د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د امریکا استازو جرګې د اقتصادي ستونزو په خاطر د پام وړ بودیجه تصویب کړه


د امریکا د استازو جرګه
د امریکا د استازو جرګه

د امریکا د متحد ایالتونو استازیو جرګې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي، درملنې او د دې ویروس له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو په خاطر د یوې لویې سترې بودیجې لایحه تصویب کړه.

په استازیو جرګه کې اکثریت ډیموکراتانو دا لایحه په داسې وخت کې تصویب کړې ده چې د کرونا ویروس سربیره د ماشومانو د یوې اخیستونکې ناروغۍ په اړه په متحد ایالتونو او اروپا کې اندېښنې په زیاتېدو دي.

د امریکا استازیو جرګې د کرونا ویروس په خاطر د درې تریلیونه ډالرو بله لایحه د جمعې په ورځ تصویب کړه او په دې ډول یې له سنا او ولسمشر سره د یوه ټکر زمینه هم برابره کړه، ځکه چې په سنا کې هم واک د واکمن ګوند جمهوري غوښتونکو دی.

په استازیو جرګه کې چې اکثریت پکې د ډیموکراتانو دی، نوې لایحه د متحد ایالتونو د اقتصاد او روغتیایي سیستم د بهتره کېدو لپاره تصویب شوې ده.

د استازیو جرګې مشرې نانسي پلوسې وویل، دا به اوس مسوولانه نه وي چې د دې لایحې مخه ونیسي ځکه چې لګښتونه به بیا نور هم پسې زیات شي.

نانسي پلوسې
نانسي پلوسې

کرونا ویروس په متحد ایالتونو کې د نړۍ تر بل هر هېواد ډير خپور شوی دی، تر اوسه تر شپږ اتیا زره ډېر کسان په دې هېواد کې کوویډ نولس ناروغۍ وژلي دي او په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په متحد ایالتونو کې تر یو میلیون او څلور لکه زیات شوی دی.

د امریکا په ډيرو ایالتونو کې اوس داسې نښې لیدل کېږي چې نوي کسان نسبتا لږ په کرونا اخته کېږي، د تلفاتو شمېر پکې کم شوی او په روغتونونو کې هم لږ کسان د پخوا په پرتله بستر کېږي، خو په تیرې یوې اوونۍ کې لاهم په اوسط حساب په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر په څلورویشت ساعتونو کې شاوخوا یو نیم زرو ته رسېدلی دی.

په نوره نړۍ کې له اروپا تر اسیا بازارونه پرانیستل کېږي او په ورته وخت کې هڅې روانې دي چې څرنګه د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي، درملنه یې وکړي یا واکسین ورته جوړ کړي.

تر اوسه د کرونا ویروس په برخه کې ډېر شیان څرګند نه دي دا لا معلومه نه ده چې پر دې ناروغۍ چې څوک اخته شي منفي اغېزې به یې تر ډېرو وي یا دا ناروغي نور داسې عوارض رامنځته کوي چې اټکل یې نه کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل چې دوی د کوویډ نولس ناروغۍ او یوې نادرې التهابي ناروغۍ ترمنځ، چې په اروپا او متحد ایالتونو کې ماشومان پرې اخته شول او ووژل شول، د احتمالي رابطې څېړنه کوي.

په ګڼو هېوادو کې د ماشومانو د دې ناروغۍ د ورته اعراضو راپورونه ورکړل شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان رییس تیدروس ادهانوم ګیبریسوس وایي، له لومړنیو راپورونو داسې ښکارې چې دا د کاواساکي په نوم د ماشومانو ناروغي له کوویډ نولس سره مرتبطه ده.

تیدروس په ټوله نړۍ کې له روغتیایي متخصصانو وغوښتل چې ډېره پاملرنه ورته وکړي ترڅو د دغې ناروغۍ بشپړ علایم وپېژني.

XS
SM
MD
LG