د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

اشرف غني: د طالب بندیانو د خوشې کېدو لړۍ چټکېږي


ولسمشر غني ارګ د اختر په مناسبت ولس ته د وینا پرمهال
ولسمشر غني ارګ د اختر په مناسبت ولس ته د وینا پرمهال

افغان ولسمشر د طالبانو له خوا د اوربند د هرکلي ترڅنګ اعلان وکړ، چې د طالب زندانیانو د ازاېدو بهیر به چټک کړي.

محمد اشرف غني په ارګ کې د کوچني اختر له لمانځه وروسته ملت ته په اختریز پیغام کې وویل چې د افغانستان مذاکراتي پلاوی به ډېر ژر مذاکرات پيل کړي.

د طالبانو له خوا د کوچني اختر په شپو ورځو کې د اوربند اعلان، په ملي او سیمه ییز کچه له پراخ هرکلي سره مخ شو.

افغان ولسمشر په ارګ کې د کوچني اختر له لمانځه وروسته په خپل اختریز پیغام کې وویل، ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر شوی چې اوربند مراعت کړي او یوازې دفاعي حالت غوره کړي.

محمد اشرف غني وویل اعلان کوم چي له دې سره به د طالب زندانیانو د ازاېدو بهیر چټ کړي.

هغه زیاته کړه: "زه یو ځل بیا د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کوم، اعلان کوم چې د طالب زندانیانو ازادېدل به چټک شي او جدي اقدامات به ترسره شي، په عین حال کې په طالبانو غږ کوم، چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو چې له دوی سره زندانیان دې ممکنه ژر ازاد کړي."

ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغان مذاکره کوونکی پلاوی چمتو دی چې په فوري توګه مذاکرات پیل کړي او دغه ټول شموله افغان پلاوی به د افغان دولت او ملت استازیتوب وکړي.

افغان ولسمشر وویل، چې ځینې کړۍ طالبانو ته دا فهم ورکوي، چې که اوږ مهال اوربند راعایت کړي دوی به سیاسي وزن له لاسه ورکړي.

ښاغلي غني وویل، چې طالبان د افغان ټولنې یو واقعیت دی او خپل وزن دې د سولې په میز کې تثبت کړي، نه د جګړې په ډګر کې.

محمد اشرف غني تمه وښوده چې روان اختر به د تېروو دوو کلونو په څېر اختر وي او ټینګار یې وکړ، چې روان کال به افغانستان د تل پاتې سولې شاهد ووسي.

افغان ولسمشر وویل، چې د سولې ګټونکی افغان ولس دی او جګړې ټول ولس په ځانګړې توګه ښځې بدمرغه کړې.

ښاغلي غني همداشان یو ځل بیا وویل، چې یو سوله ييز او مرفع افغانستان د سیمې د ثبات په ګټه او له نږدې او لرې سیمه ییزو همکارانو یې وغوښتل چې د افغان سولې په بهیر کې تل پاتې همکاري وکړي.

خو یو شمېر ښځې بیا د سولې په خبرو کې د افغان مېرمنو په کم رنګ رول سختې اندېښمنې دي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي، چې د سولې په مذاکراتو کې باید د افغان ښځو رول له پامه ونه غورځول شي.

د بشر حقوقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وايي، که هر ډله غواړي د سولې مذاکرات بریالي شي، باید د ښځو رول جدي ونیسي.

د د بشر حقوقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر
د د بشر حقوقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر

سمر وويل: "ولسمشر یا بله هره ډله چې غواړي د سولې خبرې دې بریالۍ او تل پاتې سولې ته ورسېږو، د ښځو رول باید جدي ونیسي، له بدغه مرغه په دې وروستیو کې د ښځو رول له پام غورځول شوی."

دا په داسې حال کې ده چې بېګاه طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د کوچني اختر په درېیو ورځو کې یې وسله وال پر مقابل لوري حملې نه کوي.

د طالبانو دغه اعلان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د افغانستان د سولې لپاره دا مریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هرکلي سره مخ شو.

دوه کاله وړاندې هم طالبانو په کوچني اختر کې اوربند کړی و.

XS
SM
MD
LG