د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۰۰

افغانستان

راتلونکې میاشت افغان کرکټ ملي لوبډله ایرلنډ سره لوبې کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۳ نړېوالو شل اوریزه لوبو ترسره کولو په موخه نن سهار له کابل څخه هندوستان ته روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به په هندوستان کې له شاوخوا دریو اونیو تمریناتو وروسته د مارچ په ۶، ۸ او ۱۰نېټه له ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې سره درې نړېوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د ښاغلي هوتک په خبره دغه لوبې به د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په ګریټر نویډا کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د یو بل خبر له مخې پیلونشکی توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ او دغه راز ورو توپ اچونکی شفیق الله غفاري، هغه دوه افغان لوبغاړي دي چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په لوبو کې غوره لوبغاړي پېژندل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ننګرهار کې سږکال ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي

ارشیف

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو د تولید کچه د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو په خبره، سږکال په ننګرهار کې ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي چې لاملونه‌یې د شاتو د مچیو د روزنې د کاروبار ډېروالی، ښه هوا او چاپېریال دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو د برخې مسؤل شاه ولي ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ننګرهار د شاتو د تولید او د مچیو د روزنې لپاره مناسبه هوا او ښه چاپېریال لري چې له امله‌یې پر نورو ولایتونو سربېره ان له پېښوره هم ورته د شاتو مچۍ انتقالېږي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي د شاتو د مچیو د روزنې کیفیت او د ظرفیتونو لوړوالی نور هغه لامولونه یادوي چې له مخې یې په سږني کال کې د تولیداتو کچه لوړه شوې ده.

تېر کال په ننګرهار کې نږدې ۳۰۰ ټنه شاته تولید شوي وو.

په ننګرهار کې د شاتو د مچیو روزونکي وایي چې د ننګرهار هوا په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې د شاتو د تولید لپاره مناسبه ده چې له همدې امله‌یې کاروباریان له نورو ځایونو ننګرهار ته راځي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د مسؤلینو په خبره، په دغه ولایت کې د شاتو د مچیو ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه د شاتو په تولید بوخت دي.

د شاتو د مچیو د کاروباریانو او روزونکو په خبره، د هېواد په کچه بهترین شات د شینشوبي بوټي د ګلونو د شیرې وي چې په ننګرهار کې ډېر پیدا کېږي.

ارګ: جوړېدونکي حکومت کې به د اجرائیه ریاست په نوم جوړښت نه‌وي

ارګ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د ممنوع‌الخروجۍ په برخه کې د عبدالله عبدالله حکم له نافذه قوانینو سره په ټکر کې بولي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د چارواکو د ممنوع‌الخروجۍ واک یوازې لویې څارنوالۍ سره دی.

ښاغلی صدیقي وایي، اوس هېواد منتخب ولسمشر لري او په جوړېدونکي حکومت کې به د اجرائیه ریاست په نوم کوم جوړښت نه‌وي.

هغه زیاته کړه: "د محمد اشرف غني د ټاکنو تګلاره او ژمنه همدا وه چې د ملي یووالي حکومت جوړښت به دوام نه‌کوي، خلکو هم په همدې هدف ښاغلي غني ته رایه ورکړه، پرون رسماً د ټاکنو بهیر پای ته ورسېد، منتخب ولسمشر وټاکل شو، طبعاً چې نور به اجرائيه ریاست موجود نه‌وي."

صدیقي وایي، ټاکل شوې محمد اشرف غني په څو ساعتونو کې د ټاکنو کمېسیون له‌خوا وثیقه ترلاسه کړي.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم مشر عبدالله عبدالله پرون وویل چې د محمد اشرف غني بریا نه‌مني او د خپل ټيم د بریا اعلان‌یې کړی دی.

ښاغلي عبدالله په یوه حکم کې د ټاکنو کمېسیون ټول کمېشنران او د دارالانشا مشران ممنوع‌الخروج کړي او له کورنیو چارو وزارت نه‌یې د دې امر د پلي کولو غوښتنه کړې.

دوستم د ټاکنو پایلو په تړاو د عبدالله عبدالله دریځ تائید کړ

عبدالرشید دوستم

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو په برخه کې د عبدالله عبدالله د دریځ ملاتړ وکړ.

ښاغلي دوستم په جوزجان کې یوې غونډې ته وویل، د ټاکنو وروستۍ پایلې چې ترڅ کې یې محمد اشرف غني بریالی اعلان شوی، په رسمیت نه‌پېژني.

هغه زیاته کړه: "زه ستاسې د مشر په توګه، په ټول زړه او ځان د ډاکتر عبدالله د بېګاني اعلان ملاتړ کوم، موږ د ټاکنو تقلبي اعلان چې ټاکنیزه کودتا یې بولي، په رسمیت نه‌پېژنو."

عبدالرشید دوستم له دې وړاندې خبرداری ورکړی و که ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني بریالی اعلان کړي، دی به شمال کې موازې حکومت رامنځته کړي.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم مشر عبدالله عبدالله تېره شپه اعلان وکړ چې د دوی ټیم د ټاکنو ګټونکی دی.

دغو دریځونو له خلکو سره اندېښنې هم پيدا کړې دي.

د هرات جامي او صرافانو فوټبال لوبډلو پایلوبې ته لار موندلې

ارشیف

د هرات جامي او صرافانو فوټبال لوبډلو پای‌لوبې ته لار پیدا کړه.

د دغه ولایت د فوټبال لوبو مسؤل نجیب‌الله نوروزي ازادي راډيو ته وویل چې سبا به پای‌لوبه ترلاسه کوي.

دغه لوبې هر کال د ۳۰ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

همدارنګه د هرات د ولسوالیو جام سیالیو کې د شینډنډ او تورغنډي لوبډلې پای‌لوبې ته لار پیدا کړې چې د جمعې په ورځ ترسره شي.

د دې لوبو هدف د ځوانانو روزل او د وړتیا لوړول ښودل شوي دي.

افغان کرکټ بورډ ۳ لوبغالي او ۶ اکاډمۍ په اجاره ورکوي

د الکوزي کرکټ لوبغالی

د افغانستان کرکټ بورډ ۳ لوبغالي او ۶ د کرکټ اکاډمۍ خصوصي سکټور ته په اجاره ورکوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې دا به لومړی داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په شرایطو برابر شرکتونه کولای شي چې د اسنادو له ضمیمې سره خپل وړاندیزونه د روان ۲۰۲۰ کال مارچ میاشتې تر درېیمې نېټې افغان کرکټ بورډ ته وسپاري.

د کرکټ بورډ چارواکي وايي له دغو لوبغالو څخه به ترلاسه شوي عواید د لوبغاړو د وړتیا په لوړولو ولګول شي.

کندز کې د ورېښمو صنعت د له‌منځه تلو په حال کې دی

ارشیف

په کندز ولایت کې د ورېښمو صنعت‌کاران وایي، پنځه کالو راهیسې د ورېښمو د جینجي د هګیو د نشتوالي له کبله دغه صنعت رکود کړی او زیات شمېر ښځې بې‌کاره شوې دي.

د ورېښمو د چینجيو د ساتلو کاروبار په افغانستان کې له ډېرې پخوا زمانې راهیسې رواج دی او د هېواد په ډېرو برخو کې دغه صنعت ځانګړي مینه‌وال لري.

د ورېښمو د چینجيو د روزلو کار په اکثره سیمو کې ښځې پر مخ وړي.

ښاپېرۍ چې څو کاله وړاندې د ورېښمو د چینجيو کاروبار کاوه، وايي له پنځو کالو راهیسې د ورېښمو د چینجيو د هګیو د نشتوالي له کبله وزګاره شوې ده.

د ښځو ترڅنګ نارینه هم په دې برخه کې کار کوي ځکه د ورېښمو چینجيو خوراک لپاره د توتانو پاڼې راټولوي او دوی زیاتوي چې په کلیوالو سیمو کې د ناامنیو له کبله د توتانو ونې له‌منځه تللي او په ترڅ کې د ورېښمو صنعت رکود کړی دی.

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي د ورېښمو د چینجیو هګیو غوښتونکي خورا ډېر دي، خو دوی د ورېښمو هګۍ نه‌لري چې پر اړمنو یې ووېشي.

د نوموړې ادارې د ورېښمو چینجیو د چارو مسئول سلیمان ایوبي وايي، هغه مرستندویو مؤسساتو چې مخکې په کندز کې په دې برخه کې فعالیت درلود، اوس فعالیت نه‌کوي.

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د چارواکو د خبرو پر بنسټ، څو کاله وړاندې په دغه ولایت کې څه باندې ۵۰۰ تنو بې‌وزله مېرمنو د ورېښمو د صنعت په برخه کې کار کوه.

د ورېښمو تار د فېشني توکو په جوړولو کې کارول کېږي، لکه د نارینه د غاړې دستمال، لونګۍ، چپنو او دغه‌راز د ښځو جامې او نور توکي ځینې جوړېږې.

چارواکي: غزني کې د طالبانو مرکزونو ته زیانونه اوښتي

د افغانستان په عمومي نقشه کې غزني ولایت.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په غزني کې یې د طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز، د وسلو زېرمه‌تون او د دغې ډلې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه له‌منځه وړې ده.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، په مقر ولسوالۍ کې شویو دې عملیاتو کې د طالبانو یو زندان هم چې څوک په‌کې بندي نه‌و، ویجاړ شوی دی.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو له دې ځایه ځیني تجهیزات، پوځي جامې، یو موټر او دوه موټرسایکلونه ترلاسه کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

عبدالله عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ممنوع‌الخروج کړي

د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو ته د عبدالله عبدالله غبرګون

د ملي یووالي حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله چې ټاکنو کې نه‌دی بریالی شوی، د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران، غړي او د دارالانشا رئیسان ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي.

