د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د کرونا وبا په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری


د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي که چېرې هېوادونه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو بندیزونو نرمول په ډېر احتیاط او منظم ډول ترسره نه‌کړي، د بندیزونو د بېرته پیلېدو خطر شته.

د دې سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس د چهارشنبې په ورځ د ځینو اقداماتو لېست وړاندې کړ چې هېوادونه‌یې باید د قرنطین د لیرې کولو او یا نرمولو لپاره په پام کې ونیسي.

په دې اقداماتو کې د څارنې کنټرول او د روغتیایي سیستم چمتووالی هم شامل دي.

نوموړي په جنوا کې یوې غونډې ته دا هم وویل چې ترڅو د کرونا وبا ختمه شوې نه‌وي، په عادي ډول کارونو ته بېرته ورتګ ممکن نه‌دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر پر روغتیایي سیستم پانګونې ټینګار وکړ.

په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو اندازه او ورسره د مرګونو شمېر کم شوی دی.

له همدې امله اکثرو اروپايي هېوادونو لګېدلي محدودیتونه په تدریجي شکل راکم کړي او لا هڅې کوي چې اغېزمنې برخې سمې کړي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون او د ورلډومېټرس ادارې د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې تر ننه پورې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر شااوخوا درې میلیونه او اته لکو ته رسېدلی چې له ډلې یې یو میلیون او درې لکه کسان ژغورل شوي، خو نږدې ۲۶۴ زره تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG