د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

د شفیق‌الله شفق اعتراض؛ د افغانستان کرکټ بورډ رانه په زوره اعتراف اخیستی


شفیق‌الله شفق
شفیق‌الله شفق

د افغانستان کرکټ بورډ پر وروستۍ پرېکړې د شفیق‌الله شفق کلک اعتراض!

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي شفیق‌الله شفق د فساد او جوړجاړي تورونه رد کړل.

شفق چهارشنبه ناوخته د خپلې فېس‌بوک پاڼې له لارې په ژوندۍ بڼه په یوه وېډیويي پيغام کې ویلي له چا سره‌یې جوړجاړی (مېچ فېکسنګ) یا د پیسو اخیستلو هڅه نه‌ده کړې او کرکټ بورډ له ده په زور اعتراف اخیستی دی.

شفق زیاتوي: "۱۲ کاله کرکټ مې وکړ دې کې پنځه نړیوال جامونه دي. نړیوال کرکټ مې وکړ که چېرته موږ دا کار کولای، نو ولې مې مخکې نه‌کاوه یا به مې په کوم نړیوال جام کې نه‌کاوه؟ یا به مو اوس پيسې اخیستې وی او بنګلې او موټرې به مې وی، خو زه اوس هم په جلال‌اباد کې په کرايي کور کې اوسېږم. زموږ له هر څه نه دا لوبغاړي خبر دي."

د افغانستان کرکت بورډ د شفیق‌الله شفق د تازه څرګندونو په اړه څه تبصره ونه‌کړه.

شفق د افغانستان کرکټ بورډ تورن کړ چې د ده په حق کې یې ډېره تېروتنه کړې ده.

شفق د کرکټ بورډ تر اعلان څلور ورځې وروسته دغه اعتراضي خبرې وکړې او ویې‌ویل له ملګرو او مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته‌یې دا پرېکړه وکړه چې د خپل حق لپاره به غږ پورته کوي.

د افغانستان کرکت بورډ د شفیق‌الله شفق د تازه څرګندونو په اړه څه تبصره ونه‌کړه، خو دې بورډ یکشنبه اعلان کړی و چې شفیق‌الله شفق د افغانستان د ۲۰۱۸ کال غوره لیګ لومړي پړاو او د بنګله‌دېش یا بي پي اېل غوره لیګ ۲۰۱۹ پړاو کې له فساد سره د مبارزې له اصولو سرغړونه کړې ده.

د کرکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې شفق د لوبو په اړه جوړجاړی منلی او نور یې دې کار ته هڅولي و چې له امله‌یې دوی پرېکړه وکړه چې په شفق باندې د هر ډول کرکټ شپږ کلن بندیز ولګوي.

د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

د کرکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي و چې شفق له دوی سره د قضیې په څېړنه کې همکاري کړې او اعتراف‌یې ورته کړی چې په جوړجاړي او فساد کې ښکېل دی.

له دې همکارۍ پرته د بورډ په خبره ښايي شفق لا له سخت بندیز سره مخ شوی وی.

خو شفیق‌الله شفق په خپله فېس‌بوک پاڼه د بورډ د پرېکړې په غبرګون زیاته کړې چې له ده اعترافي وېډیو په زور اخیستل شوې ده.

دی وايي: "وېډیو یې په ما په زور باندې کړې ده چې که څوک حال ووایي موږ به له هغه سره ښېګڼه کوو دا ای سي سي سره ښېګڼه ده دا کرکت بورډ سره ښېګڼه ده."

۳۰ کلن شفیق‌الله شفق وېکټ ساتونکی بېټسمن (بېټسمن او وېکت کیپر) دی چې د افغانستان لپاره‌یې ۲۴ یو ورځنۍ او ۴۶ نړیوالې 20 اوریزې لوبې کړي.

ځیني ورزشي کارپوهان له هغې ډلې د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون د اجرايي کمېټې غړی ذبیح‌الله شهزاد وايي چې که شفیق‌الله شفق پر ځان لګېدلي تورونه نه‌مني، ښه ده چې وکیل ونیسي او له قانوني لارې خپله دعوه مخته یوسي.

ښاغلي شهزاد زیاته کړه: "زه فکر کوم که ښاغلی شفق ادعا لري چې دا پرېکړه غلطه ده، هغه باید له حقوقي لارې خپل اواز اوچت کړي که نه نو کرکټ بورډ به حتماً اسناد لري چې په هغه‌یې د شپږ کلن بندیز تصمیم نیولی دی."

شهزاد بیا دا ټینګار هم کوي چې ټولو ورزشي ادارو په تېره بیا د کرکټ او فوټبال په څېر چې ډېره بودجه ورته ځانګړې کېږي په‌کار ده چې له اداري فساد سره د مبارزې په هدف ډېر کوټلي ګامونه پورته کړي.

دا لومړی وار دی چې د کرکټ یو ملي لوبغاړی د فساد په تور د شپږ کلن بندیز سره مخ کېږي که څه هم ځیني نور لوبغاړي لکه شاه‌پور ځدراڼ او شهزاد محمدي پخوا د لنډو مودو لپاره له کرکټ منع شوي و.

دولت ځدراڼ چې د افغانستان یو بل پېژندل شوی بالر دی هم څو وخته مخکې په دې اعتراض وکړ چې بې‌دلیله له کرکټ ګوښه کړای شوی او نه‌لوبول کېږي.

دولت ځدراڼ
دولت ځدراڼ

پر شفیق‌الله شفق د شپږ کلن بندیز پرېکړې په خواله رسنیو د عامو خلکو او کرکټ پوهانو بېلابېل غبرګونونه وپارول.

د کرکټ بورډ یوه پخواني عمومي رئیس حامد شینواري په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي: "د کرکټ بورډ د خپلسرو، بې‌تدبیره او انتقامي پرېکړو مخه باید ونیول شي."

هغه له افغان ولسمشره غوښتي چې د بورډ د بنسټیز بدلون او اصلاح لپاره دې په کرکټ پوه کس دې بورډ ته معرفي کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست چې کرکټ بورډ یې تر لاس لاندې دی تر اوسه د شفیق‌الله شفق د شپږ کلن بندیز او نورو وروستیو قضیو په اړه څه نه‌دي ویلي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG