د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د افغان حکومت مرکچي پلاوی: طالبانو سره د اوربند د دوام هڅې روانې دي


ارشیف، د ۱۳۹۷ کال کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند
ارشیف، د ۱۳۹۷ کال کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند

بالاخره د کوچني اختر لپاره تر درې ورځني اوربند وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند تمدید شوی او که نه؟

دا هغه پوښتنه ده چې د دغه راپور تر خپرېدو پورې حکومت او طالبانو نه‌ده ځواب کړې، خو د کومې امنیتي پېښې راپور هم نه‌دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي ځیني غړي وايي، له طالبانو سره د اوربند د دوام او د مذاکراتو د پیل لپاره هڅې روانې دي.

د دغه پلاوي له ډلې فوزیه کوفي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۷» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې طالبان باید د افغان حکومت د انعطاف په وړاندې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

مېرمن کوفي زیاتوي: "اوس د دې وخت دی چي طالبان مذاکرات پیل کړي او اوربند وغځوي او د حکومت له نېک نیت نه ګټه واخلي، هڅې پر دې دي چې اوربند اوږد شي او مذاکرات پيل شي، باور لرم چې امریکا هم علاقه لري دغه بهیر له تاوتریخوالي پرته بریالی پای ته ورسېږي، زه فکر کوم، د طالبانو په وړاندې له دې زیات انعطاف به د دغې ډلې دریځ بدل کړي."

مېرمن کوفي ټینګار کوي چې رامنځته شوی فرصت باید له لاسه ونه‌وځي او د دې وخت رارسېدلی چې د سولې خبرې پیل شي.

د کوچني اختر به مناسبت د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اوربند موده بېګاه شپه ۱۲:۰۰ بجې پای ته رسېدلې.

په افغان حکومت کې یوې معتبرې امنتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د نن ورځې تر ۱۲ بجو پورې د حکومت او طالبانو ترمنځ هېڅ کومه جګړه نه‌ده شوې.

له دې سره په خوا کې افغان ولسمشر د کوچني اختر له لمانځه وروسته د طالبانو د اوربند په غبرګون کې اعلان کړی و چې د طالب زندانیانو د ازادېدو بهیر په چټک کړي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اختریزه وینا
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اختریزه وینا

په داسې حال کې طالبانو د اختر په ورځو کې هېڅ بندي نه‌دی ازاد کړی، خو افغان حکومت د اختر په ورځو کې ۱،۰۰۰ طالب زندانیان ازاد کړل چې له دې سره د ټولو ازاد شویو طالب زندانیانو شمېر ۲،۰۰۰ ته لوړ شو.

خو اوس داسې اندېښني دي چې که طالبان اوربند تمدید نه‌کړي او بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شي، بین‌الافغاني مذاکرات به ورسره وځنډول شي او ازاد شوي طالب زندانیان به د دوی لیکې پیاوړې کړي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون رئیس میر حیدر افضلي وايي چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره به مذاکرات ونه‌شي او که جګړه پيل شي، نو افغان سرتېرو او طالبانو سره په خوا کې به عام وګړي هم ووژل شي.

ښاغلی افضلي زیاتوي: "که له اوربند وروسته طالبان د جګړو لیکو ته ولاړ شي، په درنه بیه به تمامه شي، که چېرې ازاد شوي طالبان جګړو ته ستانه شي، زیات زیان رسوونکي به وي، خو بیا هم حکومت انعطاف ښکاره کړی، سوله په زاریو نه‌راځي، په دې معنی چې حکومت دې انعطاف ښکاره کوي او طالبان دې په جګړې ټینګار کوي، په دې صورت کې اړینه ده چې امنیتي ځواکونه دې هم په یرغلیز حالت ته راشي."

له بګرام زندانه تازه خوشې شوي طالب بندیان
له بګرام زندانه تازه خوشې شوي طالب بندیان

دا چې له اوربند وروسته به افغان ځواکونو ته د تهاجمي حالت سپارښتنه وشي کنه، په دې اړه څه نه‌دي ویل شوي او دا چې طالبان به هم اوربند تمدید کړي کنه، دوی هم په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

خو تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په کابل کې خبریالانو ته وویل، که طالبان اوربند تمدید او یا تاوتریخوالی کم کړي، حکومت هم چمتو دی چې ورته اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG