د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

انډیپنډنټ: ښایي له افغانستانه د ټاکلي وخت مخکې امریکايي سرتېري ووځي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • سټارس انډ سټرایپس

په کابل کې پر یوه خصوصي ټلویزیون د شنبې د ورځې برید ته په پام چې مسئولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی، د طالبانو او د دې ډلې ترمنځ اړیکو ته امریکایي سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې پام اړولي او په یوه مطلب کې یې تردې سرلیک لاندې چې د طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش ترمنځ د اړیکو په اړه متضادې ارزونې د سولې په وړاندې پرخنډونو دلالت کوي، کتنه کړې ده.​

د خورشید ټلویزیون پر کارکونکو د شنبې د ورځې په برید کې د دې ټلویزیون یو خبریال او د تخنیک د برخې یو کارکونکی ېې ووژل شول او اوه تنه نور ژوبل شول.​

داعش پر دغه برید سربېره په دې وروستیو کې په کابل کې پریوه روغتون له برید پرته چې جګپوړو افغان چارواکو یې طالبان مسئول بللي و، د ډېرو نورو خونړیو بریدونو مسئولیت هم اخیستی دی.​

سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د حکومت د جګپوړو چارواکو دغې ادعاوې چې طالبان او په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه د حملو په ترسره کولو کې له یو بل سره همکاري کوي او دواړه د روزنې له ګډو شریانونو کاراخلي، هغه اوږده فرضیه چې په رسمي توګه د سولې د خبرو د پیلېدو پرمختګونه ګواښي، لا پیاوړي کوي.​

که څه هم طالبان دغې ادعاوې چې ګواکې له داعش سره اړیکی پالي ردوي خو افغان چارواکو په کراتو کراتو ویلي چې دا طالبان دي چې دې ډلې ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.​

د کابل پرروغتون د وروستي خونړي برید په اړه ورته ادعاوې بیا جګپوړو افغان چارواکو تکرارکړې چې د سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې د مطلب لیکوال ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب څرګندونې د پام وړښکاره شوي.

ښاغلي محب د طالبانو ملاتړي ګرم بللي چې د ده په وینا اوس د تروریزم لپاره نورې ډلې ګوماري.​

خو امریکایي چارواکو چې له طالبانو سره یې د سولې تړون لاسلیک کړی د داعش او طالبانو د اړیکو په اړه له ادعاو سره مخالفت څرګند کړی او په دې اړه یې شواهد کمزوري بللي دي.

په هغه تړون کې چې د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې لاسلیک شوی، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په بدل کې له طالبانو د دې ضمانت اخیستل شوی چې د داعش په ګډون به له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي او نه به پرېږدې چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې د امریکا او نورې نړۍ پرضد د بریدونو لپاره کار واخلي.​

پر طالبانو سربېره چې له داعش سره د اړیکو پاللو ادعاوې یې ردکړي، د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په ښکاره په یوه ټویټ کې د افغان چارواکو د ادعا په ردولو سره په کابل کې پر روغتون د دغه وروستي برید مسئوله داعش ډله بللې وه.​

جاني والش چې د امریکا د سولې په انسټېټوټ کې د افغانستان د چارو کتونکی دې وایي ښایې په ټیټه کچه د دواړو ډلو د یو شمېر سیمه ییزو قومندانانو ترمنځ چې ځانونه یو بل دښمن نه بولي همکاري موجوده وي خود ده په وینا په ټوله کې طالبان او داعش دوه جلا ډلې دي چې کلونه کلونه یود بل په وړاندې جنګیدلې.

داعش د نړیوال جهاد لپاره راپاڅېدلې اوطالبان هم خپل فعالیت یواځې په افغانستان پورې محدود بولي.​

د نړیوالو کړکېچونو په ټولنه کې د افغانستان د چارو څېړونکی اندرې واټکینس وایي، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو نښو ته په پام، دغه تیوري چې طالبان او داعش له یوبل سره تړي، د هغه ژور اختلاف څرګندونه کوي چې دواړه لوري، د افغانستان او متحدو ایالتونو حکومتونه یې په خپلو کې لري.​

د بین الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره وروستیو پرمختګونو ته په پام د دې هیلې زیاتې شوي چې ښایي دغه خبرې رسماً پیل شي، خو د چارو یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې د هغو کارونو ترسره کولو ته که کلونه نه بلکې میاشتې میاشتې پکار دي چې د سولې دغه بهیر یوې نتیجې ته رسوي.​

  • انډیپنډنټ

​بریتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع ته پام اړولی او په یوه برخه کې یې په دوحه کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ د سولې لاسلیک شوي تړون ته په اشاره لیکلي چې د دغه تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه د راتلونکي میلادي کال له نیمایي مخکې له افغانستانه وځي خو د لیکوال په باور ښایي هغه له ټاکلې وخت مخکې له افغانستانه ووځې ځکه ولسمشر ټرمپ به ښایي د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې چې ټاکل شوې د روان کال د نومبر په درېیمه نېټه ترسره شي، اعلان کړي چې ټول ځواکونه یې له افغانستانه وایستل.​

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې بېرته خپل هېواد ته د سرتېرو د ستنولو خبره وکړه او ویې ویل چې هلته به وضعیت له نژدې څاري او که یې اړتیا ولیدل شيلکه د تندر په څېر به داسې حمله وکړه چې ساری یې نه دی لیدل شوی.​

د انډیپنډنټ په لیکنه پنتاګون پر دې خوښ نه دی خو که امریکایي ځواکونه په افغانستان کې چې د لیکوال په باورد ناکام حضور یې څه کم دوه لسیزې پوره کېږي، څو میاشتې نور پاتې شي، دا به څه درد دوا کړي.​

په افغانستان کې یوه جوړجاړي ته تر رسېدو مخکې له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو وتل د چارو اکثره افغان کتونکي، د دې هېواد د امن او سولې د هڅو په زیان بولي. ​

XS
SM
MD
LG