د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

افغان حکومت او طالبان: روانه جګړه کې درانه مالي او ځاني زیانونه لرو


ملي اردو بلخ کې د عملیاتو پرمهال
ملي اردو بلخ کې د عملیاتو پرمهال

د افغانستان دفاع وزارت او طالبان وايي، روانه جګړه له دوی دروند ځاني او مالي باج اخلي.

که څه هم د جګړې دواړه خواوې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه معلومات نه ورکوي، خو وايي، چې د کوچنی اختر په اوربند کې به دغه زیانونه وروستي حد ته راښکته شي.

په افغانستان کې د کوچني اختر اوربند چې له عامو افغانانو سره په خوا کې د جګړې ښکېلې خواوې ځکه ورته خوشحاله دي، چې لږ ترلږ به یې ځاني او مالي زیانونه وروستي حد ته راښکته شي.

د افغانستان دفاع وزارت او طالبان تل یو بل ته د درنو ځاني او مالي زیانونو د اوړولو ادعاوې لري، خو د اوربند په شپو ورځو کې مني چې د جګړې له امله دوی درانه زیانونه او وړي.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په ورځني ډول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته اوښتو زیانونو په اړه کره شمېر نه ورکوي، خو مني چې زیانونه ورته اوړي.

فواد امان
فواد امان

فواد امان ددې وزارت وياند آزادي راډيو ته وويل: "له شک پرته په جګړه کې دواړو خواو ته تلفات اوړي، افغان ځواکونو ته ځاني او هم مالي زیانونه اوړي، د اوربند په شپو ورځو کې به افغان ځواکونو او طالبانو ته ځاني او مالي زیانونه نه اوړي."

دا په داسې حال کې ده چې د روژې په میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان کې جګړې زور واخیست، او د همدې میاشتې په لومړیو ورځو کې طالبانو په تخار کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو په برید کې ۱۸ افغان سرتېري ووژل.

د تېرې ثور میاشتې په ۲۲ په لغمان ولایت کې د طالبانو په برید کې ۲۲ افغان امنیتي سرتیري ووژل شول.

همداشان شا خوا شل ورځې وړاندې طالبانو په بلخ کې په افغان امنیتي ځواکونو برید وکړل، چې په پایله کې ۱۳ افغان سرتیري خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا شمېرې د دولتي سرچينو لخوا تاييد شوي.

بل خوا د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارکمېسیون چې د جګړې د لګښت او او نورې اړوند چارې سمبالوي وايي، چې هر ورځ په جګړه کې له سلو زیان افغانان وژل کېږي.

د دغه کمېسیون رئیس میر حیدر افضلي وايي، چې هره ورځ په افغان جګړه ۱۳ میلیونه ډالره لښګت راځي.

هغه زیاتوي: "په کلني ډول د افغانستان د جګړې مالي لګښت له پنځو میلیاردو ډالرو اوړي، که په ورځې یې وویشو، نو هر ورځ د جګړې لګښت ۱۳ میلیونه ډالره ده، په اوربند سره به موږ په درې ورځو کې څلوښت میلیونه ډالره سپمولي وي، له بدغه مرغه په افغانستان کې هره ورځ له ښلو زیات کسان په جګړه کې وژل کېږي، او همداشان له ۳۰ تر ۲۰ ملیکان هم وژل کېږي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنو بریدونو کې په یوشمېر ولایتونو کې لسکونو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښتې

طالبان مني چې په جګړه کې ورته مالي او ځاني زیانونه اوړي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو په پرتله د دوی ځاني او مالي زیانونو ۳سلنه ښکته وي.

مجاهدوايي، چې په منځي دول له درې تر اوو تنو تلفات لري.

په افغانستان کې روانه جګړه ۱۹ کلنه شوه، چې په دغه جګړه کې زرګونونوافغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

XS
SM
MD
LG