د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

۹۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شول


تازه خوشې شوي طالب بندیان
تازه خوشې شوي طالب بندیان

افغان حکومت ۹۰۰ طالب بندیان خوشي کړل.

دا زندانیان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي فرمان له مخې پرون د سې شنبې په ورځ راخوشې شول. حکومت د دوشنبې په ورځ هم ۱۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي وو.

ولسمشر غني د طالبانو د درې ورځني اوربند تر اعلان وروسته د دغو بندیانو د راخوشې کولو امر وکړ.

د طالب زندانیانو او د افغان حکومت اړوندو کسانو راخوشې کولو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقه لیک له مهمو ټکو یو دی چې دواړو لورو د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په قطر کې لاسلیک کړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، که طالبان اوربند وغځوي، حکومت به نور طالب زندانیان هم راخوشې کړي.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل د سې شنبې په ماښام ازادي راډيو ته په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د سلګونو طالب زندانیانو له راخوشې کېدو سره به طالبان هم خپله ژمنه عملي کړي.

جاوېد فیصل زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د ژر پېلېدو په ګډون د سولې د هڅو د بریا لپاره نن ۹۰۰ طالب زندانیان ازاد کړل."

د افغانستان د ملي امینت شورا ویاند جاوېد فیصل
د افغانستان د ملي امینت شورا ویاند جاوېد فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې دوی هیله لري طالبان هم د سولې په برخه کې کړې ژمنې پوره کړي.

ښاغلي فیصل همداراز زیاته کړه چې که طالبان د افغانانو له غوښتنې سره سم د اوربند د غځولو اعلان وکړي، افغان حکومت به نه‌یوازې اوربند ته دوام ورکړي، بلکې د طالبانو نور بندیان به هم خوشې کړي.

په همدې حال کې د قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه د حکومت له‌خوا د ۹۰۰ طالب زندانیانو د راخوشې کېدو هرکلی کړی دی.

ده د سې شنبې په ماښام پر ټويټر پاڼه لیکلي "د مقابل جهت له‌خوا د ۹۰۰ بندیانو خلاصون یو ښه پرمختګ دی. اسلامي امارت به هم ډېر ژر یو ښه تعداد بندیان خوشې کړي."

خو سهیل شاهین د اوربند د غځېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ارګ: که طالبان د سولې لپاره یو ګام واخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی

د طالبانو د روان اوربند دوام لپاره د افغانستان حکومت هڅه

افغان حکومت او متحدان‌یې د طالبانو له‌خوا پر تل‌پاتې او پراخ اوربند ټينګار کوي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په افغانستان کې د اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده او پر طالبانو یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو وړاندیز ومني.

د سې شنبې په ماښام د دغې ټولنې په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د راخوشې کولو په برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اقدامات ستايي او له طالبانو غواړي چې هغوی دې هم له ژمنې سره سم د حکومت بندیان راخوشې کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مأموریت مشر رولاند کوبیا
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مأموریت مشر رولاند کوبیا

اعلامیه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د مأموریت د مشر رولاند کوبیا له قوله زیاتوي، "که څه هم د درېیو ورځو اوربند هڅوونکی اقدام دی، خو دا یوازې یو موقتي ارامي ده. د تل‌پاتې سولې لپاره باید د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ په دا ډول اقداماتو سره د اعتماد فضا رامنځ‌ته شي، نه په تاوتریخوالي سره د بین‌الافغاني خبرو ځنډېدل هېڅ لامل نه‌لري."

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم په یوه اعلامیه کې د سې شنبې په ماښام د اختر په ورځو شپو کې د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې طالبان دې د افغان حکومت اقدام ته په ورته عمل سره د حکومت بندیان راخوشې کړي چې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

طالبانو د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ او خپلو وسله‌والو ته‌یې لارښوونه وکړه چې دفاعي حالت خپل کړي.

خوست کې د کوچني اختر لمانځنه
خوست کې د کوچني اختر لمانځنه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو د دې اقدام هرکلی وکړ او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‌‌یې امر وکړ چې پوځي عملیات ودروي او د اختر په درې ورځو کې دفاعي حالت غوره کړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG