افغانستان
د ډیورند کرښې دواړو غاړو کرکټ سیالۍ وطندوست لوبډلې وګټلې
د ډیورند کرښې د دواړو غاړو د کرکټ په سیالیو کې د وطندوست په نوم لوبډلې اتلولي خپله کړه.
دغه ټیم وکړای شول چې د چمن ټیم ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.
دغه سیالۍ د ننګرهار او د خېبر پښتونخوا د ۳۲ ټیمونو په ګډون پیل شوې وې.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپانې په خپرولو سره وایي چې دغه سیالۍ د ډیورند د دواړو خواو اوسېدونکو د لانږدې والي په هدف ترسره شوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نتنیاهو ادعا کوي چې خامنه يي نور ژوندی نه دی
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل ډیری نښې شته چې ښکاروي خامنه ای "نور نشته".
هغه له ایرانیانو وغوښتل چې کار پای ته ورسوي.
بنیامین نتنیاهو وویل چې د خامنه ای هستوګنځی ویجاړ شوی، او د انقلابي ګارډ قوماندانان او لوړ پوړي اټومي چارواکي وژل شوي دي.
ایراني چارواکو بیا د خامنه يي د زوم او د انګور د وژل کېدو تایید کړی.
تر دې مخکې دریو با خبره سرچینو د ایران دفاع وزیر امیر ناصرزاده او د انقلاب اسلامي ځواکونو د قوماندان محمد پاکپور د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا له ان بي سي سره په خبرو کې ویلي تر کومه ځایه چې دی خبر دی د ایران رهبر علي خامنه اي او ولسمشر مسعود پزشکیان ژوندي دي.
طالبانو د راه فردا ټلویزیون خپرونې بندې کړې
د طالبانو حکومت اعلان کړی چې دوی د محمد محقق له خوا تاسیس شوی ټلویزیون «راه فردا» بند کړی.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په خپله ایکس پاڼه د شنبې په شپه ناوخته لیکلي چې د :«د محمد محقق اړوند رسنیز آدرس، نشرات بند او ملکیتونه یې مصادره شول.»
هغه دلیل راوړی چې د دوی حکومت ځکه راه فردا ټلویزیون تړلی او د محقق ملکیتونه یې مصادره کړي چې ګواکې محقق د پاکستان وروستي بریدونه جایزه بللي وو او د طالبانو انتقامي بریدونه یې غندلي وو.
راه فردا ټلویزیون له ۲۰۰۶ کال راهیسې فعاله وو او تر ډېره یې مذهبي، فرهنګي پروګرامونه او خبرونه خپرول.
دغه ټلویزیون د محمد محقق له خوا تاسیس شوی وو.
محمد محقق د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترکیې ته تللی او هلته له خپلې کورنۍ سره مېشت دی.
د طالبانو حکومت: د پاکستان بریدونو کې تراوسه ۵۲ ملکیان وژل شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په تېرو اوه ورځو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۲ ولسي وګړي وژلي او ۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت تازه شنبه د حوت ۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا مرګ ژوبله په ننګرهار، پکتیکا، خوست، کونړ او کندهار ولایتونو کې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې اوښتې ده.
نوموړي لیکلي چې په قربانیانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي.
نوموړي دغه راز ویلي چې په دې موده کې د پاکستانی پوځیانو په حملو کې د ولسي وګړو اته کورونه په بشپړ او ۱۴ نور نیمه تخریب شوي دي.
خو پاکستان په دې نښتو کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله رد کړې او ویلي یې دي چې دوی تر ډېره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې مرکزونه په نښه کړي هغه چې د پاکستان د ادعا له مخې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره استعمالوي، خو د طالبانو حکومت دغه ډول ادعاوې په وار وار رد کړي دي.
پر کندهار او کونړ د پاکستان مرګوني بریدونه، ۱۴ ملکیان وژل شوي، طالبان وایي ځواب یې ورکړی
طالب چارواکي وایي، پر کندهار او کونړ د پاکستان د تیرې شپې په هوایي او توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار په تخته پل کې د اخراج شویو کډوالو پر کمپ بمباري شوې ده.
د هغه په خبره دغې پیښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.
د کونړ پر مرکز اسعد اباد او ناړۍ ولسوالۍ بیا توغندیز بریدونه شوي چې دواړه ځایه ۱۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
تر دې وړاندې پرون په پکتیکا او خوست کې هم د پاکستاني الوتکو د بریدونو خبرونه خپاره شول.
طالب چارواکي وایي، هلته ۱۹ ملکیان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.
د طالبانو دفاع وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي چې دوی هم تېره شپه پر پاکستان ځوابي بریدونه کړي او په وینا یې میرانشا او سپین وام کې یې د پاکستان پوځي تاسیسات ویشتلي او هغه لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ایران له افغانستان سره د اورګاډي له لارې د سوداګرۍ د بېساري زیاتوالي خبر ورکوي
ایراني چارواکي وايي د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې د تجارتي راکړې ورکړې کچه اولس ځلې زیاته شوې ده.