ښاغلي عبدالله په یوه لیکلي حکم کې له کورنیو چارو وزارته غوښتي چې دغو کسانو ته د سفر اجازه ورنه‌کړي او کنه هر ډول غفلت به‌یې له بل قانوني اقدام سره مخ شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي یوازې عدلي او قضايي بنسټونه د هېواد د وګړو د ممنوع‌الخروج کولو صلاحیت لري.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي: "د قانون پر بنسټ یوازې لویه څارنوالۍ او ستره محکمه د هېواد د وګړو د ممنوع‌الخروج کولو صلاحیت لري، نو د کورنیو چارو وزارت هر اقدام به د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره شي."

ښاغلي عبدالله پرون وروسته تر دې چې ټاکنو کمېسیون د ده سر سخته سیال محمد اشرف غني منتخب ولسمشر اعلان کړ، د ټاکنو پایله رد او د خپل ټیم د بریا اعلان‌یې وکړ.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلینو له دې وړاندې ویلي، خپلې پرېکړې د نافذه قوانینو او د خلکو د رایو پر بنسټ کوي او د هېڅ‌چا تر فشار لاندې نه‌دي.

ټرمپ: له طالبانو سره روانو خبرو کې هوکړې ته د رسېدو چانس شته

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، له طالبانو سره خبرې دوام لري او هغه له دې ډلې سره هوکړې ته د رسېدو یو فرصت ویني.

ښاغلي ټرمپ تېره ورځ واشنګټن ته نږدې په اندرو هوایي اډه کې خبریالانو ته وویل "موږ له طالبانو سره خبرې کوو او یوې هوکړې ته د رسېدو چانس شته."

ټرمپ یو ځل بیا خپلې پخوانۍ خبرې تکرار کړي چې اوس‌مهال امریکا په افغانستان کې د قانون د عملي کوونکي بنسټ په توګه کار کوي.

هغه وویل، افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو پلوي نه‌دی او نه‌غواړي میلیونونه کسان ووژني.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې حساس پړاو ته رسېدلي او د راپورونو په اساس د دوی ترمنځ هوکړه لاسلیک ته چمتو شوې ده.

سفما د خبریال وېب‌پاڼې په اړه د طالبانو وروستۍ څرګندونې غندلي

خبریال وېب‌پاڼه

د سوېلي اسیا د ازادو رسنیو ټولنې (سفما) د خبریال وېب‌پاڼې په اړه د طالبانو وروستۍ څرګندونې غندلي او د مدني فعالیتونو او بیان ازادۍ په مخالفت کې یې بللي دي.

د دغه بنسټ د افغانستان څانګې مشر ضیا بومیا وایي، طالبانو په وروستیو کې د رسنیو خلاف د ګواښ ژبه خپله کړې چې د ده په ټکو، دا د اندېښنې وړ خبره ده.

ښاغلی بومیا وایي، که طالبان د رسنیو په وړاندې خپلو ګواښونو ته دوام ورکوي، دوی به‌یې په اړه نړیوالو بنسټونو ته شکایت وکړي.

طالبانو دوه ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې خبریال وېب‌پاڼه د "پردیو استخباراتو" په مټ فعالیت کوي او د دوی په خبره مسئولین‌یې "کرایه شوي جاسوسان" دي.

عبدالله د ټاکنو پایله نه‌مني، خپله بریا یې اعلان کړه

د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو ته د عبدالله عبدالله غبرګون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:47 0:00

د محمد اشرف غني نږدې ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون له‌خوا اعلان شوې نتیجه نه‌مني او د خپل ټیم د بریا اعلان‌یې کړی دی.

ښاغلي عبدالله پرون سې شنبه ماښام د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په لنډه وینا کې وویل چې اعلان شوې پایله پر ولسواکۍ کودتا او د خلکو له ارادې سره خیانت دی.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "د رڼو او بایومټریک شویو رایو له مخې د «ثبات او هم‌پالنې» ټیم د ټاکنو ګټونکی دی او موږ خپله بریا اعلانوو، درغلۍ کوونکي د افغانستان د تاریخ مخ توري دي، موږ ټول‌شموله حکومت جوړوو."

د ټاکنو کمېسیون بیا ویلي چې پرېکړې یې د نافذه قوانینو په رڼا او د خلکو د رایو پر بنسټ دي.

