د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

د کرونا وبا میلیونونه میندې او نوي زېږېدلي ماشومان له خطر سره مخ کړي


نوی زېږېدلی ماشوم
نوی زېږېدلی ماشوم

د کرونا ویروس د خورې شوې وبا له کبله پر روغتیایي سیستمونو فشارونو میلیونونه میندې او نوي زېږېدلي ماشومان له خطر سره مخامخ کړي دي.

یونېسف په یوه تازه راپور کې په دې اړه د اندېښنې ترڅنګ ویلي چې اټکل شوی د 'کووېډ-۱۹' وبا د اعلان له پیل څخه تر ۹ میاشتو پورې په ټوله نړۍ کې ۱۱۶ میلیونه نوي ماشومان وزېږي چې ۲۹ میلیونه به‌یې په جنوبي اسیا کې وي.

د یونېسف د راپور سره سم په دې حوزه کې د روغتیایي خدماتو او پرسونل کموالی به دغه نوي ماشومان او میندې له سخت وضعیت سره مخامخ کړي.

د یونېسف د ارزونې له مخي هند، پاکستان، بنګله‌دېش او افغانستان د جنوبي اسیا هغه هېوادونه دي چې ښایي دغه ۲۹ میلیونه نوي ماشومان په‌کې وزېږي.

افغانستان هم یو له دغو هېوادونو دی چې د یونېسف د اټکل له مخې د یو میلیون نویو ماشومانو د زېږون اټکل په‌کې شوی دی.

په یادو هېوادونو کې به د یونېسف د اټکل له مخې په هند کې تر ټولو ډېر نوي ماشومان وزېږي چې شمیر یې ۲۰ میلیونه ښودل شوی، خو د لېست په ترتیب سره شمېرې راکمېږي.

په افغانستان کې په همدې موده کې د یو میلیون نویو ماشومانو د زېږون اټکل شوی، خو د یونېسف چارواکي په دې هېواد کې د کمزوري روغتیایي خدماتو څخه چې لا له وړاندې په ناسم وضعیت کې ول، اندېښنه ښیي.

د یونېسف د افغانستان څانګې د مدني مشارکتونو مسؤل احمد جان نوزادي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه شرایط چې (د کرونا) وبا رامنځته کړي دي، د دوی پر نورمال حالت اغېز کوي. په همدې خاطر زموږ هیله دا ده چې د امېندوارو ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو روغتیا ته باید ډېره پاملرنه وشي. په افغانستان کې له وړاندې هم روغتیایي سیستم بشپړ نه‌و او نیمګړتیاوې یې درلودې، دا زموږ جدي اندېښنه ده او پر ټولو خواوو غږ کوو چې د دغو میندو او ماشومانو ژوند ته ځانګړی پام وکړي."

پر سړک ناسته یوه افغان مېرمن او ماشوم‌یې
پر سړک ناسته یوه افغان مېرمن او ماشوم‌یې

که څه هم یونېسف د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د روغتیایي ادارو د سپارښتنو عملي کېدل یو ضروري اقدام ګڼي، خو خبرداری ورکوي چې دا محدودیتونه به ښایي ځیني حیاتي خدمات لکه ولادي څارنې ټکنۍ کړي او په دې سره به د میلیونونو امېندوارو ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې د یونېسف مسؤلین پدې هېواد کې دا وضعیت لاکړکېچن ځکه بولي چې د دوی په خبره ډېری کورنۍ د دودونو له مخې د امېندوارو ښځو د مراقبتونو چارې په منظم ډول مخته نه‌وړي.

ښاغلي نوزادي په دې اړه هم له خلکو وغوښتل چې د میندو او ماشومانو د ژوند اهمیت ته پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه باید ووایم ځیني منفي دودونه هم شته چې ډېر خلک ډاکترانو او کلینیکونو ته مراجعه نه‌کوي، هدف مې امېندوارې ښځې دي دا هم په یقیني ډول د یونېسف لپاره د اندېښنې وړ خبره ده."

سره له دې چې تر اوسه دا معلومه نه‌ده چې ایا د زېږون پر مهال د کرونا ویروس له مور څخه ماشوم ته انتقالېږي که نه، خو یونېسف په خپل نوي راپور کې ټولو امېندوارو ښځو ته سپارښتنه کړې چې په کرونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره دې ټول احتیاطي ګامونه واخلي.

په صابون لاس پریمنځل اړین دي.
په صابون لاس پریمنځل اړین دي.

د روغتیا پالانو سپارښتنه دا ده چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره باید ټول وګړي له یو بل څخه فاصله مراعات کړي، په یوه ځای کې د ډېرو کسانو له راټولېدو ډډه وکړي، لاسونه هره ورځ په وار وار په اوبو او صابون پریمینځي او مخصوصاً امېندوارې ښځې دې د امکان په صورت کې له انلاین روغتیايي مسؤلینو څخه سلا مشورې واخلي.

یونېسف دا هم ویلي چې حتی که مور په کرونا ویروس اخته شوې هم وي او یا مشکوکه وي، ماشومانو ته دې خپلې شیدې ورکړي، ځکه د دوی په باور د مور په شیدو کې د کرونا ویروس نه‌دی لیدل شوی، خو دا ضروري ګڼي چې ماشوم ته د شیدو ورکولو پر وخت دې ماسک حتماً واغوندي او د ماشومانو له اخیستلو دمخه دې، لاسونه ښه پریمینځي.

د جنوبي اسیا لپاره د یونېسف سیمه‌ییز مشر جین ګاف ویلي: "نه‌شو کولای پر هغه وضعیت چې په جنوبي اسیا کې د میلیونونو میندو، پېغلو نجونو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند ګواښي، سترګې پټې کړو."

XS
SM
MD
LG