د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۳۵

د نورو طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره د افغان حکومت شرط


خوشې شوي طالبان
خوشې شوي طالبان

د افغانستان حکومت وايي، له زندانونو څخه د نورو طالب بندیانو خوشې کېدل، د دې ډلې له‌خوا د تاوتریخوالي د کمېدو او د سولې په برخه کې د مثبتو ګامونو پورته کېدو پورې تړاو لري.

افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او د سولې په اړه یوې پایلې ته د رسېدو لپاره له خپلو زندانونو ۲ زره طالب بندیان ازاد کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت د سولې راتلو لپاره په هره برخه کې لومړی ګام پورته کړی، خو طالبانو تل تاوتریخوالی کړی.

دغه شورا وايي، د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي دوام له دې بهیر سره هېڅ ډول مرسته نه‌شي کولای.

جاوېد فیصل
جاوېد فیصل

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۷» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "اینده په دې پورې اړه لري چې طالب څه کوي. د طالبانو له‌خوا د خشونت دوام بدون له شکه چې له پروسې سره مرسته نه‌شي کولای، اما د طالبانو له‌خوا د اوربند د دوام لپاره یو توافق کولای شي چې دا پروسه نوره هم مخکې یوسي."

که څه هم د افغانستان حکومت له اختر وروسته د طالبانو له‌خوا د اوربند تمدید ته هیله‌مندي ښودلې وه، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له دوېچ‌وېله سره په خبرو کې دا موضوع رد کړه.

خو ښاغلي شاهین بیا د افغانستان د حکومت له‌خوا د دوی د بندیانو د ازادۍ له بهیر هرکلی کړی او دا یې ښه پرمختګ بللی دی.

د طالبان ویاند سهیل شاهین
د طالبان ویاند سهیل شاهین

سهیل شاهین وايي، "دوی به هم ډېر ژر یو شمېر بندیان خوشې کړي. "

په ورته وخت کې د سولې له موضوعاتو یو شمېر باخبره سرچینې وايي، د افغانستان حکومت او طالبانو له‌خوا د یوه او بل د بندیانو د تبادلې بهیر د باور فضا جوړه کړې ده.

د قاصد د ستراتېژیکو اړیکو مرکز رئیس عبدالباقي امین د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، کېدای شي د ۵ زره طالب بندیانو له ازادۍ وړاندې بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره او بحثونه پیل شي.

هغه وویل: "دا خوشبیني شته. زه فکر کوم چې خلیل‌زاد په منځ کې وساطت کوي او د دواړو لورو نرمښت د دې ښودنه کوي چې طالبان هم نرمښت کوي. دا نرمښت به د دې لامل شي چې بین‌الافغاني مذاکرات د ۵ زره طالب بندیانو له ازادۍ وړاندې پیل شي."

د ولسمشر غني د لوړې مراسم
د ولسمشر غني د لوړې مراسم

ولسمشر محمد اشرف غني د خپل لوړې مراسمو په سبا د ۱،۵۰۰ طالب زندانیانو د ازادېدو فرمان صادر کړ، خو د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو له‌خوا د ۳ ورځني اوربند له اعلان سره سم‌یې په دې بهیر کې د چټکتیا ژمنه وکړه.

د افغانستان حکومت تر اوسه له خپلو زندانونو څخه ۲،۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړي، خو داسې مهال چې طالبانو بیا له دوی سره د بندي ۱،۰۰۰ تنو افغان نظامیانو د خلاصون ژمنه کړې، تر اوسه یوازې د دوی له قوله، ۲۶۱ تنه خوشې کړي دي.

خو د افغانستان حکومت وايي، طالبانو تر اوسه ۲۴۵ تنه چې ملکیان هم په‌کې دي، ازاد کړي دي.

XS
SM
MD
LG