د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

ډونالد ټرمپ: له افغانستانه د ځواکونو وتل 'هر څومره ژر چې مناسب وي' کېږي


په افغانستان کې امریکايي سرتېري
په افغانستان کې امریکايي سرتېري

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د را ایستلو لپاره‌یې مشخصه نېټه نه‌ده ټاکلې، خو هر څومره ژر چې مناسب وي دا کار کېږي.

هغه دا خبره پرون په سپینه ماڼۍ کې وکړه او ویې‌ویل چې امریکا ۱۹ کاله په افغانستان کې تېر کړل او دی فکر کوي چې نور بس دی.

داسې ګمان کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو موضوع تر نومبر میاشتې ولسمشرۍ ټاکنو مخکې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې ډېره منعکسه کړي.

له ښاغلي ټرمپ نه پرون په سپینه ماڼۍ کې یوه خبریال همداسې یوه پوښتنه مطرح کړه چې ایا د شکرانې تر ورځ مخکې (د نومبر ۲۶ سږ کال) ټول امریکايي عسکر له افغانستان راباسي که څنګه؟

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ‌یې په ځواب کې وویل: "نه! ما کومه نېټه نه‌ده ټاکلې، خو څومره ژر چې مناسب وي. په یو څه وخت کې خو په مناسب وخت کې. موږ شااوخوا اووه زره سرتېرو ته راښکته شویو افغانستان کې او په عراق کې هم شااوخوا څلورو زرو ته، نو ډېر پرمختګ کوو."

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د فبرورۍ ۲۹مې د موافقې له مخې ټول امریکايي او بهرني ځواکونه به د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

د موافقې له مخې په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې باید په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له شااوخوا ۱۳ زرو ۸،۶۰۰ ته راټیټ شي.

ټرمپ داسې وخت په افغانستان کې د راښکته شویو امریکايي سرتېرو شمېر شاوخوا اووه زره تنه بولي چې لا له طالبانو سره د امریکا د موافقې درې میاشتې هم نه‌دي پوره شوي.

د امریکا ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته یو وار بیا د امریکايي عسکرو د پولیسي رول یادونه وکړه. هغه مسئله چې دی یې تل یادوي او وايي چې امریکايي عسکر په افغانستان کې تر ډېره د پولیسو رول ادا کړی دی.

دی وايي: "نور بس دی. هغوی پوهېږي. موږ ډېرې ښې مثبتې خبرې لرو. موږ غواړو خپل سرتېري بېرته کور ته راولو. موږ یوازې د هغه ځای افغانستان په اړه نه، بلکې د نورو هېوادونو په اړه هم غږېږو. موږ تل بېرته تللی شو که وغواړو. موږ به په پوره ځواک بېرته ستانه شو که وغواړو چې ورستانه شو. عسکر به مو د جنګیالیو عسکرو په صفت ستانه شي، خو موږ اوس د پولیسو په توګه یو. زموږ هدف پولیسي نه‌ده موږ جنګیالی ځواک یو."

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ ۲۹مې د تړون په اساس چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوی دی طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بدل کې د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن دي.

د هوکړې لاسلیک
د هوکړې لاسلیک

افغان حکومت چې د همدې فبرورۍ په ۲۹مه‌یې له امریکا سره ګډه اعلامیه ورکړې راپور ورکړی چې طالبانو نه‌یوازې تاوتریخوالی کم کړی نه‌دی، بلکې تر اختر مخکې په څو اوونیو کې یې د ملکیانو او افغان پوځیانو په وړاندې خپلو بریدونه دوه چنده کړي.

طالبان بیا په دې ټینګار کوي چې د دوحې تړون باید د امریکا له‌خوا هم عملي شي او له مخې یې د دوی پنځه زره بندیان خوشې او بین‌الافغاني خبرو ته لار هواره شي دا هغه ټکی دی چې غالباً یې طالبان د خپلو جګړو د دوام لپاره پلمه کوي.

اوس چې افغان حکومت د اختر په ورځو کې د ۲،۰۰۰ نورو بندیانو د خلاصون امر هم کړی او ۱،۰۰۰ تنه‌یې تر سې شنبې خلاص شوي هم دي، وبه کتل شي چې طالبان د اختر تر اوربند وروسته څومره د تاوتریخوالي کمښت ته غاړه ږدي.

XS
SM
MD
LG