د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د هوايي ترانسپورټ نړیواله ټولنه: تر ۲۰۲۳ کاله پورې خپل لومړني حالت ته ورګرځوو


د هوایي ترانسپورټ د نړیوالې ادارې مشر الکساندر ډي جونیک
د هوایي ترانسپورټ د نړیوالې ادارې مشر الکساندر ډي جونیک

د هوایي ترانسپورټ نړیواله ټولنه وایي، دغه سکټور به تر ۲۰۲۳ کاله پورې بېرته هغه حالت غوره کړي چې له کرونا وبا مخکې یې درلود.

د دغې ټولنې مشر ویلي، د کرونا د خپرېدو راهیسې په اروپا او امریکا کې هوایي سفر ته تقاضا ۹۰ نوي فیصده کمه شوې ده.

د هوایي ترانسپورټ نړیواله ټولنه وایي، کرونا وبه دغه سکټور ته دروند مالي زیان اړولی او ایله په دوو کلونو کې بېرته په پښو ودرېږي.

انګليسي نیوز د دغې ادارې د مشر الکساندر ډي جونیک له قوله لیکلي، که ګرځبندیز او په سفرونو بندیز اوږد شي، عادي حالت ته د هوایي سکټور بېرته تګ ممکن له دې هم ډېر وخت ونیسي.

ښاغلي جونیک له دولتونو غوښتي چې پړاو په پړاو هوایي ترانسپورټ ته د بیا فعالیت اجازه ورکړي.

د هوایي ترانسپورټ ادارې ویلي، دوی هیله لري چې تر اوړي پورې به د اروپایي ټولنې دننه الوتنې پیل شي چې بیه به یې مناسبه او د خوندیتوب اصول به په کې په نظر کې نیول کېږي.

اروپایي ټولنې د جون تر نیمایي پورې خپلې پولې د بهرنیو په مخ تړلي، خو د دغې ټولنې دننه هېوادونو کې یې ورو ورو د پولو د خلاصولو پرېکړه کړې.

دوی ویلي، له هغو هېوادونو سره به تګ را تګ پیلوي چې کرونا ویروس په کې کم وي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هوایي شرکتونو مخکې له مخکې چمتوالي ښودلی چې خپل فعالیت به بیا پيلوي.

له دې ډلې یونایټید ایرلاین هیله څرګنده کړې چې جون میاشت کې به د اروپا او چین ترمنځ الوتنې پلان کړي او د اماراتو ایرلاین ویلي، په نهو هوایي کرښو به د مې میاشتې په ۲۱مه پروازونه پيل کړي.

د اروپا کم بیه هوایي کرښې ریان ایر ویلي، د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې به خپل ۴۰ فیصده فعالیتونه بېرته پيل کړي.

راتلونکو یو -دوو میاشتو کې یو شمېر نورو هوایي شرکتونو هم د فعالیت د بیا پیل هیلې څرګندې کړې دي.

خو د هوایي ترانسپورټ نړیوالې ټولنې ویلي، د دوی هیلې د یو شمېر دولتونو هغې تګلارې اغېزمنې کړي چې مسافر له رسېدو سره سم ۱۴ ورځې قرنطینوي.

د دغې ټولنې مشر ډی جونیک ویلي، د دوه اونیو قرنطین شرط سره به هیڅوک په اسانه هوایي سفر ته زړه ښه نه کړي.

نوموړی وایي، له دولتونو سره په خبرو بوخت دی چې دغه شرط له منځه یوسي، ځکه د ده په باور، هوایي شرکتونه د الوتکې دننه د خوندیتوب او کنټرول داسې لارې چارې سنجوي چې قرنطین ته اړتیا نه پېښېږي.

په الوتکه کې د ویروس ضد مایع کارول، د مسافرو له خوا د ماسک په وسیله د خولې او پزې پټول، الوتکه کې د ګڼې ګوڼې مخنیوي، یوازې د ځانګړو شویو خوړو استفاده، د الوتکې دننه برخې ته د بکسونو نه پورته کول او په ټوله کې د نظافت مراعات هغه لارې چارې دي چې دې ټولنې د کرونا ویروس مخنیوي ته وړاندیز کړې دي.

ځینې هېوادونه له هغې ډلې استرالیا، نیوزیلاند، چین ، اسپانیا او بریتانیا نړیوال مسافر دغو هېوادونو ته په ور رسېدو د دوه اونیو لپاره اجباري قرنطینوي.

هانک کانګ بیا رسېدونکو مسافرو ته یوه داسې غاړکۍ ورکوي چې مسافر د قرنطین پر مهال څاري چې څومره ټولنیز واټن مراعاتوي.

د هوایي ترانسپورټ ټولنه وایي، د دوی وړاندیز شوې لارې چارې قرنطین ته اړتیا نه پېښوي، خو دوی ویلي، دې برخه کې وروستۍ پرېکړه د دولتونو کار دی.

XS
SM
MD
LG