د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د افغان حکومت له لوري په يوه ورځ د شاوخوا ۹۰۰ طالب بندیانو خوشې کول


ارشیف، د افغان حکومت له لوري د طالبانو خوشې شوي بندیان
ارشیف، د افغان حکومت له لوري د طالبانو خوشې شوي بندیان

د افغانستان ملي امنیت شورا وایي نن به شاوخوا ۹۰۰ طالب بندیان له بنده ازاد شي.

دغه زندانیان به د افغان حکومت د تازه پرېکړه له مخې چې ۲،۰۰۰ طالب بندیان به ازاد کړي، له بګرام او پلچرخي زندانه خوشې کېږي.

د دغه شورا د سولې او ملکيانو د خونديتوب د برخې رئیس انتظار خادم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۶» ازادي راديو ته د دې مطلب د څرګندولو تر ترڅنګ وویل، په دې شمېر طالب بندیانو په خوشې کېدو سره به د سولې لپاره لار نوره هم لنډه شي.

ښاغلی خادم زیاتوي: "د ولسمشر د حکم پر بنسټ نن به سلګونه یعنې شاوخوا ۹۰۰ طالب بندیان خلاصوو، که څه تخنیکي نور مسایل وي وروسته به پرې خبرې وکړو، خو د اوس لپاره پرېکړه همدا ده چې د افغانستان د سولې، د حکومت د حسن نیت او په ورته وخت کې سولې ته د ژمنتیا لپاره دا لوړ شمېر بندیان به ازاد شي تر څو موږ د سولې لپاره څو ګامه نور هم نږدې شو."

ښاغلی خادم وایي د افغان حکومت تمه دا ده چې طالبان هم د دوی بندیان له بنده ازاد کړي.

انتظار خادم
انتظار خادم

د ده په خبره تر اوسه د طالبانو له‌خوا ۲۴۵ افغان ملکي او نظامي بندیان ازاد شوي دي.

تېره ورځ هم افغان حکومت ۱۰۰ طالب بنديان خوشې کړل.

تر څو اوونیو سختو بریدونو او جګړو وروسته چې له امله‌يې د بنديانو د خوشې کولو او تبادلې لړۍ هم درېدلې وه طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ او ولسمشر محمد اشرف غني يې په غبرګون د اختر په لومړۍ ورځ د ۲ زرو نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو حکم وکړ.

وړاندې هم ولسمشر غني د ۱،۵۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو حکم کړی و چې بيا يې تر زرو طالب بندیان خوشې کړل.

له دې سره طالبان د افغان حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي.

د دغه ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې په مقابل کې په ورته تناسب دوی هم بندیان ازاد کړي.

د ښاغلي مجاهد په خبره چې هر څومره چې ژر دا ډول اقدامات د دواړو لورو نه کېږي هومره به بین‌الافغاني خبرو تر ژر زمینه برابره شي.

د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم مخکې له دې په خپله ټویټرپاڼه د ولسمشر غني له لوري د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو د پرېکړې هرکلی کړی و او لیکلي يې و چې په دې سره به د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د باور فضا رامنځته شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا غړی محمد امین وقاد وایي چې د بندیانو له تبادلې سره به ژر تر ژره د بین‌الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي.

ښاغلی وقاد زیاتوي: "لومړی دا چې دوه زره طالب بندیان ازاد شي او اوس دا چې په یو ځایي به ۹۰۰ طالبان خلاصېږي دا د نېکۍ پر سر نېکي ده چې ولسمشر وکړه او د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره‌یې دروازه خلاصه کړه، موږ یې هرکلی کوو، اوس له طالبانو هم غواړو چې هغوی دې هم بین‌الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، اوربند دې وکړي او چې مذاکرات پیل شي په هېواد کې دې هېڅ ډول حمله نه‌ترسره کوي."

محمد امین وقاد
محمد امین وقاد

د روان ميلادې کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېته د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې له مخې بايد افغان حکومت ۵،۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ بنديان ازاد کړي چې دا لړۍ عملاً پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG