د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

ولسمشر غني: د هسکې مېنې د پېښې عاملین به جهنم ته ولېږو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په سفر کې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په سفر کې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته په خپل سفر کې د تېرې جمعې د ورځې په چاودنه کې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره غمشریکې وکړه، د دوی درد یې خپل درد وباله او د عاملینو د له منځه وړلو ژمنه یې وکړه.

له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیر خان یار، د کابینې ځیني غړي، د ولسي جرګې وکیلان او د ننګرهار د والي شاه محمود میاخېل په ګډون ځيني چارواکي ملګري وو.

ولسمشر زیاته کړه: "ستاسو په غم کې غمجن یم او په دې پوه شئ چې که د دې ولسوالۍ په هره برخه کې غم وي، زه به درسره غمجن یم، دا په ملې او نړیواله کچه یوه فاجعه وه، دا خلک باید ونیسو او جهنم ته يې ولېږو."

هغه په خپلو خبرو کې وویل، دغه چاودنه چې چا کړې او یا یې ورسره همکاري کړې، د ټولو اسلامي، بشري او افغاني اصولو خلاف کار يې کړی او دوی يې په کلکه غندي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "دا یوه کوچنۍ خبره نه وه، دا په یو وړوکي کلي کې یوه حادثه نه وه، دا د بشریت په مقابل کې، د اسلاميت په مقابل کې او د افغانیت او پښتونولۍ په مقابل کې یو بد عمل و او موږ يې ټول غندو."

قومي مشرانو په خپلو ویناوو کې له ولسمشره وغوښتل چې باید د شینوارو ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت، د ښونځیو د تعمیرونو په جوړولو، د څښلو پاکو اوبو او د روغتیايي اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.

ښاغلي غني هم ژمنه وکړه او ویې ویل چې د شینوارو په شپږو ولسوالیو کې به د ابادۍ او دلته د امنیت د ټینګښت لپاره به کوټلی پروګرام جوړ کړي چې ورسره به د داعش او طالبانو جرړې له دغو ولسوالیو اوباسي.

ولسمشر وویل: "مسؤلو ادارو ته مې خاص هدایت دی چې د شینوارو له خلکو سره ژرترژره ګډ کار وکړئ چې دا لمن د داعش، طالب او نورو ترورېستانو پاکه شي، ژرترژره، زه ان شاالله ستاسو د ښوونځیو تکمیلول غواړم، درېیمه مسئله د اوبو او کوهیانو وه، په سر سترګو، دا به محب صیب تعقیب کړي چې اړوند وزارتونه يې ترسره کړي."

ولسمشر غني د هسکې مېنې له ځايي خلکو سره د کتنې په حال کې
ولسمشر غني د هسکې مېنې له ځايي خلکو سره د کتنې په حال کې

د هسکې مېنې د جودرې کلي په جومات کې د تېرې جمعې ورځې د لمانځه د اداء کولو پر مهال په جومات کې چاودنې ۷۳ تنه ماشومان، سپینږیرې او ځوانان ووژل چې پکې ۲۷ د ښوونځي زده کوونکي وو.

د جودرې په کلي کې داسې کورنۍ هم شته چې په یاده چاودنه کې يې د کور لس غړي له لاسه ورکړي.

د دغې پېښې د چاودنې نوعیت لا تراوسه هم نه دی معلوم، خو د ارګ ماڼۍ او د سېمې ځیني اوسېدونکي وايي چې ځانمرګی برید و.

پېښه چې د هر څه له امله رامنځته شوې، خو لسګونه کورنۍ يې یې سرپرسته او د غم پر ټغر کېنولې.

که څه هم تراوسه د یاد برید مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخستی خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه پر ټوېټر لیکلي چې وسله والو طالبانو او د هغوی شریکانو وحشت او جنایت ته دوام ورکړی او د عبادت په وخت کې پر ملکي خلکو حملې کوي.

د هسکې مېنې په پېښه کې د یوه ټپي شوي ماشوم انځور
د هسکې مېنې په پېښه کې د یوه ټپي شوي ماشوم انځور

خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، پر ټوېټر په خپاره کړي بیان کې دا حمله جدي جنایت بللې ده.

دغه برید د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا هم غندلی دی.

د دې شورا غړي مولوي شهزاده شاهد د تېرې شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پېښې د عاملینو سزا وغوښته او ویې ویل: "د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا دغه پېښه په کلکو ټکو غندي او دغه پېښه د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل بولي، دغه پېښه د مسلمانانو پر روحیه زیات منفي اغېز پرېښودلی شي او دا د افغانستان د مسلمان ولس پر وړاندې یو ناروا او د نه زغم وړ عمل دی."

اخوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور ازادي راډیو ته ویلي چې دا برید یو بشري جنایت و او مونږ له حکومته غواړو چې د ملکي کسانو د ژوند د خوندېتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

دی زیاتوي: "دغه عمل یو بشري جنایت دی او که د کومې جنګي ډلې له خوا شوی وي، نو یو جنګي جنایت دی، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت څخه غواړي چې د داشان پېښو عاملین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري."

د هسکې مېنې د پېښې یو ټيي کس روغتون ته د انتقال په حال
د هسکې مېنې د پېښې یو ټيي کس روغتون ته د انتقال په حال

بل خوا د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو شبکه هم دغه برید جنګي جنایت او د بشریت خلاف ګڼي او د عاملینو مجازات یې غواړي.

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو شبکه پر ملکي کسانو برید د بشري حقونو له موازینو خلاف عمل ګڼي.

د دغې شبکې مسؤلینو د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د اعلامېې په خپرولو سره له حکومته وغوښتل چې د ملکي کسانو د ژوند د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د دغه بنسټ یوه مسؤل ریا جواد د اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته: "حکومت دې د دغې پېښې عاملین وپېژني، علني محکمه دې یې کړي او جزا دې ورکړي، حکومت باید د ملکي قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ وکړي، حکومت باید د جګړو پرمهال د ملکي کسانو د خوندیتوب پالېسۍ ته پام وکړي چې دا مسئله په هېواد کې د ملکي کسانو د تلفاتو د کمېدو لامل شي."

د دغې شبکې مسؤلینو وویل، د یادې پېښې عاملین باید تعقیب او په نړیواله محکمه کې دې محاکمه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هسکه مېنه کې تر حملې یوه ورځ مخکې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو د بې ساري لوړېدو خبر ورکړ.

یوناما وویل چې د روان کال په درېیو میاشتو (جولای، اګست، سپټمبر) کې ۴۳۱۳ ملکي افغانان په جګړه کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.

یوناما وویل چې دا د تېرکال د همدې وخت په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۴۲ فیصده زیاتوالی څرګندوي.

یوناما په ننګرهار کې د وروستۍ پېښې په اړه هم لیکلي چې د خلکو د عبادت پر ځايونو حملې پر نړیوالو قوانینو تېری دی او جنګي جنایت ګڼل کېدلی شي.

د يوناما د بشري حقونو ادارې ویلي چې د ملکي تلفاتو په اړه یې د حقیقت موندنې هڅې پیل کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په دې اړه په یوه بیان کې چې رسنیو ته استول شوی، په زغرده لیکلي چې پر لمونځ کوونکو حمله جنګي جنایت دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې جګړه د کمېدو نه بلکه د زیاتېدو په حال کې ده او قربانیان یې اکثر ملکي افغانان دي.

د دې سازمان د اسیا د جنوبي برخې مشر عمر وړیاچ ویلي چې نړیوال باید د افغانانو تلفاتو ته پام وکړي او پر نړیوالو بشري قوانینو داسې سرغړونې باید بابیزه ونه انګېرل شي.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس هم پر ټوېټر ولیکل چې د ننګرهار په یوه جومات کې عمدي حمله چې لمونځ کوونکي په کې ووژل شول، په شدت غندي.

جان بس پر ټوېټر ولیکل چې ټول افغانان په سوله او امنیت کې د عبادت کولو او را غونډېدو حق لري.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت هم پر ټوېټر لیکلي چې په ننګرهار کې حمله غندي او د نړیوال ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG