د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې نږې ۳ لکه او ۸،۰۰۰ کسان وژلي


په برازیل کې هغو کسانو ته کېندل شوي قبرونه چې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
په برازیل کې هغو کسانو ته کېندل شوي قبرونه چې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله چې د کرونا په نوم له سخت اخیستونکي ویروسه پیدا کېږي، نږدې ۳ لکه ۸،۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د دې ناروغۍ له کبله ډېر خلک په اروپايي هېوادونو او د امریکا په متحده ایالاتو کې مړه شوي دي.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون پرون د مې په ۱۵مه، وویل چې په ټوله نړۍ کې تر څلور نیم ملیونه زیات وګړي په دې ویروس اخته شوي دي.

د کرونا ویروس په وړاندې د معافیت پیدا کولو لپاره واکسین لا نه‌دی جوړ شوی او د حکومتونو لباره یوه لویه ستونزه دا ده چې له یوې خوا باید خلک خوندي وساتي او له بله پلوه باید هغه فعالیتونه چې په ټپه درېدلي له سره پيل کړي.

د یو شمېر اروپايي هېوادونو حکومتونو د کرونا ویروس له کبله لګولي بندیزونه نرم کړي او په ځیني نورو کې به سوکه سوکه دا کار کېږي.

خو داسې اندېښنې ډېرې دي چې که احتیاط ونه‌شي، د وبا د راګرځېدو امکان موجود دی. په زیاتو اروپايي هېوادونو کې چې تجارتي فعالیتونه او دفترونه تر زیاته حده پرانیستل شوي، د کرونا ویروس مثبتې پېښې د کمېدو په حال کې دي او هغه کسان چې په روغتونونو کې بسترېږي یا مري هم کم شوي دي.

سټېفن لوفن
سټېفن لوفن

د سویډن صدراعظم سټېفن لوفن پرون د مې په ۱۵مه، په ستاکهلم کې خبریالانو ته وویل چې د نړۍ په هېڅ برخه کې وضعیت (نورمال) نه‌دی.

هغه وویل چې دوی به د ټولنې د ستونزو د حل لپاره د وکیلانو، چارواکو او ولس ترمنځ د باور پیدا کولو ستراتېژي عملي کوي.

د سویډن صدراعظم وویل چې په کورونو کې د خلکو پاتې کېدو د ویروس د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته وکړه، خو تأسف‌یې وکړ چې ډېر هغه کسان چې کمزوري یا سپینږیري و، ونه‌ژغورل شول.

د یادونې وړ ده چې سلووینیا د اروپا تر ټولو لومړی هېواد دی چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په‌کې صفر شوې دي.

دا د اروپايي ټولنې یوازنی هېواد دی چې رسماً یې د کرونا ویروس ګواښ پای ته رسېدلی اعلان کړی دی.

په نیویارک کې روغتیايي کارکوونکي روغتون ته په کرونا ویروس د یوه اخته کس د لېږدولو پر مهال
په نیویارک کې روغتیايي کارکوونکي روغتون ته په کرونا ویروس د یوه اخته کس د لېږدولو پر مهال

د امریکا په متحده ایالاتو کې چې د نړۍ تر هر بل هېواد زیات ځپل شوی دی، ۱،۴ میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د کرونا د وبا د خپرېدو د مخنیوی لپاره د جوړې شوې فدرالي ادارې مخکېني مشر، ریک برایټ د پنجشنبې په ورځ د کانګرس غونډې ته وویل چې که د نړۍ رهبران جدي اقدام ونه‌کړي، د تاریخ تر ټولو تور ژمی به راشي.

XS
SM
MD
LG