د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

دولت ځدراڼ: ما څه ګناه کړې؟


ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی دولت ځدراڼ
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی دولت ځدراڼ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی دولت ځدراڼ وايي د کرکټ بورډ مشران ورسره د مور او میرې چلند کوي.

نوموړي نن سې شنبه پر خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي دي که څه هم دی روغ، جوړ او سیالیو ته چمتو دی، خو د کرکټ بورډ مسؤلینو د کرکټ له نړیوال جام سیالیو راوروسته په هېڅ لوبه کې د لوبېدو چانس نه‌دی ورکړی.

ښاغلي ځدراڼ د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه تورنه کړې چې د یو شمېر کړیو او میافیايي ډلو په خوښه ورته په ټیم کې د لوبېدو چانس نه‌ورکوي.

نوموړي د مافیايي ډلو او کړیو نومونه نه‌دي اخیستي.

دولت ځدراڼ لیکلي دي چې د افغانستان په تېزو توپ اچوونکو کې لومړنی لوبغاړی دی چې ۱۰۰ وېکټې يې ترلاسه کړي، خو کرکټ بورډ يې حق خوري.

نوموړي لیکلي: "زه د بورډ د سلېکشن کمېټې له لوري ورځ تر بلې په تمه کېږم، زموږ د سلېکشن کمېټې مشر د بل هېواد دی، هغه کرکټ بورډ ته موږ ته په زاریو راځي، نو څنګه به ښه انتخاب وکړي؟ ما څه ګناه کړې؟"

ښاغلي ځدراڼ په دې لنډه لیکنه کې د کرکټ بورډ مشران هم تورن کړي چې په کرکټ نه‌پوهېږي او افغان کرکټ‌يې له ستونزو سره مخ کړی دی.

خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د لوبغاړو انتخاب د دوی لاسته راوړنو او فټنس ته په کتو د غوراوي د کمېټې دنده چې د بېلابېلو سیالیو لپاره لوبغاړي وټاکي.

د افغانستان کرکټ بورډ ازادي راډیو ته وايي چې د دغه بورډ مشران د لوبغاړو په غوراوي کې هېڅ ډول لاسوهنه نه‌کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ.
د افغانستان کرکټ بورډ.

دولت ځدراڼ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی دی چې له تېرو نږدې اووه میاشتو راهیسې د لوبډلې برخه نه‌دی.

نوموړی ۳۱ کاله عمر لري، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې د کاناډا په وړاندې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه.

ده تر دې دمه په ۸۲ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۱۵ او دغه‌شان په ۳۴ شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې ۴۰ وېکټې اخیستې دي.

دولت ځدراڼ داسې مهال د کرکټ بورډ مشران او غوراوي کمېټه په بې‌عدالتۍ تورنه کړې چې افغان لوبډله اوس‌مهال په هندوستان کې ده او ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ د ایرلنډ په وړاندې د درېیو شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل کړي.

XS
SM
MD
LG