د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د روغتیا نړیوال سازمان سره د امریکا د ملاتړ ختمولو ګواښ


ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د روغتیا نړیوال سازمان په ۳۰ ورځو کې بهتره کېدو ته ژمن نه شي، له دې سازمان سره به په دایمي توګه د امریکا مالي ملاتړ بند کړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو دا روغتیايي اداره ملامته کړې چې د کرونا د نړیوالې وبا سره د چلند لپاره یې کافي اقدامات نه دي کړي.

ولسمشر ټرمپ دا ګواښ د دوشنبې په ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ټیډروس اډهانوم ته په یو استولي لیک کې کړی او دا یې هم ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه به دې سازمان کې پر خپل غړیتوب هم غور وکړي.

ټرمپ چې په خپله هم د کرونا په وړاندې د خپل غبرګون او اقداماتو له کبله په کور دننه له نیوکو سره مخ دی، د روغیتا نړیوال سازمان یې د "چین لاسپوڅی" بللی دی.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کېدو د څلور میلیونه او اته سوه زره پېښو څخه یوازې یو نیم میلیون پېښې په امریکا کې دي او دغلته یې تر اوسه شا او خوا ۹۰۰۰۰کسان مړه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ چین هم ملامته کړی چې د کرونا ویروس په پیل کې یې د دې ویروس خپرېدل پټ کړي و، او په وینا یې د روغتیا نړیوال سازمان نه دی توانېدلی چې له بیجینګ سره ددې حساب وکړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل: "دوی (روغتیا نړیوال سازمان) د چین لاسپوڅی دي، او که په ښه بڼه یې ووایو، دوی چین محوره دي، دوی موږ ته ډیرې بدې مشورې راکړې."

تېره میاشت د امریکا ولسمشر د روغیتا د نړیوال سازمان سره خپلې مرستې تر ارزونې پورې وځنډولې.

دا ارزونې د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د کرونا ویروس د خپریدو د چارو د سنبالولو په اړه وي.

د امریکا ولسمشر دا سازمان تورن کړی و چې د کرونا د خپريدو په اړه یې د چین ناسم معلومات تبلیغ کړي دي.

ټرمپ په خپل وروستي لیک کې ویلي: "که چيرې د روغتیا نړیوال سازمان په راتلونکو ۳۰ ورځو کې لویو اساسي بهتریو ته ژمن نه شي، زه به د روغتیا نړیوال سازمان سره د امریکا د مالي مرستو لنډمهاله ځنډول په دایمي بدل کړم او همدارنګه به په دې سازمان کې د امریکا پر غړیتوب هم بیا غور وکړو."

د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکو دا تورونه رد کړي او چین هم ویلي چې دوی د کرونا ویروس د خپریدو په اړه شفافیت ساتلی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د مشرتابه پلاوي د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د کرونا د خپرېدونو په اړه به د دې سازمان د غبرګون د څېړنې په موخه خپلواکې ارزونې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم

دا ژمنه د روغتیا د نړیوال سازمان د مشرتابه د پلاوي د کلنۍ غوندې د پرانیستې په ورځ شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ویلي، په لومړني مناسب فرصت کې به د کرونا ویروس په وړاندې ددې سازمان د غبرګون په اړه خپلواکه ارزونه وکړي.

د چین ولسمشر شی جینپینګ د روغتیا د نړیوال سازمان د مشرتابه د پلاوي غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې ویلي، بیجینګ به یوازې هغه مهال د کرونا ویروس په اړه د دې څېړنو ملاتړ وکړي "کله چې دا وبا تر کنټرول لاندې راشي."

شی همدارنګه په راتلونکو دوو کلونو کې د دې وبا سره د مبارزې لپاره د دوه میلیارده ډالرو مرستې ژمنه هم کړې.

د چین ولسمشر شی جینپینګ
د چین ولسمشر شی جینپینګ

د چین ولسمشر همدارنګه ټینګار کړی چې د کرونا ویروس د راپیدا کېدو راهېسې یې په ټول بهیر کې په مسولانه، پرانیستی او شفاف ډول چلند کړی دی.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ګڼ ایالتونه په تدریجي توګه قرنطین کموي.

په دې هېواد کې د نویو بې روزګاره شویو کسانو شمېر شا او خوا شپږ دېرش میلیونه کسانو ته رسېدلی.

په اروپا کې هم د کرونا ویروس له کبله لږېدلي محدودیتونه په کمېدو دي.

دغلته په ایټالیا او اسپانیا کې چې یو مهال د کرونا ویروس د خپرېدو تاوده ډګرونه وو، اوس په نویو پېښو او مړینو کې دوامداره کمی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG