د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۳۰

افغانستان

د افغانستان کرکټ بورډ پر محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ

د افغاستان کرکټ ملي لوبډلې غړی محمد شهزاد

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پر وتلي غړي، محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ تېر دوبی اعلان وکړ چې محمد شهزاد د کرکټ بورډ له خبرتیا او اجازې پرته له افغانستانه بهر سفر او په لوبه کې ګډون کړی چې له اداري اصولو سرغړونه بلل کېږي او د یوه کال لپاره‌يې د کرکټ په سیالیو کې له ګډونه منع شوی دی.

خو دې ادارې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، پر ټویټر خبر ورکړ چې محمد شهزاد له بندیزونو خلاص شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ پر وېب‌پاڼه لیکل شوي چې محمد شهزاد تر تقریباً اوو میاشتو بندیز وروسته ازاد دی او کولائ شي چې هر ډول کرکټ وکړي، خو د هغه پر قرارداد لګېدلی بندیز به پر ځای وي.

د محمد شهزاد پر قرارداد بندیز د روان کال په اګسټ کې پای ته رسېږي.

کرکټ بورډ لیکلي چې د ملي لوبډلې دې بټس من او وکېټر د عفوې غوښتنه کړې وه او ژمنه‌یې کړې چې بیا به تېروتنې نه‌تکراروي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ننګرهار کې د لشکر اسلام ډلې ۹ غړي ووژل شول

ارشیف، د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په نازیان ولسوالۍ کې د لشکر اسلام ډلې ۹ غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل دا وسله‌وال کسان تېره شپه په یوه ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه: "د نازیان ولسوالۍ په سپین ژۍ سیمه کې د لشکر اسلام په نوم ترورېستي ډلې ۹ غړي چې ماینونه‌یې جوړول، تېره شپه د ماین جوړولو پر مهال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي."

لشکر اسلام ډله چې مشري یې منګل باغ کوي، له کلونو راهیسې په ننګرهار کې دولت ضد وسله‌وال فعالیتونه کوي.

دغې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د کابل جمهوریت روغتون کې د 'کووېډ-۱۹' د درملنې څانګه پرانیستل شوه

د کابل جمهوریت روغتون

د کابل په جمهوریت روغتون کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وایي، دغه څانګه بېړنۍ، د عملیاتو او د ځانګړي څار یا 'ای.سي.یو' خونې لري او په پوره وسایلو سمبال شوې.

ښاغلي عثماني زیاته کړې، وزارت پرېکړه کړې چې په هر دولتي روغتون کې د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوې ناروغۍ د درملنې اسانتیا برابره کړي.

افغانستان کې د کرونا ویروس څه باندې ۳۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه هېواد کې د ویروس خورېدل ورو شوي دي.

د نورم او سټنډرډ ادارې چارواکي د رشوت اخیستو په تور ونیول شول

ارشیف

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د نورم او سټنډرډ د ملي ادارې رئیس د یو لک ډالرو بډې اخیستلو په تور باالفعل نیول شوی دی.

لویې څارنوالۍ په خپله وېب‌پاڼه په دې اړه اعلامیه خپره کړې، خو د تورنو نومونه‌یې نه‌دي اخیستي.

د څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي هم رسنیو ته په دې اړه یو پيغام استولی دی.

ښاغلی رسولي زیاتوي: "د نورم او سټنډرډ ملي ادارې رئیس د لویې څارنوالۍ د شکایتونو د اورېدو ۱۸۰ ټيلیفوني نمبر ته د یوه پانګه‌وال د تماس او شکایت په اساس، د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څار څانګې له‌خوا تېره شپه د یو لک امریکايي ډالرو د بډې اخیستلو پر مهال نیول شوی دی."

ښاغلي رسولي زیاته کړې چې اصلاً د دوو لکو ډالرو رشوت غوښتنه شوې وه.

د هغه په خبره په دې قضیه کې دوه نور شامل تورن کسان چې د نورم او سټنډرډ ادارې تخنیکي مرستیال او د پروژو مدیر دی، هم نیول شوي دي.

څارنوالۍ وايي قضیه په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده.

حنیف اتمر: ۱۲ هېوادونه د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتو دي

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، ۱۲ هېوادونو د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتوالی ښودلی دی.

محمد حنیف اتمر نن کابل کې خبریالانو ته وویل، اجماع دا شوې چې لومړنۍ غونډه به دوحې کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: "په اوس وخت کې اجماع دا شوه چې دا خبرې د ۱۲ هېوادونو له ډلې چې د کوربه‌توب وړاندیزونه‌یې کړي و، په قطر کې پیل شي."

له دې وړاندې د طالبانو ویاند هم ویلي و چې لومړۍ پړاو خبرې قطر کې کېږي.

تر اوسه د دغو خبرو کره نېټه نه‌ده اعلان شوې.

چارواکي: پر غزني توغندیز برید ۱۴ کسان ټپیان کړل

ارشیف

پر غزني ښار توغندیز برید د چارواکو په خبره ۱۴ کسان ټپیان کړل.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له خولې وایي، ټپیانو کې دوه امنیتي سرتېري او نور ټول ملکیان دي چې ماشومان هم په‌کې شته.

د چارواکو په خبره لږترلږه درې توغندي د ولایت مقام شااوخوا سیمه کې لګېدلي.

پر دغه ښار څو توغندي داسې مهال ولګېدل چې ولسمشر محمد اشرف غني هلته له ځایي چارواکو او قومي مشرانو سره په خبرو بوخت و.

تر اوسه کومې ډلې د دغه توغندیز برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

په میدان وردګو کې پر یو شمېر کروندګرو د زعفرانو پياز ووېشل شو

د افغانستان زعفران

د میدان وردګو ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې يې د زعفرانو نمایشي قطعاتو جوړولو او د کښت دودولو په موخه د ٦٣٩ زرو افغانیو په لګښت د زعفرانو پياز په کروندګرو وېشلی دي.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد نن ازادي راډیو ته وویل، د دې برنامې په اساس ٥٠٠ کیلو د زعفرانو پياز د مرکز په شمول د سید اباد، جغتو او بهسودو اولې برخې ولسوالیو کې وېشل شوي دي.

ښاغلي تسل وویل د زعفرانو د پیازو سربېره کروندګرو باندې د زعفران د ګلونو د راټولولو وسایل او کیمیاوي مواد هم وېشل شوي، ترڅو هغوی له دې قطعاتو ښه ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړه چې تېر کال‌یې هم د زعفرانو دودولو په موخه د زعفرانو ٤٠ وړې قطعې وېشلې وې چې ښه پایله او د کرونګرو اقتصاد سره‌یې مرسته وکړه.

له دې سره چې د افغانستان زعفران نړۍ کې ښه شهرت او بازار لري، د دې ولایت د کرنې مسؤلین وایي، هڅه کوي چې دې ولایت کې د زعفرانو کښت لا ډېر دود کړي.

غزني کې د ولسمشر غني په رسېدو سره څو توغندي لګېدلي

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني

غزني ته د ولسمشر په رسېدو سره پر دې ښار څو توغندي لګېدلي دي.

په دغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال وایي، کم تر کمه درې توغندي په ښار کې د ولایت مقام شااوخوا سیمو کې لګېدلي او یو له ښاره بهر.

په غزني کې د پوځ او روغتون سرچینو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دې توغندیزو بریدونو کې شپږ ملکیان ټپیان شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار غزني ته ولاړ او نوموړی دا مهال هلته له سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په خبرو بوخت دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه توغندیز برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی.

'سرپل او جوزجان کې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي'

طالبان

طالبانو بېګا د سرپل او جوزجان ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړل.

د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني وایي، بریدونه نیمه شپه پيل او تر سهاره‌یې دوام وکړ چې ترڅ کې یې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه: "بریدونو تر سهار پورې دوام درلود، د دښمن بریدونه له سیمې په شا وتمبول شول، له نېکه مرغه د شپې موږ ته هوایي مرسته راورسېده، د امنیتي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو له کبله د ابو هریره په ګډون چې د طالبانو یو ډلګی مشر و، ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي."

اماني وایي، ناتأیید شوي راپورونه ور رسېدلي چې د صیاد لپاره د طالبانو ولسوال هم برید کې ټپي شوی دی.

بل‌خوا په کندهار کې د پوځ مسؤلین ادعا کوي چې میوند ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ځواکونو دفاعي برید کې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

هلته د ۲۰۵ اتل قول اردو وایي، طالبانو دغه بریدونه تېره شپه د کلانچې او موشان پر پوستو وکړل.

د افغانستان دفاع وزارت نن سهار وویل چې د کابل د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د طالبانو د تېرې ورځې برید شنډ شوی دی.

طالبانو تر اوسه د درې واړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.

کابل کې ایرانی پلاوی له افغان لوري سره د موافقو پر تطبیق غونډې کوي

محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي په مشرۍ پلاوی به نن له افغان لوري سره د اقتصادي، ټرانزیت او دفاعي-امنیتي کمېټو په ګډو غونډو کې ګډون وکړي او د هغو موافقو د تطبیق پر لارو چارو په خبرې وکړي چې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمرد وروستي سفر په مهال دواړو لورو پرې موافقه کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وایي چې عراقچي چې د یوه سیاسي، امنیتي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ ناوخته کابل ته رسېدلی، پرون ماښام‌یې له ښاغلي اتمر سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر څه باندې درې اوونۍ مخکې تهران ته تللی و او په دې سفر کې موافقه شوې وه چې د درېیو میاشتو په ترڅ کې به د هر اړخیزو همکاریو یو سند لاسلیک شي چې له مخې به‌یې په ایران کې ټول مېشت افغان کډوال د اوسېدو کارتونه ترلاسه کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ سږ کال وروسته تر هغه اړیکې څه ترینګلې شوې چې د غویي په ۱۲مه له ادعا سره سم د ایران سرحدي ځواکونو په لسګونو افغان کډوال مجبوره کړل چې هریرود سیند ته ځانونه واچوي.

له دې ډلې د ۱۲ تنو مړینه تأیید شوې ده. تر دې پېښې څو اوونۍ وروسته د ایران پولیسو په یزد کې د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې وکړې چې درې تنه په‌کې ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.

کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزبندي شوې

ارشیف

د افغانستان حکومت وایي چې په کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې بندې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه‌یې خپره کړه ویلي دي چې د ډیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې موافقه وشوه چې ډزبندي وشي او په سیمه کې د پوځي مسؤلینو له لوري غونډه وشي.

د اسعد اباد د مرکزي روغتون رئیس عطاالله ساپي ازادي راډيو ته وویل چې شپږ جسدونه د دوی روغتون ته لېږدول شوي او نهه تنه هم ټپيان دي.

پاکستاني ځواکونو اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي دي چې یوه ورځ مخکې تر دې یعنې د سې شنبې په ورځ د افغانستان له لوري د پاکستان په خوا ډزې شوې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د خپل‌سرو تأسیساتو رامنځته کول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل ګرځېدلی شي په هېڅ وجه د افغانستان لپاره د منلو وړ نه‌دي.

افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل کېږي

ارشیف

د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د زمري میاشتې له ۱۵مې به ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

د کابینې په غونډه کې پرون دا پرېکړه په دې شرط وشوه چې تر هغه وخت پورې د عامې روغتیا د وزارت له ارزونې سره سم د افغانستان په کچه د کرونا ویروس پېښې زیاتې نه‌شي.

د روان لمریز کال له پیله د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه بند شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه څلور ۳۴،۹۹۴ کسان په افغانستان که په کرونا ویروس اخته شوي دي.

کاپیسا کې په دوو جلا پېښو کې ۴ تنه وژل شوي

د کاپیسا ولایت نقشه

په کاپیسا کې څلور تنه وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډيو ته وویل، چهارشنبه ناوخته د کوهبند ولسوالۍ د هاشم‌خېل په کلي کې یو تن وژل شوی او په همدې ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتې پر مهال درې تنه نور وژل شوي دي.

ښاغلی شورش زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو د مداخلې له امله دا جګړه ختمه شوې ده.

د دې نښتې علت تر اوسه نه‌دی روښانه شوی.

طالبانو د افغان حکومت ۳۰ نور زندانیان هم خوشې کړل

ارشیف، لغمان کې د طالبانو له لوري یو شمېر خوشې شوي کسان

طالبانو د افغانستان حکومت د ۳۰ نورو زندانیانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ناوخته پر ټویټر ولیکل چې دا ۳۰ تنه‌یې په هلمند کې خوشې کړي دي.

د امریکایانو او طالبانو ترمنځ په قطر کې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې د هوکړه‌لیک له مخې له افغان حکومته غوښتل شوي چې د طالبانو نږدې پنځه زره زندانیان خوشې کړي او طالبانو ژمنه کړې ده چې د دې په بدل کې به نږدې زر تنه دولتي بندیان ازادوي.

تر اوسه د حکومت له لوري تقریباً ۴،۲۰۰ طالبان له زندانونو خوشې شوي او طالبان وایي چې نږدې ۸۰۰ حکومتي زندانیان‌یې تر اوسه ازاد کړي دي.

وسله‌والو پروان کې یو دیني مخور وژلی

پروان ښار

ناپېژانده وسله‌والو په پروان ولایت کې یو دیني مخور وژلی دی.

د پروان د سیدخېل ولسوال احمد لمر عثمانیار ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار وختي د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

نوموړي وویل مولوي عبدالحق چې د یوه جومات ملا امام وو، له خپل ورور سره یوځای ووژل شو.

د ښاغلي عثمانیار په خبره د دې پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

پر مولوي عبدالحق تر دې وړاندې هم یو ځل وسله‌وال برید شوی وو.

د کونړ چارواکي: د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه نښتې

ارشیف، کونړ کې افغان ځواکونه

د کونړ چارواکي وایي پاکستاني پوځیانو نن ماسپښین دوه بجې د دې ولایت په مرکز اسعد اباد او څو نورو ولسوالیو کې پر افغان پوستو بریدونه وکړل او د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.

د کونړ امنیه قوماندان محمد یوسف مظلوم‌یار نن ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني ځواکونو لومړی په مرورې ولسوالۍ کې پر افغان پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړي دي.

د نوموړي په خبره د کونړ په مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالیو کې هم پاکستاني پوځیان د هستوګنې سیمې ولي چې تر اوسه د ده په خبره ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د کونړ د عامي روغتیا ریاست هم ویلي چې تر اوسه د مرکز اسعد اباد روغتون ته د درې ملکیانو مړي او ۹ ټپیان وروړل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG