د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

ځینو نړیوالو ورځپاڼو افغانستان کې اوربند او جنوبي اسیا کې د داعش حضور څېړلی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

یورو اېشیا رېویو

یورو اېشیا رېویو په یوه څېړنیزه مقاله کې په جنوبي اسیا کې د داعش د حضور په اړه لیکلي دي.

خپرونې ویلي چې اسلامي دولت سخت دريځه ډله یا داعش یو کال وروسته له هغه اعلانه چې په افغانستان کې د خراسان ولایت څانګې څخه بېل ولایتونه په هند او پاکستان کې جوړوي، په ټوله جنوبي اسیا کې خپل حضور پراخ کړ او د ځينو حملو کولو ادعا یې وکړه.

په مقاله کې د یوه کارپوه خبرداري ته اشاره شوې چې وايي په جنوبي اسیا کې د دې ډلې خونړۍ حملې د اندېښنې وړ دي.

په دې مقاله کې لولو چې د کرونا ویروس له خپرېدو سره هم داعش ډلې له خپلو فعالیتونو لاس نه‌دی اخیستی او برعکس‌يې په بګرام کې د امریکايانو پر اډه او په افغانستان کې پر سېکهانو او شیعه اقلیتونو په حملو سره خپل هدف تعقیب کړی دی.

یورو اېشیا رېویو په دې مقاله کې لیکلي چې داعش لومړۍ حمله په مالدیف کې وکړه او په هند کې يې هم په کوچنیو سیمو کې خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیمه کې د داعش ډلې خراسان څانګې په ۲۰۱۵م کال کې فعالیت پیل کړ.

د مقالې لیکوال ویلي چې د خراسان څانګه له هغه راهیسې د پاکستان مېشتو مشرانو په مشرۍ فعالیت کوي.

د خپرونې د معلوماتو پر اساس، تر اوسه د دې ډلې څلور امیران وژل شوي دي او پنځم‌یې په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې ونیول شو.

د افغانستان ملي امنیت ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور وو او د داعش خراسان څانګې مشر دی، له خپلو نهو ملګرو سره‌یې یوځای په کندهار ولایت کې نیولی دی.

داعش په افغانستان کې د لویو حملو مسؤلیت منلی. دوه اوونۍ مخکې د ننګرهار ولایت په ښېوه ولسوالۍ کې د یوه ځايي چارواکي د جنازې پر مراسمو د دې ډلې په وروستۍ حمله کې لسګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر خپرونې په افغانستان کې د اختر د ورځو پر مهال د اوربند په اړه لیکلي دي.

د مقالې عنوان دی: "تر اختر وروسته سمدستي طالبان په نښه کړئ."

طالبانو د اختر په مناسبت د درې ورځو اوربند اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ پیل شو. د واشنګټن اګزمېنر د مقالې لیکوال لیکلي چې امریکا دې له خپلو افغان متحدانو سره د طالبانو اوربند وڅاري او که تر اختر وروسته طالبان بیا پر افغانانو په حملو لاس پورې کړي، امریکا دې ورباندې هوايي بریدونه وکړي.

د مقالې د لیکوال په وینا هوايي عملیات ښايي ډېرو خلکو ته یو تُند عمل ښکاره شي، خو د ده په باور برعکس دا اقدام ډېر اغېزناک ثابتېدای شي ځکه د ده په لیکنه دا اقدام به د سولې په خاطر وي نه د جګړې لپاره.

د واشنګټن اګزمېنر د مقالې لیکوال لیکلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه په چټکۍ سره د له‌منځه تلو په حال کې ده ځکه د دې موافقې له لاسلیک راهيسې طالبانو پر افغان حکومت حملو ته دوام ورکړی دی، خو بیا هم له افغان حکومته د خپلو زندانیانو د راخوشې کېدو غوښتنه کوي.

په مقاله کې راغلي چې د ټرمپ ادارې پر افغان حکومت په داسې حال کې د طالب زندانیانو د راخوشې کولو په خاطر فشار راوستلی چې طالبانو خپلې حملې لا نه‌دي درولي.

د مقالې لیکوال دا وضعیت په طنزیه توګه د خندا وړ بولي ځکه په لیکنه‌یې دا هر څه یوازې د طالبانو او په پاکستان کې د هغوی د ملاتړو په ګټه دي.

په پای کې لیکوال لیکلي چې امریکا باید طالبانو ته وښيي چې د سولې توافق ته د هغوی له ژمنتیا پرته امریکا له افغانستانه نه‌وځي.

XS
SM
MD
LG