د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

یو اېس اې ټوډې: د سولې د خبرو په درولو سره به د امریکايي سرتېرو وژنه زیاته شي


اکثرو لوېدیځو رسنیو د افغانستان د سولې د خبرو د درېدلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ټایم:

ټایم مجلې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ په خپل یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې نوموړي واشنګټن ته نېږدې په ډیوېډ کمپ کې خپله یوه پټه لیدنه چې ټاګل شوې وه د طالبانو له مهمو مشرانو سره یې ولري، لغوه کړه او د سولې خبرې یې ودرولې.

مجله وايي چې د ولسمشر دا پیغام حیرانوونکی و، ځکه دا د دې مانا رسوونکی دی چې نوموړی چمتو و چې پر امریکا د سپټمبر د یولسمې نېټې د ترورېستي بریدونو له کلیزې څو ورځې مخکې طالبانو ته هرکلی ووايي.

ټایم لیکي چې د دغو حملو په دوام امریکايي ځواکونه افغانستان ته ولاړل، ځکه طالبانو د القاعده شبکې مشرانو ته چې د دغو ترورېستي حملو مسؤلین وو، پناه ورکړې وه.

ټایم دا هم لیکلي چې د افغانستان په جګړه کې په تېرو ۱۸ کلونو کې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

مجله زیاتوي چې د خبرو لغوه کول د ټرمپ د دې ژمنو خلاف عمل دی چې ویلي یې وو، له افغانستانه به خپل له ۱۳ تر ۱۴ زرو پورې سرتېرې وباسي او په دغه اتلس کلنه جګړه کې د امریکا رول ته به د پای ټکی ږدي.

تایم لیکلي چې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره له څو میاشتو خبرو وروسته په دې وروستیو کې وویل چې د امریکا د تر ټولو اوږدې بهرنۍ جګړې د ختمولو لپاره طالبانو سره د یوې هوکړې په درشل کې دی.

خو د مجلې په خبره، ولسمشر ټرمپ د افغان حکومت او د خپل ملاتړي سناتور لیندسي ګراهام په شمول د کانګرس د ځینو غړو له خوا له دې امله تر فشار لاندې و چې په طالبانو اعتماد نه لري او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل مخکې له وخته دي.

یو اېس اې ټوډې:

یو اېس اې ټوډې ورځپانې لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له طالبانو سره خبرې د اوس لپاره له منځه تللي دي.

ورځپاڼه لیکي، دا په داسې حال کې ده چې طالبانو خبرداری ورکړی چې د امریکا له خوا د سولې د خبرو په درولو سره به د امریکايي سرتېرو وژنه زیاته شي.

ورځپاڼې سي اېن اېن ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو په حواله لیکلي: طالبانو هڅه وکړه چې په افغانستان کې په ترورېستي بریدونو سره په مذاکراتو کې یو امتیاز خپل کړي.

نوموړي ویلي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو په حمله کې چې د یو امریکايي سرتېري په شمول دولس کسان په کې ووژل شول، ولسمشر ټرمپ دې ته اړ کړ چې په ډېوېډ کمپ کې د طالبانو له مهمو مشرانو سره خپل پټ لیدل لغوه کړي.

پامپیو ویلي، دا منطقي نه وه چې د طالبانو د دا داشان یو بد چلند په وړاندې دوی ته هرکلی وویل شي.

ورځپاڼې لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه شان ویلي، که چېرې طالبان خپل حسن نیت وښيي، تاوتریخوالی راکم کړي او د القاعده ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې کړي، په هغه صورت کې امکان لري چې ولسمشر ټرمپ له دوی سره خبرې له سره پیل کړي.

XS
SM
MD
LG