د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

د معصومو قرباني ماشومانو نړیواله ورځ؛ 'افغانستان د ماشومانو لپاره ناامن هېواد'


ارشیف، لغمان کې په یوه چاودنه کې ټپي شوي ماشومان.
ارشیف، لغمان کې په یوه چاودنه کې ټپي شوي ماشومان.

د جون میاشتې څلورمه/ د جوزا ۱۵مه نېټه له تاوتریخوالي د معصومو قرباني ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

‎په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د دفاع بنسټونه وایي لا هم افغان ماشومان د جګړو او تاوتریخوالي قربانیان دي.

‎په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره (Save the children) وایي ۲۰۱۹ او د ۲۰۲۰ کال لومړي وختونه د افغان ماشومانو لپاره خونړي کلونه وو.

‎د دغو ماشومانو له ډلې ۱۵ کلنه سکینه وايي یو نیم کال وړاندې په پکتیا ولایت کې یې پښه په یوه انتحاري حمله کې ژوبله شوه او اوس معلوله ده.

۲۰۱۹ او د ۲۰۲۰ کال لومړي وختونه د افغان ماشومانو لپاره خونړي کلونه وو.

‎سکینه زیاتوي: "اوس مې یوه پښه فلج ده داسې احساس کړم چې دا یوه پښه مې هېڅ نه‌شته، د شپې له مخې ‌‌‌‌‌‌ډېر درد کوي، سمه په لاره تللی نه‌شم په ښوونځي کې په درېیم ټولګي کې وم، خو اوس نه ښوونځي او نه هم مدرسې ته تللی شم."

‎سکینې دوی له دغې پېښې وروسته کابل ته راکډه شول.

‎دا اوس له خپل زاړه پلار او مور سره د بې‌ځایه شویو په یو کمپ کې له کمزوري اقتصادي حالت سره ژوند کوي.

‎سکینه په هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله د قرباني شویو ماشومانو یوه بېلګه ده.

‎د جون میاشتې څلورمه له جګړو او تاوتریخوالي د معصومو قرباني ماشومانو ورځ د ملګرو ملتونو له لوري د سکینې په شان له جګړو قرباني ماشومانو ته ځانګړې شوې ده.

یو افغان ماشوم چې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ټپي شوی او د درملنې لاندې دی.
یو افغان ماشوم چې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ټپي شوی او د درملنې لاندې دی.

ملګرو متلونو دغه ورځ د ۱۹۸۲ کال د اګسټ میاشتې په ۹مه نېټه هغه مهال چې د اسرائیلو په جګړو کې فلسطیني او لبناني ماشومان قرباني شول، د جون څلورمه ڼېټه‌یې له جګړو او تاوتریخوالي د معصومو ماشومانو د ورځې په نوم ونوموله.

‎په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب بنسټونه، هغه هېواد چې له څلورو لسیزو په‌کې جګړه روانه ده او د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو نا امنه هېواد بلل کېږي، د همدې ورځ د نمانځنې په پلمه یو ځل بیا یې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

‎په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره (save the children) وایي چې په ۲۰۱۹ او د ۲۰۲۰ کال په لومړیو میاشتو کې جګړو یو وار بیا زور اخیستی چې تر ټولو زیاته قرباني په‌کې ماشومان ورکوي.

‎د دغې ادارې ویاندې مریم عطایي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د ۲۰۲۰ کال لومړۍ میاشتې یعنې مارچ، اپرېل او مې د ماشومانو لپاره خونړۍ ورځې وې، موږ د تېر ۲۰۱۹ کال په پرتله په اپرېل او مې میاشت کې د ماشومانو د قربانۍ لوړه کچه درلودله."

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې وژل شوي ۱۵۰یې ماشومان وو.

‎په افغانستان کې له ماشومانو د خوندیتوب دغه نړیواله اداره د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې له ملکي خلکو په ځانګړې توګه له ماشومانو دې ساتنه وکړي.

‎په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دفتر په خپل تازه راپور کې چې د ثور میاشتې په وروستیو کې خپور شو ویلي چې له ۵۳۰ ملکي وګړو چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې وژل شوي ۱۵۰یې ماشومان وو.

کابل ښار کې یو شمېر ماشومان پلاستیکي خلطې پلوري.
کابل ښار کې یو شمېر ماشومان پلاستیکي خلطې پلوري.

د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب بنسټونه وایي چې د جګړو ترڅنګ افغان ماشومان له نښتو او تاوتریخوالي لکه له درنو کارونو، ګدایۍ، کډوالۍ، قاچاقو، له هغوی د جنسي ګټې اخیستنې او ګڼو نورو مسایلو ځورېږي.

‎د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي په دغه هېواد کې په زیاتو مواردو کې د افغان ماشومانو حقونه نقض شوي دي.

‎د دغه کمېسیون د ماشومانو برخې مشر نجیب‌الله ببرک‌زی وايي: "په ټولو مواردو کې د ماشومانو حقونه نقض شوي لکه په هوایي بمباریو کې یا هم د سړک غاړو ماینونو چاودنو، د غیر مسؤله وسله‌والو په نښتو کې ماشومان وژل کېږي او د همدوی ژوند له ګواښ سره مخ وي."

‎له دې سره د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مني چې له ماشومانو د ملاتړ په برخه کې لازم کار نه‌دی شوی.

‎د دغه وزارت له ماشومانو د ملاتړ برخې مشر نجیب‌الله اخلاقي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د ماشومانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د حکومت لومړیتوبونه او اړتیا نړیوال مرستندویانو ته ارزښت نه‌لري، له بل اړخه موږ د پراختیایي بودجې له کمبود سره مخ یو، نو ځکه هغه ماشومان چې په جګړو کې معلول شوي او یا هم نورو معلولینو ته لازمه کار نه‌دی شوی."

له ماشومانو د ملاتړ په برخه کې لازم کار نه‌دی شوی.

‎له دې سره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دې باور دی چې د جګړو د ښکېلو اړخونو له لوري د نړیوالو قوانینو په پام کې ساتل او د ماشومانو د خوندیتوب او ملاتړ بنسټونو له هڅو سره کېدای شي چې د جګړو او له تاوتریخوالي د قربانیو کچه راټیټه شي.

XS
SM
MD
LG