مهر دولتي خبري آژانس پرون جمعه (د کب ۸مه) د ایران د اورګاډي د ادارې دبهرنۍ سوداګرۍ د څانګې د مشر شهریار نقي زاده له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د تېر ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې د روان ۲۰۲۶ کال تر فبروري میاشتې پورې له افغانستانه شاوخوا ۶۵۰ زره ټن توکي د اورګاډي په وسیله افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو د انتقال کچه به د روان لمریز کال ترپایه ۷۵۰ زره ټنو ته ورسېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي لارې د تېر ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې وروسته له هغه بندې شوې چې د دواړو هېوادونو ځواکونو نښتې وکړې. له هغه وروسته له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغی.
د افغانستان او ایران ترمنځ په سرحد کې د سرحدي نښو د ایښودلو چارې پیل شوې
د طالبانو حکومت د هرات په اسلام کلا کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښو د عملي چارو د پیل خبر ورکوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو د چارو وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې د دې وزارت د سرحدي چارو د تثبیت د کمیسیون اړوند تخنیکي کمیټې تېره ورځ د هرات ولایت په اسلام کلا کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو په شتون کې عملا د سرحدي نښو د نوي کولو چارې پیل کړې.
نژدې یو کال مخکې افغانستان ته د ایران د بهرنیوچارو د وزیر عباس عراقچي د سفر پرمهال د ایران د کورنیوچارو وزارت امنیتي مرستیال د سرحدي کرښو د ټاکلو پرسر له طالبانو سره د اختلافونو خبر ورکړی و.
د طالبانو د حکومت د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د وزارت په بیان کې د کوم اختلاف یادونه نه ده شوې خو ویل شوي دي چې افغان او ایراني تخنیکي ټیمونه په پام کې لري د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړ سرحد نښې او علامې ټولې نوې کړي.
طالبان وايي چې سرتېرو یې بیا په خوست کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان پوستې په نښه کړې
د طالبانو حکومت وايي، ځواکونو یې یوځل بیا په خوست ولایت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو حملې کړې دي.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، پرون جمعه ناوخته د دې حملو خبر ورکړ.
په عین حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان د پوځ کشفي الوتکو د ورځې په ترڅ کې د افغانستان پرسر الوتنې کولې.
له دې مخکې پاکستاني جنګي جټ الوتکو په کابل او کندهار کې یولړ اهداف په نښه کړي وو.
د طالبانو حکومت ویلي دي چې د دې نښتو له پیله تراوسه ۵۵ تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي او د طالبانو ۱۳ ځواکونه وژل شوي.
خو د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر جنرال احمد شریف چودري ویلي چې د پاکستاني لوري په حملو کې ۲۷۴ طالبان او ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
آزادي راډیو له خپل لوري د مرګ ژوبلې دا ادعاوې نه شي تاییدولای.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر: وضعیت له نژدې څاري، امریکایان دې افغانستان ته سفر نه کوي
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ویلي " د طالبانو او پاکستان ترمنځ له رامنځته شوې جګړې خبر دي" او په خبره یې وضعیت له نژدې څاري.
ډان براون چې دفتر یې په دوحه کې دی دا څرګندونې نن جمعه ( د کب ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه کړي دي.
نوموړي امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په دغسې وضعیت کې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د سفر د بندیز په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان کې د کورنۍ نارامۍ، جرمونو، ترهګرۍ ، توقیف او اختطاف خطرونه شته دي.
پر امریکا سربیره د قطر، ایران، سعودي عربستان ، ترکیې او یوشمېر نورو هېوادونو چارواکو او ډيپلوماتانو له دواړو لورو د زغم او جوړجاړي غوښتنه کړې.
د افغانستان او پاکستان چارواکو خپلو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې معلومات ورکړي
د پاکستان پوځ وايي چې افغانستان کې یې هوايی بریدونو کې ۲۲ پوځي اهداف په نښه کړي دي.
رویترز خبري اژانس د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چودري له قوله رپوټ ورکړی چې ویلي یې دي له تیرې شپې راهیسې په نښتو کې لږترلږه ۱۲ پاکستاني عسکر او ۲۷۴ طالب جنګیالي وژل شوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دتیرې شپې په ۴ ساعته جګړه کې ۵۵ پاکستاني عسکر وژل شوي دي او د ځینو جسدونه ددوی د ځواکونو لاس ته ورغلي دي او یوشمیر یې ژوندي هم نیول شوي دي.
طالبان وايی په دغو نښتو کې ددوی ۱۳ جنګیالي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تېرې شپې له نښتو وروسته وضعیت ارام دی
د دیورند کرښې په اوږدو کې په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د چهارشنبې د ماښام له نښتو وروسته وضعیت ارام دی.
د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالي کې قومي مشرانو ازادي راډیو ته وویل چې پرون (چهارشنبې) د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پر دیورند کرښه نښتې وشوې چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود. همداراز د ننګرهار په مومند درې ولسوالي او د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې هم د دیورند کرښې په اوږدو کې نښتې شوي دي.
د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویندوی وحیدالله محمدي تایید کړه چې نښتې تایید کړې خو د مرګ ژوبلو په اړه یې څه ونه ویل.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه بیا زیات شو چې د یکشنبې په ورځ پاکستاني الوتکو په ننګرهار او پکتییکا کې بمبارۍ وکړې او د ملګروملتو په وینا په نتیجه کې یې ۱۳ ملکیان ووژل شول.