا پیښې زیاتې شي، روغتیایي خدمتونه به ټکني شي.

د هرات حوزوي روغتون شااوخوا زر تنه کارکوونکي لري.

د دغه روغتون د سوځېدنې څانګې ټول کارکوونکي کرونا نیولي، حال دا چې د مسؤلینو په خبره د انتاني څانګې سم نیمایي او د داخلې او جراحي څانګو ۳۰ سلنه پرسونل دا ویروس لري.

د هرات روغتیایي مسؤلان اوس لاس په کار شوي چې په رضاکاره ډول روغتیایي کارکوونکي وګماري.

چین له افغانستان سره د روغتیایي وسایلو او خوراکي موادو مرسته کوي

حنیف اتمر سره په کابل کې د چین سفیر لیدنه

چین ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د کرونا ویروس د مبارزې په خاطر د روغتیایي وسایلو او خوراکي موادو مرستې وکړي.

دا ژمنه په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره پرون د کتنې پر مهال په کابل کې وکړه.

پیکنګ دا ژمنه په داسې حال کې کړې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۱۷ زرو اوښتې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح پرون په کابل کې رسنیو ته د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د مثبتو پېښو په اړه معلومات ورکړل.

دی وايي: "۷۵۸ مثبت واقعیات تثبیت شوي ۲۴ وطنوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۸ تنه جوړ شوي دي. په مجموعي توګه تر اوسه په افغانستان کې ۱۷،۲۶۱ مثبتې پېښې لرو، ۲۹۴ وفات شوي او ۱،۵۲۲ جوړ شوي دي."

تېره میاشت په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې تر زرو لږ اوښتې وې چې د چین د ۷۰۲ ټنه روغتیایي وسایلو مرسته کابل ته ورسېده.

د چین سفیر ونه‌ویل چې د پیکنګ نوې مرسته به څومره وي او کله به کابل ته رسېږي.

غني د عامې روغتیا، ښار جوړولو او ښځو وزارتونو سرپرستان معرفي کړل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسشر محمد اشرف غني د عامې روغتیا، ښار جوړولو او ښځو چارو وزارتونو ته سرپرستان رسماً معرفي کړل.

محمود کرزی د ښارو جوړولو د سرپرست وزیر په توګه، محمد جواد عثماني د عامې روغتیا سرپرست وزیر په توګه او حسینه ساپۍ د ښځو چارو سرپرست وزیرې په توګه معرفي شوي دي.

دا کسان پرون ناوخته معرفي شول او په ورته وخت کې اجمل احمدي د افغانستان بانک رئیس وټاکل شو.

وروسته تر دې چې د مارچ په ۹مه، اشرف غني د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل، له بل کاندید عبدالله عبدالله سره اختلافات د دې باعث شول چې د وزیرانو ټاکنه وځنډېږي.

له ډاکتر عبدالله سره د مې په ۱۷مه د سیاسي توافق تر لاسلیک وروسته دا د څو سرپرست وزیرانو د رسمي معرفي لومړی ګام دی.

د کابل امنیت لپاره د ګډو ځواکونو عمومي قومانداني پرانیستل شوه

ارشیف

د کابل د امنیت لپاره د ګډو ځواکونو عمومي قومانداني د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شوه.

په دې قوماندانۍ کې د امنتي او دفاعي ځواکونو ارګانونه شامل دي چې د کورنیو چارو د وزارت، د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست یو یو استازی به‌یې د مرستیال په توګه چارې مخته وړي، مشر یې د کابل امنیه قوماندان امان‌الله واحدي ټاکل شوی دی.

چارواکي وایي چې ګډه قومانداني به د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ لپاره هڅې کوي او له جرمونو سره به مبارزه کوي.

دا عمومي قومانداني په داسې وخت کې جوړه شوې ده چې د کابل په ښار کې جرمونه زیات شوي او خلک شکایت لري.

پکتیا سيمه‌ييز چارواکي: د سید کرم امنیه قوماندان د ماین چاودنه کې وژل شوى

د پکتیا ولایت نقشه

د پکتیا د سید کرم ولسوالۍ امنیه قوماندان، څارمن همایون د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د سید کرم ولسوال محمد شریف کلیوال نن، د جون په ۳مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې چاودنه تر لمرخاته مخکې شوې ده.

د پېښې مسئولیت لا چا نه‌دی اخیستی.

د پکتیا امنیه قومانداني هم په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

ولسمشر غني وزیر اکبر خان کې د پرونۍ پېښې په اړه د څېړنې امر وکړ

محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د وزیر محمد اکبرخان مېنې په جومات کې د پرونۍ چاودنې په اړه د څېړنې ځانګړې کمېټه ټاکلې ده.

پرون مازدیګر په چاودنه کې د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا او په پېژندل شوی دیني لارښوود، محمد ایاز نیازی ووژل شو.

په چاودنه کې یو شمېر ولسي خلک هم چې د لمانځه لپاره جومات ته ورغلي وو، وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د ارګ خبرپاڼه چې نن، د جون په ۳مه، خپره شوه، وايي چې د شپږ کسیز څېړونکي پلاوي مشري د حج او اوقاف وزیر عبدالحکیم منیب کوي.

د افغانستان د علماو د سراسري شورا، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست استازي د پلاوي غړي دي.

د چاودنې مسئولیت لا کومې ډلې نه‌دی منلی.

وسله‌والو طالبانو ویلي چې په وزیر محمد اکبرخان مېنه کې پر جومات پرونۍ حمله یو جنایت دی.

خو د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال، امر الله صالح ویلي چې په داسې کارونوکې تر دې وړاندې تل وسله‌والو طالبانو لاس درلود.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG