د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

مولانا سمېع الله ریحان په یوه چاودنه کې ووژل شو


د کابل د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې د سیمې یو انځور
د کابل د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې د سیمې یو انځور

د کابل ښار د نهمې حوزې په یوه جومات کې په یوې چاودنه کې د مولوي سمېع الله ریحان په ګډون دوه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۶ ټپیان شوي دي.

د دې ښار د نهمې ناحیې د التقوا په جومات کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو چې نن د جمعې د لمانځه پرمهال شااوخوا یوه بجه او ۲۰ دقیقې د امام د خطبې د ویلو پرمهال وچاودېدل.

په دغه پېښه کې د هېواد یو پېژندل شوی دیني عالم او د جومات امام مولوي سمېع الله ریحان له یوه لمونځ کوونکي سره ووژل شو او ۱۶ ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، طالبان په دغه حمله کې لاس لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

ده زیاته کړه:

"د پېښې په اړه زموږ لومړني معلومات ښيي چې د طالبانو ترورېستي ډله په کې لاس لري."

تراوسه کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت نه دی منلي.

مولوي سمېع الله ریحان د هېواد یو مشهور دیني عالم و او تل يې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ خبرې کولې.

دی د ولسي جرګې مشاور هم و او په یوه خصوصي ټلویزیون کې یې د یو دیني پروګرام د پر مخ بیولو مسؤلیت هم درلود.

له ارګه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د ولسمشر محمد اشرف غنې له خولې دا برید غندل شوی او زیاته کړې یې ده:

"ترورېستان د خپل اصلیت د پټولو او د خپلو جنایتونو د توجیه په موخه د دیني احکامو او الهي ارشاداتو د ناسم تعبیر او د علما کرامو د حقانیت د رسا غږ د خاموشولو لپاره د مولوي ریحان په څېر دیني عالمان په شهادت رسوي."

ولسمشر غني اړوندو مسؤلینو ته د دې برید د څېړنې امر کړی دی.

​اخوا د افغانستان د عالمانو شورا هم دغه عمل غندي او د ریحان وژنه لویه ضایعه ګڼي.

د افغانستان د عالمانو شورغړی شفیع الله نورستانی وايي:

"پر مقدسو ځایونو حمله د خدای له خوا حرام ده، هېڅ کتاب او منطق دا عمل مشروع نه ګڼي او مردود دی."

ښاغلی نورستانی له حکومته غواړي چې د افغانستان د دیني عالمانو او جوماتونو امنیت ته تدابیر جدي کړي.

د کابل ښاریان هم د روژې په میاشت کې پر لونځ کوونکو حمله یو نه بښونکی عمل ګڼي.

شهزاد او غلام حیدر وايي:

"هېڅ مسلمان ته اجازه نه شته چې بل مسلمان ووژني، په تېره د روژې په میاشت کې، د جمعې د ورځې په تبلیغ کې."

"دا یوه لویه او نه بښونکې ګناه ده."

دا لومړی ځل نه دی چې دینې عالمان په نښه کېږي، بلکې تېر کال د کابل په اورانو هوټل کې پر یوې ډلې دینې عالمانو برید وشو چې ۴۰ کسان په کې ووژل شول او ۶۰ ټپیان شول.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG