د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

نن د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ د کرکټ لومړنۍ شل اوره لوبه کېږي


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

په پام کې ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د ایرلنډ له لوبډلې سره د شل اووریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېرماښام آزادۍ راډیو ته وویل چې ملي لوبډله لوبې ته ښه چمتو ده.

هغه وویل: "افغان لوبغاړي د دې لوبې لپاره چې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي پوره چمتووالی لري، دا نړیوالې لوبې دي چې د دواړو لوبډلو لپاره په نړیواله کچه خورا زیات ارزښت لري."

د افغانستان او ایرلنډ لوبډلې به د لوبو په دې لړۍ کې چې د هند پلازمېنې نوې ډېلي ته نژدې، د ګرېټر نوېدا په سټوډیوم کې په پام کې دي درې شل اووریزې لوبې وکړي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په یوه بجه پیلېږي.

XS
SM
MD
LG