د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

کارپوهان: پر جوماتو او مذهبي ځایونو د بریدونو تر شا پاکستان او ایران لاس لري


تېر ماښام د پروان د مرکز چاریکار اړوند خلازايي کلي کې پر یوې دینې مدرسې او جومات په برید په کې ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
تېر ماښام د پروان د مرکز چاریکار اړوند خلازايي کلي کې پر یوې دینې مدرسې او جومات په برید په کې ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې پر جوماتونو بریدونو اندېښنې راپورته کړي دي.

بل‌خوا پوځي کارپوهان وايي، پر جوماتو او مذهبي ځایونو بریدونه د استخباراتي جګړې برخه ده او یو شمېر کړۍ غواړي په دې کار سره په افغانستان کې مذهبي او قومي جګړه پیل کړي.

د روژې میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په ۵ ولایتونو کې پر جوماتونو او لمونځ کوونکو بریدونه شوي.

پکتیا، کابل، ننګرهار، خوست او پروان هغه ولایتونه دي چې پر لمانځه ولاړ لمونځ کوونکي، ملا امامان او یا هم د جومات تر مخه ولاړ کسان په کې په نښه شوي دي.

د دې بریدونو په دوام، تېره ورځ په پروان او خوست کې لمونځ کوونکي او د روژه ماتې پر مهال ملکیان د وسله‌والو تر برید لاندې راغلل.

تېر ماښام د پروان د مرکز چاریکار اړوند خلازايي کلي کې پر یوې دینې مدرسې او جومات په برید په کې ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

همدا ډول د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ اړوند د یعقوبیو د ګرجک سیمه کې وسله‌والو کسانو په لمونځ کوونکو برید وکړ چې په کې ۳ کسان ووژل شول او یو ۱۲ کلن ماشوم ټپي شو.

د تېر په څېر د دې بریدونو مسئوليت هم چا نه دی منلی خو د کورنیو چارو وزارت یې د وسله‌والو طالبانو کار بولي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو طالبانو داشان تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې.

طارق ارین
طارق ارین

هغه زیاته کړه: "د افغانستان خلک او ټول پوهېږي چې د دې بریدونو لومړني مسوولان طالبان دي او که چېرې بیا دوی غواړي خپلې اوږې ترې سپکې کړي او نورې ډلې یې مسئولیت ومني، نو د دې بریدونو او تاوتریخوالي لپاره طالبانو زمینه برابره کړې ده."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړه او حکومت یې د دې بریدونو په کولو تورن کړ.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې لمونځ کوونکي او یا هم جوماتونه تر برید لاندې راځي، خو په دې وروستیو کې دا ډول پېښې ډېرې شوې دي.

بل‌خوا یو شمېر نظامي شنونکي په دې اند دي چې دا ډول بریدونه د ګاونډیو استخباراتي کړیو له‌خوا پلان او د وسله‌والو له‌خوا عملي کېږي.

شنونکي کابل خان تدبیر ازادي راډیو ته وویل، د دې بریدونو په کولو سره کورنۍ جګړې ته لمن وهل کېږي.

کابل خان تدبیر
کابل خان تدبیر

ښاغلی تدبیر زیاته کړه: "په واضحه ټکو درته وایم چې د دې بریدونو تر شاه پاکستان او ایران دي، دوی غواړي چې افغانان له یوه او بل سره وجنګېږي، که چېرته جنګ د افغانستان د ازادۍ لپاره وي، بیا نو په جومات او لمونځ کوونکي حمله پر کومه معنا ده."

پر ملکیانو بریدونو داسې مهال زور موندلی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم په خپل تازه راپور کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې.

د افغانستان حکومت د ملکي مرګ ژوبلې او وروستیو بریدونو وروسته، یرغلیز عملیات پیل کړي، خو تر خوا یې له طالبانو د اوربند غوښتنه هم کړې.

مګر د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا له خپلو وسله‌والو غوښتي چې لا کلک دریځ غوره کړي.

XS
SM
MD
LG