د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

ارګ: که طالبان د سولې لپاره یو ګام واخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی


ارشیف، د ۱۳۹۷ کال په کوچني اختر کې اوربند
ارشیف، د ۱۳۹۷ کال په کوچني اختر کې اوربند

د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وايي که وسله‌وال طالبان د سولې په پروسه کې د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی.

نن د وسله‌والو طالبانو او حکومت ترمنځ د اعلان شوي درې ورځني اوربند درېیمه ده. لا د دغه اوربند د تمدید په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

ګڼو سیاستوالو او افغانانو دغه اعلان د سولې په پروسه کې د باور جوړونې پر لوري د یوه مهم پرمختګ نښه ګڼلې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، حکومت تل د دایمي اوربند په لټه کې دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "سرتاسري او دایمي اوربند د افغانانو غوښتنه ده. د افغانستان د خلکو د دې غوښتنې پر اساس حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی دی. د دې لپاره چې نور د افغانانو وینې ونه‌بهېږي؛ د دې لپاره چې افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي، حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی او په دې برخه کې یې ګټور او ضروري ګامونه اخیستي دي. بې له شکه که طالب د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، د افغانستان حکومت د نورو ګامونو اخیستلو ته چمتو دی."

د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د مشروط اوربند اعلان اول وسله‌والو طالبانو وکړ چې ورسره حکومت هم د متقابل اوربند اعلان وکړ.

ګڼو رهبرانو او سازمانونو د دغه درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی وکړ او غوښتنه‌یې وکړه چې په دايمي اوربند دې بدل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ وویل چې د ښه نیت له مخې به ۲،۰۰۰ نور طالب بندیان له بنده خوشې شي.

ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ د وینا پر مهال
ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ د وینا پر مهال

د ملي امنیت شورا پرون وویل چې د دغو ۲،۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو لړۍ پرون د ۱۰۰ طالب بندیانو په ازادولو سره پیل شوه او نن به هم دوام کوي.

امنیت شورا ویلي د سولې پروسې د پرمختګ او په ځانګړي ډول د اوربند د دوام او مخامخ خبرو د ژر پیل لپاره دغه ۱۰۰ طالب بندیان په پروان کې خوشې شوي دي.

له دې سره تر اوسه حکومت د طالبانو شاوخوا ۱،۱۰۰ بندیان او طالبانو نږدې ۲۵۰ بنديان خوشې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کړې چې په ټوله کې دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر چټک شي چې د ده په وینا بین‌الافغاني مذاکرو ته زمینه برابره شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د موافقې له مخې به حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیان او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ تنه بندیان خوشې کوي.

دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک
دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک

امنیت شورا د غويي/ ثور پر ۲۲مه د طالب بندیانو د خوشې کېدو د ځنډولو اعلان کړی و.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا (Roland Kobia) پرون د طالب بندیانو په خوشې کېدو کې د دقت غوښتنه وکړه.

ښاغلي کوبیا په ټویټر کې لیکلي، د پخوانیو جګړه‌مارانو خوشې کېدل چې بیا به وسله اخلي، په اوسنیو شرایطو کې، د باور جوړونې پر ځای د دوی تسلط لا زیاتوي.

آقای کوبیا روز دوشنبه در تویترش نوشت، رهایی جنگجویان گذشته که شاید فردا باز هم سلاح در دست گیرند، در وضعیت فعلی به جای اعتماد سازی، تسلط آن‌ها را نشان می‌دهد.

مسئولان کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان هم دیروز به رادیو آزادی گفتند، در رهایی زندانیانی‌که در جرایم جنگی هم دخیل بوده‌اند، باید از احتیاط زیاد کار گرفته شود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پرون ازادي راډیو ته ویلي، د هغو بندیانو په خوشې کېدو کې دې احتیاط وشي چې په جنګي جرایمو کې ښکېل دي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر لارو چارو خبرې وکړې.

ولسمشر غني پرون په ټویټر کې لیکلي چې وړمه شپه په دې ټیلیفوني مکالمه کې مایک پومپیو د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي کمولو پر موضوع هم بحث وکړ.

د سولې بین‌الافغاني خبرې چې د مارچ میاشتې ۱۰مې ته پلان شوې وې، د بندیانو په خوشې کولو کې د ځنډ او خنډ له کبله ځنډېدلې دي.

XS
SM
MD
LG