د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

نیویارک ټایمز: طالبانو د یوه ابر قدرت له جګړې نجات پیدا کړ


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې

یو شمېر غربي ورځپاڼو په تازه ګڼو کې د افغانستان د حکومت له زندانه د طالبانو د ۹۰۰ بندیانو د خوشې کېدو په اړه تبصرې کړې دي.

  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې چې د امریکا پوځ‌یې خپروي، په وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې د حکومت او طالبانو د اوربند په درېیمه او وروستۍ ورځ د دومره بندیانو خوشې کېدل، د امېد وړ ګام دی او د جګړې په صحنه کې بدلونونه راوستلائ شي.

ورځپاڼې لیکلي چې د حکومت له لوري له بګرام او د پلچرخي له زندانه او همداراز د ملي امنیت له توقیف‌ځایونو د سې شنبې په ورځ د طالبانو د ۹۰۰ بندیانو خوشې کېدو څرګنده کړه چې د لارې په اخر کې رڼا شته.

وسله‌والو طالبانو د کوچني اختر په شپه د اوربند اعلان وکړ او حکومت‌یې له هرکلي سره سم متقابل اقدام وکړ.

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د طالبانو د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې که د بندیانو د ازادۍ په څېر بدلونونه دوام پیدا کړي، د پرمختګ امکان شته، ممکنه ده چې هغوی له خپله لوري اوربند تمدید کړي او پر مثبت لوري حرکت وکړي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د 'طالبانو د یوه ابر قدرت له جګړې نجات پیدا کړ'، تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، طالبان ګوري چې تر ټولو لویه هیله‌یې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، د پوره کېدو په حال کې ده او هغوی خپل پخواني افراطي نظریات هم چندان نه‌دي بدل کړي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، هغوی هېڅکله پر دې چې د خپل رژیم په کلونو کې یې ترورېستي ډلو ته پناه ورکړې وه او د ښځو او مذهبي لږکیو پر ضد یې له تشدده ډک کارونه کول، علني پښېماني نه‌ده څرګنده کړې. د دې ترڅنګ، نیویارک ټایمز لیکلي چې طالبانو هغه غربي ارزښتونه چې د افغانستان حکومت پرې ولاړ دی، نه‌دي منلي.

ورځپاڼې لیکلي چې امیر خان متقي له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي چې په دې کې چې تر دومره اوږدې مبارزې وروسته هر شی پر خپل حال پاتې شي، منطق نه‌شته.

متقي ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت د بهرنیو هېوادونو په پیسو او وسلو متکي دی.

د نیویارک ټایمز په وینا، وسله‌وال طالبان په اوس‌مهال کې په افغانستان کې له ۵۰ تر ۶۰ زرو پورې وسله‌وال لري او له امریکا سره د موافقې تر لاسلیک وروسته‌یې د ځان په ګټه تبلیغ زیات کړی او د بري ګټلو لحن‌یې خپل کړی دی.

د طالبانو مشر، هبت‌الله د کوچني اختر په مناسبت په پيغام کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ خپور شو، د قدرت له موقفه خبرې کړې وې او هغو کسانو ته‌یې چې له حکومته جلا کېږي، د عفوې د اعلان خبره کوله.

ورځپاڼې د دې مقالې په یوه بله برخه کې لیکلي چې د طالبانو زیات قوماندانان چې د مقالې د لیکلو لپاره خبرې ورسره شوي، ویلي چې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې تر حملو وروسته‌یې حتی تصور هم نه‌کاوه چې بیا به په خپلو پښو ودرېږي، خو کله چې یې رهبران بېرته په پاکستان کې په امن ځایونو کې بسیا شوو، وضعیت بدل شو.

هغوی په پاکستان کې د امن له فضا د ځان په ګټه کار واخیست، د امریکا او ناټو د ځواکونو پر ضد یې حملې پيل کړې او په ۲۰۰۷ میلادي کال کې بېرته د جنګ صحنې ته راننوتل.

XS
SM
MD
LG