په افغانستان کې ټاکنیزې ناندرۍ نوې نه‌دي او د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې دا جنجالونه دومره اوږده شول چې بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.

غني: سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان‌یې برخه ګرځي

د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلو د اعلان په اړه اشرف غني څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:37 0:00

د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هېواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي.

ښاغلي غني چې پرون‌یې په ټاکنو کې د خپل ټیم د بریا په اړه غونډه کې خبرې کولې وویل، ژمن دی چې ټول افغانستان ته به سوله راولي.

ښاغلی غني وايي: "ټاکل شوې موږ په غیر معمولي چلند، جرأت، صراحت او فکر سره یوه نوي سیاسي چاپېریال ته ننوځو، اټکل دا دی چې د افغانستان کثرت‌پاله او پیاوړې ټولنه به طالبان جذب کړي، دا بهیر د مذاکراتو په نوم دی."

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې له طالبانو سره هره معامله به د خلکو له سترګو پټه نه‌پاتې کېږي.

هغه طالبان یو ځل بیا ټاکنو ته راوبلل او ترې ویې‌غوښتل چې د ټاکنو له لارې د قدرت د تمثیلېدو هڅه وکړي.

طالبانو بیا په ټاکنو کې د محمد اشرف غني بریا د ولس په سترګو کې "خاورې شیندل" بللي دي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د جعلي ټاکنو" په نتیجه کې د محمد اشرف غني بیا ټاکنه غیر قانوني او د سولې د روانې پروسې له محتوا سره په تضاد کې ده.

کابل کې معترضین: روسیه دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کابل ولایت.

په کابل کې یو شمېر مدني فعالانو د روسیې د 'علم او فرهنګ خونې' مخې ته په یوې اعتراضیه غونډه کې، له ترهګرو ډلو سره د هغه هېواد پر ملاتړ انتقاد وکړ.

دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د روسیې له‌خوا تمویلېږي.

اعتراض کوونکو په داسې حال کې چې د روسيې پر ضد یې شعارونه ورکول، د افغانستان په کورنیو چارو کې ېې د هغه هېواد لاسوهنه وغندله.

دغه مدني فعالان د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو په تېره پر روسیې زور واچوي چې له دې کاره لاس واخلي.

مخکې له دې روسیې بیا بیا په افغانستان کې د لاسوهنې او له ترهګرو سره د ملاتړ موضوع رد کړی ده.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي، د افغانستان اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو، دا شان اعتراضونه د سولې بهیر ته زیان رسولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم ځیني ګاونډي هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنو او له ترهګرو سره په مرستو تورن شوي دي.

کندز کې پر یو کور د هاوان لګېدو ۱ تن وژلی او ۹ نور ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کندز ولایت.

په کندز ښار کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله يو ماشوم وژل شوى او ٩ نور کسان ټپيان شوي دي.

د والي وياند عصمت‌الله مرادي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، دا پېښه پرون شوې ده.

ښاغلی مرادي زیاتوي: "په پېښه کې يو تن ٧ کلن ماشوم شهيد شوى او په دغه کور کې ٩ تنه نور ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي."

ښاغلي مرادي زیاته کړه چې په ټپیانو کې ۴ ښځي، یو نارینه او ۴ تنه ماشومان شامل دي.

که څه هم د والي وياند وايي دغه هاوان د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوى و، خو وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

په افغانستان کې د انټرنټ په بیو کې ۳۰ سلنه کموالی

آرشیف

د افغانستان د مخابراتو وزارت د هېواد د انټرنټ په بیه کې د ۳۰ فیصده کموالي خبر ورکوي.

د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، له شرکتونو سره‌یې خبرې روانې دي چې د انټرنټ په بیو کې کموالی راولي.

د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل: "له نېکه‌مرغه نن د افغان ټیليکام شرکت له‌خوا د انټرنت په بیو کې د ۳۰ فیصده کموالي شاهدان یو. دغه شرکت مخکې له دې یو اېم بي انټرنټ په ۴۳ ډالرو پلورلو او اوس دغه بیه ۳۰ ډالرو ته ټیټه شوې ده."

ښاغلی هاشمي وايي، سلام مخابراتي شرکت د یو حکومتي شرکت په توګه په دې برخه کې تر نورو مخکې شوی او د هرې جي بي انترنټ بیه‌یې له ۱۱۵ افغانیو نه ۹۹ افغانیو ته ټیټه کړې ده.

ښاغلی هاشمي هیله مند دی چې ډیر ژر د خصوصي مخابراتي شبکو د انټرنټ په بیو کې هم کموالی راشي .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د انټرنټ د بیو د لوړوالي له امله اعتراضونه ډېر شوي دي.

یو شمېر مدني فعالانو د سې شنبې په ورځ هم په دې تړاو د افغانستان د څار بنسټ د دفتر مخې ته یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG