د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

وال سټریټ ژورنال: پومپیو یوه ژغورونکي ډیپلوماتيک مأموریت کې افغانستان ته رسېدلی


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې

ګڼو نړیوالو رسنیو په خپلو اخري ګڼو کې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو سفر ته پام کړی دی.

  • ګاردین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، "پومپیو د افغانستان د سولې کم‌رنګه شویو خبرو د پر مخ بیولو لپاره کابل ته تللی دی."

د مقالې د لیکوال په لیکنه، په داسي حال کې چې د نړۍ ډېری هېوادونو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر سفرونه محدود کړي، د افغانستان د سولې د بهیر د دوام لپاره هڅې جاري دي.

د ګارډین په لیکنه، پومپیو کابل ته د خپل بېړني سفر پر مهال د سولې د موافقه‌لیک د پرمختګ هڅې کوي چې تېره میاشت د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په دوحه کې لاسلیک شوه.

د دې توافق تر لاسلیک وروسته د افغانستان د سولې پروسه د دې هېواد د مشرانو ترمنځ د انتخاباتو تر نتایجو وروسته د سیاسي لانجو له کبله درېدلې ده.

ګارډين د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو او د ده د سیاسي سيال عبدالله عبدالله مراسمو ته پام کړی چې ځان‌یې د ولسمشر په توګه اعلان کړ.

د مقالې په وینا، ویل کېږي پومپیو کابل ته د سفر پر مهال د هغه سیاسي بنست د ختمولو هڅه کړې چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل مخه‌یې ډب کړې ده.

دا خبرې د سولې په موافقه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي، هغه توافق چې خپل هېواد ته د امریکايي ځواکونو د ستنېدو او افغانانو لپاره د سولې یو فرصت ګڼل کېږي.

ګارډين له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو ته هم اشاره کړې ده او لیکلي‌یې دي چې دوی له مخکې وتل پیل کړي او د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع د بین‌الافغاني خبرو په بریالیتوب پوري نه، بلکې په هغو ژمنو پورې اړه لري چې طالبانو د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې کړي دي. یعنې دوی ویلي چې د داعش غوندې ترورېستي ډلو ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې د هېڅ بل هېواد پر وړاندې استفاده وکړي.

ګارډين ورځپاڼه لیکي، له دې هم ښکاري چې کابل ته د پومپیو سفر څومره ضروري وو چې ده په خپل هېواد کې دننه دوه سفرونه د کرونا ویروس د تهدید له کبله لغوه کړي وو.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم په خپله اخري ګڼه کې کابل ته د مایک پومپیو سفر ته پام کړی او په دې عنوان‌یې يوه مقاله خپره کړې ده، "پومپیو په یوه ژغورونکي ډیپلوماتيک مأموریت کې افغانستان ته رسېدلی دی."

د ورځپاڼې په لیکنه، پومپیو کابل ته د نه‌اعلان شوي سفر پر مهال د هغو سیاسي لانجو د حل هڅې کړي چې له افغانستانه‌یې د امریکايي سرتېرو د وتلو پروسه زیانمنه کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، پومپیو هڅې کوي چې له طالبانو سره د خبرو پروسه چټکه شي.

  • ټایم

ټایم مجلې هم د پومپیو سفر ته اشاره کړې او لیکلي‌يې دي "چې پومپیو افغانستان ته په داسې حال کې تللی چې د نړۍ مشرانو خپل سفرونه محدود کړي دي."

ټایم په افغانستان کې تر انتخاباتو وروسته جنجالونو ته اشاره کړې چې د سولې پروسه‌یې درولې.

د ټایم مجلې په راپور کې راغلي چې د افغانستان د دفاعي ځواکونو د مصارفو په ګډون امریکا هر کال میلیاردونه ډالره بودجه افغانستان ته ورکوي. په مقاله کې راغلي چې افغانستان حتی د خپلې بودجې د څلورمې برخې د بشپړولو توان نه‌لري چې دا موضوع پومپیو ته فرصت ورکوي چې دواړه مشران اړ باسي پر سیاسي بنست غښتلي شي.

XS
SM
MD
LG