د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا ویروس ښايي هېڅکله له‌منځه ولاړ نه‌شي


ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس ښايي هېڅکله له‌منځه ولاړ نه‌شي او ښايي د 'اچ‌ای‌اېف' ویروس په څېر چې د اېډس مرض پیدا کوي، په نړۍ کې پاتې شي.

دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو د برخې مشر، مایکل ریان پرون د مې په ۱۴مه په یوه انلاین کنفرانس کې کړې ده.

هغه ویلي: "دا مهمه ده چې دا امکان هم پر مېز کېږدو چې دا ویروس به اندیمیک حالت کې لکه نور ویروسونه زموږ په ټولنو کې پاتې شي او ښايي هېڅکله له ټولنې پاک نه‌شي.

XS
SM
MD
LG