د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

افغانستان د کرکټ په نړیواله درجه بندۍ کې له بنګله دیش مخکې شو


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

افغانستان د کرکټ په تازه درجه بندۍ یا رینکینګ کې په ټیسټ لوبو کې تر بنګله دېش وړاندې شو.

د کرکټ د نړیوالې شورا له تازه درجه بندۍ سره سم، چې نن (جمعه) یې اعلان کړه، افغانستان د کرکټ په ټیسټ لوبو کې نهم ځای خپل کړ او تر بنګله دېش مخکې شو.

پخوا بنګله دېش په ۵۵ امتیازونو نهم ځای درلود.

افغانستان دوه کاله وړاندې د ټیسټ لوبو جوګه شو او تر اوسه پورې یې ۴ ټیسټ لوبې کړي چې دوې یې ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG